دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهلاوروف : په مسکو فارمټ کې به افغانستان ته د ورپېښو ننګونو...

لاوروف : په مسکو فارمټ کې به افغانستان ته د ورپېښو ننګونو پر هواري خبرې وشي

تاند (یکشنبه، د میزان ۲ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف نن وویل، د دغه هیواد په خازان ښار کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ / غونډې تمرکز به پر هغو ننګونو بحث وي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

لاوروف وویل، په دې غونډه کې به د افغانستان د ستونزو د حل کولو لپاره د ګاونډیوهیوادونو اقدامات وڅېړل شي.

لوږه، شدیده بېوزلي، د نجونو او ښځو حقونه او د بشري حقونو محدودیتونه هغه اندېښنې دي چې د افغانستان په تړاو په هره نړیواله غونډه کې مطرح کېږي.

ټاکل شوې ده چې د مسکو فارمټ غونډه د روسیې په کازان ښار کې د روانې اوونۍ په پای کې جوړه شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو؛ چین، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او پاکستان ترڅنګ د قزاقستان او روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو استازي ګډون کوي.

لاوروف وویل:«مسکو فارمټ به د مسکو پر ځای په کازان کې دایر شي، موږ هیله لرو په دې خبرې وکړو چې ګاونډي هیوادونه له افغانستان سره د خپلو اوسنیو ستونزو په حل کولو کې څنګه مرسته کولی شي.»

د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ م کال پیل شوې. د دې فارمټ دوې غونډې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته جوړې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د کازان په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب