Home+ انوریسم څه شی ده؟| ډاکتر ش میره‌کی

 انوریسم څه شی ده؟| ډاکتر ش میره‌کی

آنوریسم یو ډول غوټه یا پړسوب دی چې د رګونو (عروقولحیه) په دیوال کې جوړېږي. دا پړسوب اکثر د شریانونو(یعنې هغو رګونو چې وینه له زړه نورو برخو ته وړي) په دیوال کې راځي.

کله چې د رګ دیوال ضعیف شي، نو د وینې فشار له امله غټېږي او غوټه پیدا کوي. که دغه غوټه وچيږي یا وچوي، نوسخت وینه بهییږي (خون‌ریزي) رامنځته کېږي، چې کولای شي د فورې مړینې لامل شي.

د آنوریسم ډولونه

آنوریسم د موقعیت له مخې څو ډولونه لري:

1. دماغي آنوریسم (Cerebral or Brain Aneurysm)

▪️ د دماغ په رګونو کې پیدا کېږي.

▪️ که وچوي، شدید “Subacut او hemorrhage” رامنځته کوي.

▪️ نښې: ناڅاپي شدید سردرد، کانګې ، لید ستونزې، تشنج.

2. ابډومینل آنوریسم (Abdominal Aortic Aneurysm – AAA)

▪️ د لوی رګ (aorta) پړسوب دی چې له زړه څخه تر نس پورې غځېدلی دی.

▪️ نښې: د نس منځنۍ برخه کې درد، نبض‌لرونکی غوټه، د ملا درد.

3. توراسیک آنوریسم (Thoracic Aortic Aneurysm)

▪️ د سینې په برخه کې راځي.

▪️ نښې: ساه تنګی، ټوخی، او د مرۍ درد.

د آنوریسم نښې (Symptoms):

اکثر وخت آنوریسم بې نښې وي، خو که غټ شي یا وچوي، نو ښايي لاندې نښې څرګندې شي:

• ناڅاپي او سخت درد (په سر، نس، یا ملا کې)

• سرګرځېدل یا بې‌هوشي

• د ساه بندېدل

• د سترګو لید خرابېدل

• د نبض‌لرونکې غوټې احساس

لاملونه یا عوامل:

• لوړ فشار (Hypertension)

• سګریت څکول

• شکر (Diabetes)

• د وینې غوړ (Cholesterol)

• ارثي (جنتیکي) ستونزې

• د رګونو د دیوال زیانونه یا زخمونه

څېړنې او پېژندنه:

‏ • CT Scan / MRI: دقیق انځورونه وړاندې کوي.

‏ • Angiography: د رګونو د درز یا پړسوب معلومولو لپاره.

‏ • Ultrasound (په نس کې): د abdomnial aneurysm پېژندنې لپاره.

درملنه:

1. څارنه (Monitoring):

▪️ که آنوریسم کوچنی وي، نو ډاکتر به یې یوازې څاري.

2. جراحي (Surgery):

▪️ د آنوریسم ترمیم یا مصنوعي رګ ایښودل.

‏▪️ Endovascular repair – د رګ دننه څخه بندول.

3. د ژوند طرز سمول:

▪️ د فشار کنټرول، تمباکو پرېښودل، روغ خوراک.

پایله:

آنوریسم یوه پټه، خو خطرناکه ناروغي ده. که یې نښې احساس شي یا شريکه سابقه ولري، نو ژر تر ژره طبي معاینه اومشوره اړینه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...