Home+سوپر انټېلجېنس!؟| نعمت الله صدیقي

سوپر انټېلجېنس!؟| نعمت الله صدیقي

د «رنسانستان» دایمي کالم لوستونکیو ته به معلومه وي، چې موږ لس یا پېنځلس کالمونه وړاندې د Ai یا مصنوعي ځېرکتیا په اړه پرلپسې څو کالمونه لیکلي وو؛ چون د دغسې موضوعاتو په اړه د کتابونو احاطه هم تنګه او لنډه ده او بلخوا دغه «بلا» هم (لکه ونه مستقیم په خپل مقام نه ده)؛ نو ځکه یې وخت په وخت تر هغه وخته خبره تکراراً کېدای شي، تر څو چې یې خپل همدغه اهمیت په اب و تاب کې وي.
د صبا په اړه هېڅوک داسې وړاندوینه نشي کېدای، چې لا نور به څه پېښ شي؛ خو دمګړی چې دنیا یې د بحثونو او اندېښنو تر کچې رسولې او یا یې د ډېر تېز و توند سرعت په اړه ځینې ښې خبرې هم شته، داسې څه دي، چې د نن ټکنالوژیک موډ یا د عصر اوج یې بللی شو.
تازه خبره دا ده، چې ټرمپ نور د Artificial Intelligence یا مصنوعي ځېرکتیا نوم هم چندان مناسب نه بولي، د ده په وینا، له دې وروسته دې ورته Super Intelligence «سوپر انټېلجېنس» وویل شي، ځکه په تعبیر یې «مصنوعي» کلمه داسې ښکاري لکه دا ځېرکتیا چې جعلي وي؛ حال دا چې خبره تر دې ډېره لویه ده. ده وویل، چې امریکا به د دې ټکنالوژۍ وده نه دروي، بلکې هڅوي به یې؛ خو د همدې خبرې بل مخ بیا بل ګېټس راښيي. دای وایي، ستونزه یوازې دا نه ده چې ماشین به څومره هوښیار شي؛ ستونزه دا ده، چې که دا هوښیارتیا د ناسمو یا د بدو نیت لرونکو انسانانو لاس ته ولوېږي، چې د داسې پېښو د رامنځته کولو ځواک هم لري، چې حتی د یو میلیارد انسانانو د مړینې سبب وګرځي؛ نو بیا به څه کېږي؟ ګېټس له همدې امله د حکومت د څارنې او قانوني محدودیتونو غوښتنه کوي او وایي، چې یوازې پر ځان‌ تنظیموونکو شرکتونو باور بسنه نه کوي.
د ټرمپ او ګېټس خبرې، که څه هم دوه بېلابېل دریځونه دي او د ټرمپ خبرې خو اوس کوم اهمیت هم نلري؛ خو دلته یې تړاو همدا دی، چې که له یوې خوا انسان داسې ځواک ته نږدې کېږي چې لا یې د پایلو اندازه ورته بشپړه معلومه نه ده یا خطرناکه ده. یو یې د دې ځواک نوم «سوپر انټېلجېنس» ږدي؛ بل یې د دې ځواک د غلطو لاسونو ته له وېرې د یو میلیارد انسانانو د مرګ احتمال یادوي؛ نو دا هغه څه دي، چې معاصر انسان یې له یو شمېر پوښتنو او لاسته راوړنو سره سره د نامعلومه پایلو مخې ته هم په دوه لاري کې ورخطا ودرولی دی.
په دې اندېښنو او لاسته راوړنو نور دومره غږېدل مهم نه دي؛ اصل خبره دا ده، چې دا د روان عصر له هغو مهمو او حیاتي ضرورتونو څخه وګڼل شي، چې په اړه یې زموږ خپله اندېښنه باید دا وي، چې که موږ ترې بې برخې شوو، یا یې په کارولو او زده کولو کې پاتې راغلو؛ نو انجام به مو څه وي؟
دا پوښتنه هم مهمه نه ده، چې ګنې «سوپر انټېلجېنس» به ښه وي او که بد؛ بلکې دا مهمه ده، چې دا ځواک یا طاقت ورځ تر بلې زموږ د ژوند برخه ګرځي او خلاصون مو ترې ممکن نه دی. که یې له خطرونو وېرېږو؛ باید د مثبت کارولو لارې یې هم زده کړو او یا د کارولو ګټوره یا همدا مثبته وړتیا یې پیدا کړو؛ ځکه سبا به ښایي دا پوښتنه دومره مهمه نه وي، چې ګنې مصنوعي ځېرکتیا شته یا نشته؛ اصلي پوښتنه به دا وي، چې څوک پرې پوهېږي؟ او څوک یې کارولای شي؟ یا څوک ترې بې برخې پاتې دي. دا به نهایتاً د سیالۍ او څنګلزنۍ د اوج نقطه وي او په کې به بریالي همغه اولسونه او مملکتونه وي، چې د دې «سوپر انټېلجېنس» په مثبته او منفي کارولو پوهېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...