شنبه, مې 4, 2024
Homeفلسفهد نړۍ لومړی فیلسوف/ ژباړن: نظرمحمد افغان

د نړۍ لومړی فیلسوف/ ژباړن: نظرمحمد افغان

د سره اوړي ورځ وه. د دوو جنګياليو پاچاهانو پوځونه تيارسۍ ولاړ وو. دا ورځ سلګونه مړي شوي وو. دې دواړو پوځونو له تېرو پنځلسو کلو راهيسې د وينو لښتي بهولي وو. کله به جګړه ودرېده او کله به زهرجنو تورو ګلالي ځوانان د مرګ په خوب ويده کړل. په تېره بيا له تېرو پنځو کلو راهيسې خو د جګړې او مرګ رب النوع د دوی د عبادت محور ګرځېدلی و. ناڅاپه آسمان خپل رنګ واړاوه.يوه بلا وه، چې د لمر رب النوع يې تر ستوني تېراوه. رڼا ورځ ورو، ورو تياره شوه. بلا په لږو شېبو کې د لمر رب النوع له ستوني تېره کړه. خلکو په رڼا ورځ ستوري وليدل او په ټکنده غرمه کې داسې وبرېښېده،  لکه نيمه شپه چې وي. جنګياليو لوريو چې خپل د لمر د رب النوع دا حال وليد، نو تورې، نېزې او زغرې يې پر ځمکه وغورځولې. سر په سجده شول او دعاګانې يې پيل کړې. د لمر رب النوع ورو، ورو له بلا څخه خلاص شو او بيا ځل يې په خپلو زرينو وړانګو نړۍ روښانه کړه. خو دا ځل د دواړو لښکرو ارادې بدلې شوې. له جګړې څخه يې توبه وويسته. د دوی  په وينا چې رب النوع د دوی د وينو تويونو له امله له دوی څخه خواشينی شوی و، له همدې امله لمر دا سزا وليده. جګړه بايد نوره ودرول شي او د سولې ژوند پيل شي. کله چې پليو (پياده و) جګړې ته زړه نه ښه کاوه، نو پاچا او وزير به څه کولی! دواړو پاچاهانو په خپلو کې د سولې تړون وکړ او خلکو د خوښۍ او هوسايۍ ژوند پيل کړ.

دا کومه خيالي يا افسانوي کيسه نه، بلکې د لرغوني تاريخ يوه داسې ځانګړې پېښه ده، چې دقيقه نېټه يې څرګنده ده. دا د عيسوی کالهېندارې (جنتري) له مخې د ۵۸۵ قبل الميلاد د می د مياشتې ۲۸مه نېټه وه، چې لمر تياره شو او ياد پوځونه د پخوانيو واکمنيو (لېديا) او (مېديا) وو. په اوسني وخت کې دا دواړه سيمې په ترتيب سره د ترکيې او ايران برخې دي، چې له ډېر پخوا راهيسې يو بل ته ګوته په ماشه وو. ښايي دا به په خپل ذات کې د فطرت لومړۍ ننداره وه، چې د هغو خلکو په وينو لړلې نړۍ يې په سولې واړوله؛ خو دا پېښه له يو بل اړخه هم ډېره د پام وړ ده.

هغه مهال چې جګړه د لمر نيونې له امله ودرېده، همغه مهال د جنګ په ډګر پورې تړلې، د ښار په يوه برخه کې خلکو يو سړی راايسار کړی و. خلک په دې حيران وو، چې نوموړی خو رب النوع هم نه دی؛ نو دی د لمر له تورېدو څخه څه خبر و او څنګه يې د دې پېښې وړاندوينه کړې وه!!!؟ د ناسا (د امريکا خلايي ادارې) ساينسپوهانو نه يوازې دا چې د دغې پېښې تصديق يې کړی دی، بلکې دا يې هم منلې ده، چې د کوچنۍ آسيا په هغو سيمو کې- چې په کې جګړه روانه وه- دا يوه بشپړه لمر نيونه يا کسوف و. دا وړاندوينې والا، تي ليز و، چې د ټولو په اتفاق د نړۍ لومړی فلسفي ګڼل کيږي.

د ستورپېژندنې علم يا علم نجوم چې وروسته يې پرمختګ وکړ او د فلکياتو د علم يا (Astronomy)  په نوم مشهور شو، د نړۍ له لرغونو پوهنو څخه دی. د بابل او مصر وګړي له نن څخه زرګونه کلونه وړاندې د دې علم عالمان وو. ښايي پيل خو به يې لا له هاغه وخته شوی و، چې انسانانو به د شپې په تيارو کې د تګ لپاره د ستورو په مرسته خپله لار معلوموله او د سلګونو او زرګونو کلونو ليدنې (مشاهدې) دا وروښووله، چې په آسمان کې ځينې داسې ستوري هم شته، چې تل پر يوې خوا ښکاري او د هغوی په مرسته په آسانه نورې لارې ټاکل کيږي. دا علم هغه مهال پرمختللی شو، چې د عبادتځايونو د امامانو په لاس کېوت. د هغه وخت خلکو د طبيعت د نورو ډېرو نندارو تر څنګ لمر، سپوږمۍ او ستورو ته عبادت کاوه. دا چې د معبد مشران د ارباب الانواعو نايبان وو او د هغوی خبره د خدايانو خبره ګڼل کېده. امامان پر همدې اساس مجبور وو، چې ځانونه د خپلو ارباب الانواعو له حالاتو څخه خبر وساتي. دغو مذهبي مشرانو تر سلګونو کالو د  شپې په تروږميو او د خورا لوړو، لوړو معبدونو په پورتنيو برخو کې مشاهدې وکړې. دوی نه يوازې دا چې د ستورو د حرکت او د کال په مختلفو موسمونو کې يې په آسمان کې د نوموړو موقعيت په نښه کړ، بلکې په دې هم وتوانېدل، چې د ستورو د موقعيت په اړه وړاندوينې وکړي او د همدې له مخې يې د سپوږمې نيونې او لمر نيونې (خسوف او کسوف) پېشګويي کوله. دا يو خورا ساينسي (Scientific) علم و، چې پر مشاهدو استوار و، مګر دغو مذهبي لارښوونکو پرې د طلسم او رازونو پرېړې پردې غوړولې وې. دوی به د کسوف او خسوف د وړاندوينو پر مټ، نه يوازې دا چې خلک به يې تر خپلې اغېزې لاندې راوستل، بلکې هغوی ته يې دا هم ويل، چې خدای له دوی څخه ناراض شوی دی، چې په دې کار به هغوی قربانۍ او دعاګانو ته اړ شول.

تي ليز د کوچني آسيا د روم د ټاپووزمې پر غاړه د يوې نوې يونانۍ آبادۍد  آيونيا په مايلېټس  ښار کې اوسېده. د نوموړي د نسل  په اړه د تاريخ ليکوال تر ننه سره يوه خوله نه دي. ډېر مورخين په دې اند دي، چې هغه يوناني الاصل و، خو لرغونی او نوموتی تاريخ ليکونکی هيرودتس بيا وايي، چې هغه فونيشي الاصل يعنې آسيايي و. تي لېز پر ۶۲۴م.ز په مايلېټس کې وزېږېد او پر ۵۴۶ م.ز هملته ومړ. د نوموړي پېر (دور) د تاريخ يو خورا ارزښتمن پېر دی. دا هغه مهال و، چې د علم مرکز ورو، ورو له آسيا څخه لويديځ لور ته په کډه و. د مصر لرغونی او ستر تمدن وروستۍ سلګې وهلې او د ميسوپوتيما تهذيب، د ايراني فاتحينو په لاس  په ړنګېدلو روان و.‎ مطلب د دوی هم د ځنکندن شېبې وې. مصر او بابل د ايونيا له ښاري رياستونو سره دوستانه او سوداګريزې اړيکې لرلې. د همدغو ښو اړيکو له امله تي ليز  خپلې د ځوانۍ په شپو او ورځو کې دغو سيمو ته د سفر چانس وموند. بابل ته د سفر پر مهال يې هلته علم نجوم زده کړی و. د مصر سفر يې تر دې هم د يادولو وړ و. د مصر فرهنګ زرګونه کاله لرغونتوب لري. هغه وخت چې تي ليز د مصر اهرامونه ليدل، د هغوی له رغېدو څخه دوه زره کاله اوښتي وو. په مصر کې يې د هندسې او رياضي زده کړې وکړې. د همدې ځای يوه کيسه يې ډېره مشهوره ده. په مصر کې د استوګنې پر مهال د ده د علم ښه شهرت و. د مصر خلکو ترې وپوښتل: ((ته ووايه، چې زموږ د اهرامونو لوړوالی څومره دی؟)) دا خبره دوی لپاره يوه کيسۍ (چيستان) وه. تي ليز ورته وويل، چې دا خو غټه خبره نه ده. ده وويل، چې په دښتې کې دې يو نېغ لرګی ښخ کړي. کله چې د لرګي سېوری د لرګي د قد برابر شي، دغه مهال دې د اهرام سېوری کچ (اندازه) کړي. دغه سېوری به هرو مرو د هغه له لوړوالي سره برابر وي. دا خبره ډېره ساده او برسېره نه ښکاري، خو تيليز په دې خبرې مصري وګړي هک حيران کړل. هملته په مصر کې د استوګنې پر مهال يې د نيل سيند د طغيان او مستۍ (چې تر ننه د پام وړ موضوع ده) په اړه علمي څېړنې وکړې.

