چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرد بریال نایاب څو شعرونه

د بریال نایاب څو شعرونه

ماته ماښام د وېرې وږم راوړی
ګرانه دا څه کیسه شوه
اوس له تا ویره کوم
ته هم هغه یې که بدل شوې ګرانه
راځه له ماسره د مینې مظهر
ته مې هم ورور یې
زه دې هم ورور یمه
نوبیا ماشه پریږده
راځه چې غاړه ورکړو
نور د بل چا مه منه
د خپل ضمیر او وجدان جاج دې واخله
راځه چې جوړه وکړو
غاړه غټۍ شو سره
نایاب
اپریل/۱۵/۲۰۱۴

غزل

نور څه ندي څوغزلې مې راوړي

ستا محل ته څو سندری مې راوړي

د شاهانو عادتونه مې زده ندي

بس په سپین کاغذ خبرې مې راوړي

بل څوک نلری توان د اوریدلو

خپل مین ته ملغلرې مې راوړي

راشه او ګوره ګودر دانه وانه ده

مات منګی لره کودړي مې راوړي

ساده چم وو یارانه پکې پښتنه وه

پاس له غره تورې ګور ګورې مې راوړی

راشه مینه درته وښایم په زړه کې

له ساده ساده محل نه څومره ښکلې مې راوړي

تاه مینه تر محله پورې راوړم

ده ظهیر ظهیر ماښام عشقی خبری مې راوړي

ماښامونه راته اور شو ستا له لاسه

ده دې تورو ماښامونو څو منترې مې راوړي

نایاب ټول ماښام داستا په غم کې تیر کړم

ستا شبګیر لره ملګرې مې راوړی

نایاب

اجازه راکړه
د حالاتو د تسخیر اجازه راکړه
د خپل مات زړه د کوشیر اجازه راکړه
د ګودر دغاړې ونه به ځان جوړ کړم
ستا د مخ نه د تصویر اجازه راکړه
په تیاره ماښام به ستا ترکوڅې درشم
د زړه ور درخلاصومه که  تقدیر اجازه راکړه
دامنم چې دماښام سره تیارې وي
ستا په غم کې شوم راګیر اجازه راکړه
د آئینې په څیر دې سترګوته نظر کړم
ستا د مینې په مالت کې د بهیر اجازه راکړه
روغه شپه مې ستا غمو سره تیریږي
ګرانه نن خو د شوګیر اجازه راکړه
اوس پې یل د ملغلرو مې زده کړي
د خپل مات زړګی د ویر اجازه راکړه
نایاب

دومره غټ زړه !
ګرانې تاته خدای درکړئ
ما وړوکی پکې ځای کړه
دومره غټ لکه شمشاد غر
دومره پراخ لکه بکوا ډاګ
بس زما مینې ته تنګ شي
پرې راپورې دروازې شي
د ورتلو لارې یې پرې شي
دلته بل شان جواز غواړي
پریښودلو ته دننه
ته واڅنګه به اوس درشي
چې ستا لارې ورته بند شي
ګرانه تاویل چې غټ زما زړګی ده
ستا لپاره مې ساتلی ځای ځایګی ده
اوس په تمه د لیدلو درنارې کړم
ګډې هر خوا د خپل مینې اوازې کړم
ستا ځواب نه رارسیږی
د امید شمعې مې مړي شي نه بلیګی
ژوند مې هیله د لیدلو شي جانانه
پټه خوله چې انتظار سره تیریږی
ستا دا غټ زړګی به څه کړمه جانانه
چې د مینې پکې کور نه معلومیږي
راشه دا راسره ومنه جانانه
چې په لویو زړونو هیڅوک نه ښادیږي
نایاب
اکتوبر-۲۲-۲۰۱۳

زما ژوندون یوه کیسه ده ګرانه څنګه یې وکړم
له درده ډکه افسانه ده ګرانه څنکه یې وکړم
ته مې د درد د اوریدلو توان هم نلرې
ژوندون بې سازه ترانه ده ګرانه څنګه یې وکړم
په ټول ژوندون کې راته یو د جانان غم پاتې ده
ډک له غمونو خزانه ده ګرانه څنکه یې وکړم
دلته د غږ د اوریدلو ګرانه هیڅوک نشته
دلته نړۍ کڼه ړنده ده ګرانه څنګه یې وکړم
دلته په درد دچا څوک نه پوهیږی
ژوند بې احساسه میخانه ده ګرانه څنګه یې وکړم
چې یو رباب وی یو منګی او د ګودر غاړه وئ
چې نن مې کړې داکیسه وای ګرانه څنګه یې وکړم
تاهم د درد د اوریدلو نه انکار وکړلو
بنده د ژوند تیاره کوڅه ده ګرانه څنګه یې وکړم
نایاب
اکتوبر-۲۴-۲۰۱۳

هغه شپه څومره خوږه وه
د مودو ستړې دمه وه
په وړه کړکۍ د ننه
د سپوږمۍ رڼا خوره وه
دلته مینه موسیدله
هلته هیله ډوبیدله
ژوند ښیښه زموږ د خونې
په یوه درز ماتیدله
په وړه زلزله ورانه
زموږ خونه نړیدله
موږ یې هڅه د ژوند وکړه
ژوندۍ مینه مو ساتله
د مین زړګی لپاره
موږه شپه رڼه کوله
ستا په هر نظر کې یاره
دنیا ټوله ځایدله
ستا وړه وړه خندا کې
د غم کډه باریدله
توره شپه د سپیو غږ وو
په رمه د میږو ځوګ وو
جونګۍ پیل غړ بړې وې
د کیږدۍ مراندې ورستې وې
ورشه هله ورته وایه
مسته مینه زما ستایه
په منګي ستار کې وایه
زما مینه پښتنه ده
زما ژوند هم یوه شپه ده
ډک دمینې افسانه ده

————

د اندړو په ویر کې
زما په وینو کې لت پته وروره
اې د اندړو باعزته وروره
ستا د وجود وینه دې
په هر یو څاڅکي کې طوفان جوړ کړي
د ظالم کور دې په زور ونړوي
د هر مظلوم چیغه دې
تر بر آسمان ورسوي
زه د شهید له نومه ستړی شومه
زه د یتیم له چیغې غلی شومه
زه مې د کونډې خور ټیکری سمه وم
د خپل یتیم بچی زړګی پالمه
خدایه ! ترکومه دا حالت روان دئ
زموږ په کور دا مصیبت روان دئ
دلته د کونډو کترونه جوړ دي
د یتیمانو لښکرونه جوړ دي
ظالمه بس کړه نور جنت مه ګټه
زما په وژنه ته راحت مه ګټه
ته که هرڅوک یې خودا ظلم کوې
نور دې زغملی نشم
نایاب
اکتوبر- ۲۹-۲۰۱۳

1 COMMENT

  1. ډیر ښکلی او زړه پوری نایاب صاحب
    واقعت کی ستا په شعرونو کی ډیر څه پراته دی الله دی ژوندی او ګړندی لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب