شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبشعرهنرمند / د شفیقې خپلواک نظم

هنرمند / د شفیقې خپلواک نظم

هنرمند

ته چې راغلې له ماسترګې اواره شوې

په ټټر پورې مې اوښکې وټومبلې

ته چې راغلې زنده ګي مې شوه بدله

لانده ستوني کې مې وچې شوې بدلې

******

زما هغه اوله شپه د پیغلتوب وه

کومه شپه چې مې تر غاړې پورې راغلې

جنتونه دې تر خپلو پښو کړل لاندې

زما لمنې ګنهګارې پورې راغلې

******

ته چې راغلې په لاسو کې دې ډیوې وې

خو ما کله هم رڼا لیدلې نه وه

له زړګي مې حیراني غیږه راتاو کړه

ما په عمر دا ښکلا لیدلې نه وه

*******

زه انسان وم خو حواس مې و�� تړلي

ما لمس کړې زنده ګي لالیه نه وه

منم ته مې لاشعور کې رازرغون وې

خو دا مینه واقعي زړګیه نه وه

********

ته چې راغلې ځواني وکړې غځونې

نامالوم احساس مې زړه ته شو دننه

ستا رګونه مې لیمو کې وکرلو

ستا مست روح مې ژوندانه ته شو دننه

******

شرمیدمه پیغلتوب مې راژوندی وو

ما دې سترګو کې افکار لوستلی نه شوی

انګوري ژوند مې وو تاته دربښلی

ما بې تانه بل یو یار لیدلی نه شوی

******

منم سیوري د خندا دې راته جوړ کړل

خوشالي مې له پلو په څڅیدو ده

خو چې راغلې هنرمنده جادوګره

شاعري رانه ولا په ختمیدو ده

1393/01/22

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب