چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeمقالېچاپیریالد هوا د خرابوالي له کبله هر کال ۱ ملیون هندیان په...

د هوا د خرابوالي له کبله هر کال ۱ ملیون هندیان په سرطان اخته کېږي

تاند- د هند مطبوعاتو نن ولیکل چې په دغه هیواد کې د سرطان ناروغي دومره زیاته شوې چې دوی ورته د سرطان څونامي وايي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې هر کال په هند کې شاوخوا یو ملیون انسانان په سرطان اخته کېږي او ۷ لکه تنه د سرطان په ناروغۍ مري.

د نوي ډیلي په شمول د هند په سترو ښارونو کې د هوا خرابوالی په راز راز سرطانونو د خلکو د اخته کېدا اصلي دلیل بلل کېږي.

هندي ماهران وايي چې د نوي ډیلي هوا په دغه هیواد کې تر ټولو ښارونو زیاته خرابه ده. د هوا د خرابوالي له کبله نه یوازې سرطاني ناروغۍ زیاتې شوي بلکې راز راز تنفسي ناروغۍ هم خپرې شوي دي.

د هند پخواني ولسمشر عبدالکلام ازاد ویلي و چې د کرنیزو افتونو پرضد کارېدونکي کیمیايي مواد په کشمیر کې د ماغزو د سرطان د ډېرېدو علت دی.

1په فصلونو او باغونو کې د افتونو د مخنیوي لپاره په غیر مسلکي ډول او په خپل سر د کیمیايي موادو استعمال خورا خطرناک دی. له بده مرغه په افغانستان کې نن سبا دا کار ډېر عام شوی دی.

په نړۍ کې د سرطان ناروغي په اړه د نړیوال بانک له وروستۍ څېړنې سره سم هر کال د دې خاورینې کُرې ۷ ملیونه انسانان د سرطان په ناروغۍ مړه کېږي.

1 COMMENT

  1. Aoa, thanks alot for sharing this important information about cancer, nowadys in afghanistan these types of diseases are very common and people face many problems as they go abroad for treatment, according to pakistan officals 85% of afghanistan’s patients coming to pakistan for treatment having cancer and stroke (د اعصابو حمله) problems and according to a survey 3000 of people die from cancer disease just in kabul province.
    main factors that are causing cancer disease (Air pollution, contimanted water, fast foods).
    so try to get awarness and adopt precautions for avioding this nasty disease.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب