Home+د غور اصلي اوسېدونکي، ترکان، پښتانه که تاجکان؟

د غور اصلي اوسېدونکي، ترکان، پښتانه که تاجکان؟

۴ برخه

استاد شهسوار سنګروال

پښتون، افغان او پښتو ژبه، د تاریخ په اوږدو کې:

۱ ـ جورج ګریرسن د «پښتون» کلمه د لرغونو اریایانو، پخواني کتاب د ریګویدا د «پکتاس» له کلمې سره پرتله کوي او انګېري چې دا دواړه کلمې سره یو شی دي. (وګورئ: ګریرسن، جورج، د هند د ژبو سروې، ټوک ۱۰، مخ ۵)

۲ ـ علي اکبر جعفري د ژبپوه مورګن سترن له انده کښلي دي، «چې په ویدي سرودونو کې د «پرشو» کلمه، په اوستا او سنسکریت کې، پرسوانه (پرسو) یا پرشوانه (پرشو)، پرشانه، د اوسني پښتون له نوم سره تړاو لري او جورج ګریرسن د دې خبرې پخلی هم کړی دی، چې مورګن سترن هغه خبره چې د یوه هندي منجم «وراهه میهیرا» اوګانه اوسنی افغان دی.»

جورج ګریرسن د ریګویدا پکتاس (پختاس) یا پکتوس اوسنی پښتون ګڼي، ولې مورګن سترن د دې خبرې مخالف دی.

۳ ـ هېروت بیا پکتیوس (پکتیس، پختین، پکتین او پشتین) یادوي، چې بطلیموس (تاریخي جغرافیه…، ۱۴۱ مخ)، مستر بیلو او ګریرسن دغه نومونه له اوسني «پښتون» سره یو شی ګڼي.

(وګورئ: د هندي ژبو څېړنې، ۵ مخ)

مورګن سترن د هېرودوت د ګنداري، اپریتي، ستاګېدي، دادیکي په لړ کې، اپریتي اوسني اپریدي بولي.

(اسلامي دایرة المعارف، لومړی ټوک، ۲۱۷ مخ).

۴ ـ مورګن سترن د ژبپوهنې پر بنسټ، تر ډېره بریده د پښتو په ساکي توب ټینګار کوي او ساکان د افغانستان د لرغوني تاریخ یوه برخه ده. ان دا چې پروفیسر «رچارد فرای» د سیستان (سکستان) نامتو اتل رستم په خټه ساکا ګڼي. (رچارډ فرای، د منځنۍ اسیا میراث، له لرغوني زمانې نه د ترکانو تر خپرېدا …، ۱۹۱ مخ)

که څه هم یو شمېر ایراني تاریخپوهان له دې خبرې سره اوږه نه وړي او په دې ټینګار کوي، چې د رستم مور «روتابک = رودابه» له پارس، یعنې اوسني ایران، سیستان ته لېږدېدلې ده!؟

د یوه بل روایت له مخې «رودابه» د کابلشاهانو د نامتو پاچا «مهراب شاه» لور ګڼل کېږي. او لومړی ابو قاسم فردوسي په شهنامه کې د رستم اتلولي ستایلې ده، چې وروسته دغه اتلولي په پهلوي کې هم کښل شوې ده.

په دغه اسطوري تاریخ کې ګڼ شمېر داستاني او افسانوي روایتونه او بیا د ساسانیانو د ټولواکمنۍ تاریخي پېښې نظم شوې دي.

عبدالعظیم رضایي هم د «امني» [په اصلي متن کې همداسې راغلي] چې نامتو اتلان له سیستانه پاڅېدلي دي او ډېر نامتو اتلان د «پیشدانیانو» له سلطنتي کورنۍ، چې نژاد یې جمشید ته رسېږي، تړاو لري. هغه جمشېد (یما) چې له ضحاک نه وتښتېد او د زابلستان پاچا کورنګ له لور سره یې واده وکړ او په زوی یې د «تور» نوم کېښود، چې له هغه څخه په ترتیب یو د بل پسې، یعنې له تور نه شیدسپ، له هغه تورک، له تورک نه شم او له ده اثرط (اسرت) او له ده څخه ګرشاسپ، له ده نه نریمان او له نریمان نه سام سوار، له ده څخه زال او له زال نه رستم وزېږېد.»

دا چې په اوستا کې د رستم او د ده د پلار یادونه نه ده شوې او شهنامه کې چې راغلي دي چې تورانیان، یعنې افراسیاب، له رستم سره جنګېدلی، د باور وړ نه دي.

(رضایي، تاریخ ده هزار ساله ایران، ۴۰ مخ)

۵ ـ د مستر برون له قوله، چې د ایران په جغرافیه کې ورته اشاره شوې ده، راغلي دي، چې د فیروزکوه (غور) د غره اوسېدونکي، ټول پښتانه «شنبینان، ماهویان» دي … بارتولد دغې سیمې ته، غرج، غرش، غرچ نومونه ورکړي دي، ده په دې هم ټینګار کړی دی چې یادې کلمې اریایي بڼه لري.

۶ ـ د سرلیک په دویمه ګڼه کې مو ولیدل، چې مورګن سترن، د هیرودوت له پکتویس سره مخالف دی، ولې نورو ګڼو تاریخپوهانو، لرغون‌پېژندونکو او ژبپوهانو د هېرودوت د څرګندونو پخلی کړی دی.

مورګن سترن د یوه ستر ژبپوه په توګه، خپله د یو ژبنیز منطق څښتن دی، تر ډېره له لرغونو تاریخي توکو سره بلدیت نه لري. د ساري په توګه د سر اولف کارو په څېر وایي د ابدالیانو د نسب شجره ناڅرګنده او تته بریښي او د غلجیانو د روایتونو په اړه په عامیانه وجوهاتو کې د نوم په امکان خبرې کوي.

که د دواړو ټبرونو روایتونه د تأمل وړ وګڼو، بیا نو څېړنیز مېتود هم تر پوښتنې لاندې راځي او دا ډول روایتونه سړی بې‌لارې کوي.

مورګن سترن او د ده په څېر د ګوتو له شمېر نه کمو لیکوالو او ژبپوهانو دا ډول څرګندونې کړي دي، چې د ابدالیانو نسب او ټبر مجهول دی او د غلجیانو له نامه سره هم اندېښنه لري.

«د مورګن سترن د لیکنو لاسوند اسلامي دایرة المعارف دی. ده په لومړي ټوک، په ۲۱۷ مخ کې دا خبره کړې ده، چې غزنوي سلطان محمود په پښتنو یرغل وکړ او هغو ته یې سزا ورکړه او دا خبره بیهقي په ډاګه کړې ده.»

ولې حقیقت دا دی، چې بیهقي کله هم په پښتنو باندې د غزنوي سلطان محمود د برید خبره نه ده کړې.

ولې د غزنویانو د پېر یوه بل تاریخپوه عبدالجبار عتبي د سلطان محمود د یرغل پخلی کړی دی، چې په پښتنو یې برید وکړ، خو د بیهقي په تړاو لاسوند سم نه دی.

د مورګن سترن دا خبره دې ته پاتې کېږي، لکه سر اولف کارو چې د «پټانز» په نوم کتاب کې، په ۱۵۵-۱۵۶ مخونو کې کاږلي دي چې بابر کندهار ونیو، خو د ابدالیانو نوم یې ولې نه دی اخیستی؟

په بابرنامه کې د ګڼو پښتنو نوم اخیستل شوی، ولې د ډېرو نه دی اخیستل شوی، خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې د کومو ټبرونو یادونه شوې وي، هغه پښتانه دي او د کومو چې نوم نه دی اخیستل شوی، هغه پښتانه مجهول دي.!؟

حال دا چې د بابر د زوی جلال‌الدین اکبر د واک په مهال، له بابرنامې نه څو لسیزې وروسته، په «آیین اکبري» کې دوه ځلي د ابدالیانو یادونه شوې ده.»

د مارګن سترن یوه بله لویه تېروتنه دا هم ده چې ده ویلي دي:

«دا څرګنده نه ده، چې افغانان د سلیمان له غره نه، لویدیځ لور ته څومره وړاندې استوګن شوي وو؟ دی دا هم وایي له غزني نه لویدیځ پلوته هم ښکاره نه ده، چې د پښتون شتون په ګوته کړي؟»

لومړۍ خبره خو دا ده، پښتانه چې د سلیمان د غره په شاوخوا کې استوګن وو، د هغې سیمې اوږدوالی شپږ سوه (۶۰۰) کیلومترو ته رسېده، چې دا یو ډېر لوی واټن دی، چې لویدیځ، ختیځ، شمال او جنوب ډېرې سیمې پخپلو لمنو کې رانغاړي.

څومره چې د غزني د لویدیځ خبره ده، له غزني پرته په ډېرو لرغونو زمانو کې د پښتنو یو لرغونی ټاټوبی غور وو، چې له زېږدیزو پېړیو دمخه پښتانه په غور کې ودان وو او له دې سربېره له هرات نه تر اباسینه پورې سیمو کې پښتانه استوګن وو.

تاریخپوه غبار پخپل یوه تاریخي اثر کې لیکلي دي: «د غور سلطنتي کورنۍ سوري پښتانه وو، چې له اسلام نه دمخه د دې سیمې سیمه‌ییزه پاچایان وو.»

جوزجاني د خپل ګټور اثر «تعلیقاتو» په لومړي ټوک، په ۳۱۹-۳۲۰ مخونو کې کښلي دي: «غوریان د خپل نامتو نیکه شنسب (شنسبیانیه) په نامه شهرت درلود او د حضرت علي (رض) د خلافت په مهال مسلمان شو او د غور واکمنۍ ته ورسېد.»

منهاج السراج په طبقات ناصري کې د غور د غرونو ستاینه کوي او ډېر څېړونکي په دې ټینګار کوي، چې د غور سیمه‌ییزو واکمنو تر ډېره بریده سیمه‌ییزه واکمني درلوده او د دې ستر لامل د غور جغرافیوي جوړښت وو او غرنیزه پېچلتیا …

په روایتي توګه هم ویل شوي دي، چې سوري غوریانو له اسلام نه مخکې په غور پاچاهي کړې ده او پاچایي د «غرشاه» په نامه یادوو. دوی سهاک ګڼل کېدل، چې عربو «ضحاک» بلل.

د سهاک په څېر د پښتنو نورې څانګې په لرغونو تاریخي متونو کې هم د نوم په لږ توپیر یادې شوې دي. د ساري په توګه:

«د اسپاسي (aspasii)، ګوراې (gurai) او اساسیني (assaceni) قبیلې، چې د سکندر له خوا د کونړ او سوات تر منځ سیمه کې فتح شوې وې.

سترابو اسپاسي، هیپاسي (hippasii) بولي او په اوستا کې «اس» ته «اسپه» (aspa) وایي. سترابو دغه نوم په هیپاسي ژباړلی دی. اوسني یوسفزي هم ځانونه «ایسپزي یا اسپزي (asapzai=isapzai)» بولي … د سکندر اسپاسي (اسپه‌زي=یوسپزی=یوسفزي، لیکوال) په باجوړ او کونړ کې اوسېدل او (ننني یوسفزي) دي …»

د سانسکرت «اسواکا»، چې په پراکریت کې «اساکا» (assaka) او په یوناني لیکدود کې «راسا» لیکل شوی دی، په ټوله کې یو نوم دی.

په ځینو لرغونو متونو کې د «راسا» کلمه د کونړ سیند ته هم کارول شوې ده او په ځینو متونو کې «ورکه» کښل شوې ده.

دا چې «راسا» راغلی دی، ښایي دغه نوم هماغه یوناني لیکدود وي چې د «راسا» وګړي د کونړ د سیند په غاړه ودان وو او ښایي د دوی نوم د کونړ له رود سره تړاو موندلی وي.

دا چې د کونړ د قومونو او لرغونو ټبرونو په تړاو څرګندونې شوې دي، یو لامل یې کونړ ته د سکندر تګ دی، چې د کونړ وګړي یې د «راسا» په نامه یاد کړي دي.

که چېرې سکندر او د ده په څېر نور یرغلګر غور ته تللی وای، نو تاریخ به د غور او غورستان ډېر تیاره ګوټونه روښانه کړي وای، ولې کومې څرګندونې چې د یو شمېر څېړونکو له خوا شوې دي، چې موږ ابن حوقل، ابن خلدون، یاقوت الحموي، حدود العالم، اصطخري (مسالک و ممالک)، حمدالله مستوفي، قزویني، بارتولد (تاریخي جغرافیه)، تاریخ سیستان، هولدچ (د هند دروازه)، معروف (غوریها و سوریها)، جوزجاني (طبقات ناصري)، طبري (تاریخ الرسل و الملوک)، ابن اثیر، زیدان (تاریخ تمدن اسلام)، ګردیزي (تاریخ ګردیزي)، خوافي، میرخواند، بیهقي، فضل‌الله همداني، سایکس (تاریخ ایران)، نظامي عروضي سمرقندي (څلور مقاله) او په لسګونو نور د بېلګې په توګه یادولی شو، تر یوه بریده د پام وړ دي.

د افغانستان د نورو سیمو په پرتله بیا هم د لرغوني غور په اړه څېړنیزې هڅې نه دي شوې، حال دا چې «غور» لکه د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په څېر لرغونی ارزښت درلود.

یو انګرېز پوځي «توماس هولدچ» (Colonel Sir Thomas Holdich) وایي، د غور نوم په اورېدو د انسان سترګو ته یوه داسې لویه او پراخه ځمکه درېږي، چې له هند نه راواخله تر ایرانه او له امو نه تر هرمز پورې غځېدلې وه.

ګڼ شمېر لیکوال په دې خبرې ټینګار کوي، چې د غور او د غزني هېواد اوسېدونکي واکمن، د شنسب ټبر غړي وو. «ارتولد» د یوه نامتو تاریخپوه په توګه، د خپلو لرغونو څېړنو په ترڅ کې په ګوته کړې ده، چې د ۱۷مې پېړۍ په شاوخوا کې، هغه مهال چې صفویانو ماته وخوړه، په «غرجستان» کې دوه ټبرونه واک ته رسېدلي وو، یو یې غوریان او بل یې غلزیان (غرځی)، یعنې هوتکیان وو.

د هوتکیانو واکمني دومره پراخه شوه، لکه څرنګه چې غوریان په «۱۲مې» زېږدیزې پېړۍ کې وو.

ولې له ۱۷مې پېړۍ زر کاله (۱۰ پېړۍ) شاوخوا دمخه د «جوزجاني» د روایت له مخې امیر فولاد سوري، د غور د ملک شنسب زوی، د «خرنک» لمسی، د امویانو پر وړاندې د ابو مسلم په پاڅون کې، د هغه له پیاوړو ملګرو څخه و.

د «همو» د څرګندونو پر بنسټ امیر فولاد هغه څوک وو، چې د غور د واکمنۍ په وسیله یې د غور د خلکو په منځ کې د خپل پلار نوم ژوندی ساتلی وو.

لکه څرنګه چې امیر فولاد په (غور) کې د خپل پلار ملک شنسب د واکمنۍ دب‌دبه خوندي کړه، دارنګه د امیر فولاد زوی امیر کروړ، چې د پښتو ژبې نامتو شاعر و، ده هم د خپل پلار نوم په غور کې وساته.

د سوري تاریخ (محمد ابن علي البستي) د روایت پر بنسټ، چې د امیر فولاد سوري زوی (امیر کروړ) په ۱۳۹ هـ کال غور، یعنې په ټوله کې بالشتان، ونیو.

دغه روایت نامتو تاریخپوه شیخ کټه په «لرغوني پښتانه» کې، له «سوري تاریخ» راخیستی دی. شیخ کټه «سوري تاریخ» په بالشتان کې لیدلی وو.

د سیستان په تاریخ کې له بست او زمینداور سره یو ځای د والشتان (والشتان=بالشتان) یادونه هم شوې ده.

ابوالحسن علي بن زید بیهقي، چې په «ابن فندق» نامتو وو، ده هم د غور والشتان د بست یوه ناحیه ګڼلې ده، چې دا ټولې سیمې په ټوله کې د غور د جغرافیې برخه ګڼل کېده.

د غور نامتو تاریخپوه «جوزجاني»، یعنې منهاج السراج، هم والشتان او شاوخوا نورې سیمې د «غور» برخه ګڼي، چې په علیا او سفلی (پاس او لاندې غور) وېشل کېده.

«د امیر سوري د واک او ځواک په مهال د دې سیمې وګړي مسلمان نه وو.»

د امیر سوري واکمنې کورنۍ تر څنګ، چې ښایي د دوی سکني تربوران وي او په تاریخ کې دوی هم د غور واکمن ګڼل شوي دي، «بنجي بن نهاران» نومېږي. (دا چې موږ د «ابن» کلمه کاروو، دا ځکه چې د عربي تاریخپوهانو لاسوندونه استعمال شوي دي. لیکوال)

د دغه ټبر په تړاو، چې کومې څېړنې شوې دي، د دغو څېړونکو په لیکنو کې یو هم «جوزجاني» دی. ده په دې اړه داسې لیکلي دي:

«بنجي بن نهاران بن درمېس بن وزن بن هین بن بهرام، بن جحش بن حسن بن ابراهیم بن معدل، بن باسد بن سداد بن ضحاک.»

که څه هم داسې انګېرنې شتون لري، چې دی د امیر فولاد وراره وو، خو کله چې د ده شجره مو ولیدله، یوازې د دوی ستر نیکه شریک دی، بله داسې نښه مو ونه موندله، چې دوی دې د یوه پلار اولاده وي.!؟

دلته یوه خبره د پام وړ ده، هغه دا چې امیر فولاد د امویانو د مهال سړی وو او بنجي نهاران د عباسیانو په مهال د غور واکمن شو او دی هم لکه د شنسب په څېر (هغه حضرت علي ته ورغلی وو) دی د بغداد خلیفه هارون‌الرشید ته ورغی او د غور حکومت یې وروسپاره.

لکه څرنګه چې د شنسب او یا د امیر فولاد په اړه لاسوندونه شتون لري او ډېرو څېړونکو په غور کې د سوریانو د واک او ځواک په اړه څرګندونې کړې دي، دومره د «بنجي بن نهاران» په تړاو څېړنې په واک کې نشته.

د ډاکټر اصغر فروغي ابري په دې اند دي، چې: «د بنجي نهاران په اړه، چې څومره یې په غور حکومت وکړ، همدارنګه د لېږدي دویمې نیمایي پېړۍ په شاوخوا کې د غور واکمن وو او ان د سوري بن محمد، یعنې د درېیمې لېږدي پېړۍ تر لومړۍ نیمایي پورې، د غور د حکمرانانو په اړه بشپړ معلومات په واک کې نشته او د جوزجاني په قول کولی شو، چې ووایو، ښایي د ده یوه اویا دوه زامنو په دغه مهال په غور حکومت کړی وي او تر ډېره بریده به د بغداد د خلیفه‌ګانو تر امر لاندې وو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...