جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرسپوږمۍ / مرسل احمدزۍ

سپوږمۍ / مرسل احمدزۍ

زما وړې زما خوږې سپوږمکۍ

بیا دي له چانه پلو غبرګ نیولى

دا چي په نیمه سترګه ماته ګورې

یا دي تیارې- تیارې دونیا ته ګورې

نن مي دا ټوله کاینات درپسې چڼ ماچڼ کړ

خو ستا درک ګلې! پیدا مې نه کړ

بیا کوم نامېنده ستوري تنګه کړلې

چي له آسمانه یې بې رنګه کړلې

زما خوږې زما نیازبینې سپوږمۍ!

داسې په میاشت کې ته مخ مه اړوه

زما بې تا څوک دي رنګینې سپوږمۍ

چي انسانان مي په دونیا و رټي

سترګې مي ستا په خوا ��لور- څلور شي

لکه چي ته مي سکنۍ خورکۍ یې

درته د زړه حالونه ټول ووایم

ګرانې! منم چي زما او ستا فطرت څه یو شانته دی

سزا یوه، رڼا یوه، عذاب مو یو شانته دی

ته په دې دغومره پرېمانه کاینات کې ورکه

زه پر دې ځمکه ځای د بود نه لرم

منم چي ته پر آسمان

او زه پر ځمکه قربان

خو څوک زموږ قرباني چېرې مني

ته هره شپه ستورې په ناز ویدوې

لکه نیازبینه خور شېرینه مورکۍ

خو ستوري هم په مونث او مذکر روان دي

د هغه لمر تابعداران ګڼي ځان

چي یوه شپه یې هم په ژوند ورسره تېره نه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب