Homeخبرونهپه جرمني کې د رومي دورې ۹۳۴ سکې موندل شوې

په جرمني کې د رومي دورې ۹۳۴ سکې موندل شوې

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د جرمني په لوېدیځ کې ویزلینګ ښار ته نژدې په یوه کرونده کې د روم د امپراتورۍ د دورې د سپینو زرو ۹۳۴ سکې موندل شوې دي.

ویل کېږي چې دا د روم د امپراتور هادریان د واکمنۍ له دورې سره تړاو لري او تر اوسه د سکو تر ټولو لویه موندل شوې خزانه ده.

دا خزانه د اولیور رېډل په نوم د لرغونپوهنې یوه مینه‌وال د فلز موندونکي وسیلې په مرسته موندلې ده. نوموړي شاوخوا یو کال مخکې په همدې سیمه کې څو رومي سکې موندلې وې، خو وروسته یې ولیدل چې وسیله په پرله‌پسې ډول سیګنال ورکوي، چې له امله یې شکمن شو چې د ځمکې لاندې ښايي نورې ډېرې سکې هم وي.

رېډل موضوع اړوندو چارواکو ته راپور کړه او وروسته لرغونپوهانو په سیمه کې رسمي کیندنې پیل کړې. کارپوهانو د سپینو زرو ټولټال ۹۳۴ رومي سکې وموندلې چې وزن یې شاوخوا ۳.۱ کیلوګرامه دی.

د سیمې د لرغونپوهنې ادارې په وینا، دا په جرمني کې د رومي امپراتور هادریان د واکمنۍ د دورې اړوند تر اوسه په موندل شویو سکو کې تر ټولو لویه خزانه ده.

کارپوهان اټکل کوي چې دا خزانه ښايي د دوهمې میلادي پېړۍ په دوهمه څلورمه برخه کې په قصدي ډول تر ځمکې لاندې پټه شوې وي. تمه ده چې دا موندنه په سیمه کې د روم د امپراتورۍ د حضور او اقتصادي فعالیتونو په اړه لا ډېر معلومات وړاندې کړي.

موندل شوې تاریخي سکې اوس د بن په LVR-LandesMuseum کې د عامو خلکو لپاره نندارې ته اېښودل شوې دي، چېرته چې په لومړي ځل په منظم ډول نندارې ته وړاندې کېږي.

اولیور رېډل وايي، کله چې د لومړنیو سکو له موندلو وروسته هم فلز موندونکي وسیلې پرله‌پسې سیګنالونه ورکول، ډاډه شو چې تر ځمکې لاندې به لویه خزانه وي، چې وروسته کیندنو هم د هغه اټکل سم ثابت کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...