د تېليز کومه ليکنه نه ده راپاتې او د ځينو مورخينو په باور، نوموړي کوم کتاب هم نه دی ليکلی. په هر حال په دې اړه تاريخ ليکونکي يوه خوله نه دي. ارسطو په خپلو بېلابېلو کتابونو کې د تېليز فلسفه غځولې ده. ارسطو نه يوازې د هغه پر فلسفې بحث کړی، بلکې د هغه د ژوند احوال يې هم رااخيستي دي.ارسطو په خپل اثر (سياسيات) کې د علم نجوم په برخه کې د نوموړي د وړتيا او مهارت کيسه رااخستې ده. وايي چې خلکو به ده ته د بېوزلۍ او غريبۍ پېغورونه ورکول، چې ځان دومره لوی پوه او عالم ښيې، خو په کور کې دې د موږک لکۍ نه سپېره کيږي. ده ورته وويل: ((ښه! چې داسې ده، نو ګورئ!)) د خپلې وړتيا پر مټ يې په علم نجوم کې معلومه کړه، چې سږ اوړی به موسم د زيتونو د کښت لپاره ډېر سازګار وي. پس د مايلېټس او شاوخوا سيمو د زيتونو د تېلو له کارخانو سره يې قراردادونه وکړل. اوس مهال لا ژمی و. کارخانې بندې وې او تر دې دمه يې چا په اړه سوچ هم نه و کړی. تيليز په وړ نرخونو کارخانې خپلې کړې. په اوړي کې چې د زيتونو موسم راورسېد، نو ګټه يې رښتيا هم چې ډېره وه. اوس هر چا هڅه کوله، چې کارخانه ومومي. تيليز د خپلې خوښې په نرخونو کارخانې مخ ته يوړې او ښه پرېمانه ګټه يې ترې  لاسته راوړه. بيا يې خلکو ته وويل: (( ګورئ! که فلسفيان او پوهان وغواړي، چې دنيا او دولت وګټي، نو ډېر ګټلی شي؛ خو د هغوی موخې ستاسو په څېر  نه وي.)) دا خو د ارسطو بيان شوې کيسه وه، مګر په شاتو کې د زهر ګډوونکي دې فلسفي دا وښوده، چې په دې ټوله کيسه کې نه خو علم نجوم ته اړتيا شته او نه د زيتونو خورا ښه فصل ته، بلکې دا د سوداګريزې اجاره دارۍ يوه ساده لاره وه. د تيليز يوه بله کيسه هم ډېره مشهوره ده. يو ځل هغه ماښام مهال چېرې روان و. په تلو، تلو کې يې ستورو ته هم کتل، چې ناڅاپه په يوه کوهي وربرابر شو. هلته ولاړو نجونو ورپورې ښه وخندل، چې له آسمانونو خبر يې، خو پښو ته دې نه ګورې!!!

تيليز د ټولو په اتفاق په ګرده نړۍ کې لومړنی فلسفي او ساينسپوه ګڼل کيږي. د دې ترڅنګ د فزيک،  هندسې او رياضي بسنټګر هم دی. مصريانو لا پخوا د هندسې علم ته ترقي ورکړې وه او تيليز دا علم له همدوی څخه زده کړ، خو تر دې وخته يې ځانګړي اصول او قاعدې نه لرلې. تيليز د ساينسي بنسټونو له مخې هندسې لپاره اصل او قاعده کېښوده. منظم يې کړ او تيوري يې وړاندې کړه، چې وروسته بيا اقليدس مخ ته يوړې او تر ننه په ټوله نړۍ کې لوستل کيږي.د فلسفې او ساينس بنسټګر خو ځکه دی، چې دی لومړی سړی و ،چې د کايناتو د رامنځته کېدو په اړه يې علمي او عقلي دلايل وويل. تر دې وړاندې چې به چا پوښتنه کوله، چې نړۍ څنګه جوړه شوه، نو هر چا به همدا ويل، چې ښځينه او نارينه ارباب الانواعو جوړه کړې ده. نوموړي د کاينات د پنځونې په اړه د مادي اسبابو فلسفه بيان کړه او ويې ويل، چې نړۍ له اوبو څخه پيدا شوې ده. نور نظرونه يې هم ورکړل، چې اوسنۍ نړۍ ته ټوکې ښکاري. البته په انساني تاريخ کې يې دا کارنامه نه ده، چې اوبه يې اساس وګڼلې، شهکار يې دا دی، چې علمونه يې له غټو خرافاتي پردو څخه رابهر کړل او د عقل خبره يې رامخته کړه. همدار از يې انسان يو په يو د خرافاتو او اسطورو له خيالي نړۍ څخه راوويسته او د هغوی د پلټنې حس يې راويښ کړ. يا په عامه اصطلاح ده يې يوازې اساس او بنسټ کېښود او پراختيا ورته نورو ورکړه.

تر تيليز وروسته ډېر شمېر فلسفيانو د علم او عقل پر هسک وځلېدل او خپلې نظريې يې وړاندې کړې. چې په دې کې تر ټولو لومړی د نوموړي شاګرد رشيد اناکسي مينډر  و. ده وويل، چې دا کاينات له اوبو څخه نه دی جو شوی، بلکې يوه نامحدوده ژوندۍ پديده ده. همدغه اناکسي مينډر و، چې له ډارون څخه دوه زره کاله وړاندې يې د بقا (پايښت) نظريه وړاندې کړه. يو دليل يې دا ورکړ، چې کله د انسان بچی پيدا کيږي، نو د نورو حيواناتو په څېر پخپله ځانته خواړه نشي موندلی او د تی رودلو موده يې هم ډېره ده.  ځکه نو که انسان له پيله همداسې وای، نو هېڅکله به ژوندی نه وای پاتې شوی. پس انسان د حيواناتو پرمختللې بڼه ده. تر ده وروسته اناکسي منيس وويل، چې ګوندې د کايناتو ټول اصول مادي دي، خو دا پخپله له هوا څخه جوړ شوی دی. پيريقليتس بيا وويل چې نه، دا کاينات له اور څخه جوړ شوی دی. ايمپي دکليس د څلورګونو عناصرو نظر وړاندې کړ او ويې ويل، چې کاينات د اور، هوا، خاورې او اوبو له ګډولې څخه جوړ شوی دی او د څلور ګونو عناصرو نظر تر ننه په مسلمانو صوفيانو کې منل شوی نظر دی.

تيليز پر مفکر، ساينسپوه، رياضي پوه، د ستورپېژندنې او هندسې پر ماهر سربېره، يو انجينير او سياست پوه هم و. په هغو ورځو کې مايلېتس يو ستر سوداګريز ښار و. هورې ډېر شمېر غلامان مېشت وو او طبقاتي تضاد (د شتمن او نشتمن سيالي) خپلې لوړې څوکی ته رسېدلی و. لومړی عامو وګړو پر ښار يرغل راوړ او د اشرافو ښځې او ماشومان يې ورقتل کړل. ورپسې اشرافو ښار ونيو او غلامان يې ژوندي وسېځل. ورته حالات د کوچني آسيا په نورو يوناني ښارونو کې هم روان وو. پر دې سربېره ايرانيانو د ميسوپوتيما د سيمې تر سوبې وروسته لويديځ ته مخه اړولې وه او دا ښاري رياستونه د هغوی په ولکه کې وو. همدې شرايطو ته په پام، تيليز د ښاري رياستونو  د يوه فدراسيون نظر وړاندې کړ، خو چا يې تود هر کلی ونه کړ. د نظر هرکلی يې وشو يا نه، خو تيليز په خپل ژوند کې ډېر هرکلی موندلی و. د ژوند په وروستيو کلو کې د خلکو له لوري ورته د سوفوس يا فلسفي او حکيم خطاب کېده. لرغونو يونانيانو  تر سقراط وړاندې هغه د نړۍد اووه نامتواو پوهو کسانو په کتار کې راوستی و. د تيليز مقولې (غوره ويناوې) هم خورا مشهورې دي. يو ځل چا ترې پوښتنه وکړه، چې خدای څه دی؟ ده وويل: ((هغه چې نه پيل لري او نه پای!)) خلکو وويل، چې انسان له سولې، هوسايۍ او نياو (انصاف) سره څنګه اوسېدلی شي. تېليز ځواب ورکړ: ((هغه داسې چې د نورو د تورنولو او بدنامولو عادت پرېږدو)) چا پوښتنه وکړه، چې تر ټولو ګران کار څه دی؟ ده وويل: ((ځان پېژندنه!)) او تر ټولو آسان کار؟ تيليز له بې له ځنډه ځواب ورکړ: ((مشوره ورکول!!!))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب