Home+د مقایسې ناروغي ولې خپل ژوند د بل له ژوند سره وسنجوو؟

د مقایسې ناروغي ولې خپل ژوند د بل له ژوند سره وسنجوو؟

سعدیه امانزۍ

انسان تل هڅه کوي چې په ټولنه کې خپل ځای ومومي. په دې لاره کې یو له تر ټولو لویو رواني خنډونو څخه، چې نن سبا د نوي عصر په پټه ناروغۍ بدله شوې د خپل ځان او ژوند له نورو سره مقایسه کول دي. موږ ډېری وخت خپل باطن د نورو له ظاهر سره پرتله کوو او همدا کار زموږ د رواني ناارامتيا او باطني خپګان پیلامه ګرځي.

موږ ولې خپل ژوند له نورو سره مقایسه کوو اصلي لامل یې په روانپوهنه کې د ټولنیزې مقایسې تیوري ده. انسانان غواړي خپل بریالیتوب، شتمني، ټولنیز دریځ د نورو په تله کې وتلي. په پخوانیو وختونو کې به مقایسه محدوده وه. انسانانو یوازې خپل ځان له خپلو ګاونډیانو یا خپلوانو سره مقایسه کاوه. خو د نن ورځې ډیجیټل نړۍ او په ځانګړي ډول ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) دا دایره بې کچې پراخه کړې ده چې هر سهار له خوبه پاڅېږو د نړۍ د بیلا بیلو خلکو د ژوند شېبې، سفرونه، لاسته راوړنې او خوشحالۍ ګورو او سمدستي یې د خپل ژوند له عادي او سختو شېبو سره پرتله کوو همدا پرتله کول اکثره وخت زموږ د ناکامي لامل ګرځي. هغه څه چې موږ یې په مجازی نړۍ کې ګورو، د بل انسان د ژوند بشپړ حقیقت نه دې/نه وې بلکې یوازې د هغوی د ژوند فلم د اعلاناتو غوندې وي. هیچا هم د خپل ژوند ناکامۍ ژړاګانې، پورونه او کورنۍ ستونزې پر خپلو پاڼو نه دي ښکاره کړې.

له همدې امله، چې موږ کله د هغوی د سټیج شاتنۍ برخه زموږ خپل ریښتینی ژوند د هغوی له اصلي سټیج د هغوی ظاهري ژوند سره مقایسه کوو نو د کمترۍ احساس کوو. زموږ ذهن پر یو عادت بدل شي کله چې زموږ سترګې د نورو پر درلودلو وي خپل درلودل مو له یاده وځي او هیڅکله د قناعت او ارامۍ احساس نه کوو.

په ځان مو باور را کم شې داسې احساس پيدا کړو چې ګواکې زه کافي نه يم، کمزوری يم او یا مي په ژوند کې هغومره هڅه نه ده کړې چې باید کړې مې وای.
د دې په ځای چې د نورو په خوښیو او بریاوو کې ځان خوشحاله کړو پر ځای يي په ذهن کې د حسادت او کینې تخم وکرو هيڅکله هم خپل ژوند د نورو د ژوند سره مه مقايسه کوئ. هر څوک په کاپي اندازه ستونزې لري‌‌، ځان له دې ذهني عذاب څخه په امان کړه باید خپل تفکر ته تغیر ورکړو.

ژوند کومه یوه ګډه مسابقه نه ده چې ټول دې پکې په یوه لیکه منډه ووهي. د هر انسان شرایط، استعدادونه او د ژوند پیل جلا وي. یوازنۍ سمه مقایسه، د خپل ننکني ځان مقایسه له خپل پرونني ځان سره ده.

بل که په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو ځانګړو پاڼو یا کسانو تعقیبول تاسو ته د ناهیلۍ او کمترۍ احساس درکوي، نو غوره ده چې هغوی انفالو یا میوټ يې کړئ.د بل چا رڼا ستاسو تیاره نه شي له منځه وړلاي نه هم ستاسو ډېوه د بل چا په رڼا مړېدونه شي هر انسان د خپل ځانګړي داستان اتل/اتله دی. خپل ژوند ته ارزښت ورکړئ، ځکه همدا ستاسو یوازنی او بې ساري چانس دی چې پدې نړۍ کې یې لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...