شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبطنزونهد ولسمشرۍ نوماندانو ته سر پټی لیک! - قریب رحمان شهاب

د ولسمشرۍ نوماندانو ته سر پټی لیک! – قریب رحمان شهاب

ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله!

 تاسو ته د لوی الله ج له دربار نه د نورو بریاو هیله لرم ورسره مې غوښتنه داده چې د ټاکنو تر ورستیو پایلو د هرې پرېکړې احترام وکړې، ښايي دا نور درسره د جوړ جاړي په وزن خبرې را مخته کړي؛ ډير پخته فکره اوسه چې څوک دې تیر نه باسي.

پاتې شوه ددرغلیو خبره، خیر هغه هر چا کړې او که باطلیږي تر تا د یوه بل نوماند زیاتې دي نو غم چې په عالم وو هغه غم ندي.

ښاغلی ډاکتر اشرف غني احمدزی!

خدای د حوصله نوره هم زیاته کړه، پخه دې ویلې چې د هرې شفافې پرېکړې احترام به کوې؛ خو خبره د ګډ حکومت او فشار ده.
تاسو وویل چې له کوم فشار سره نه یاست مخ او یو ځل بیا دې له ولسمشر حامد کرزي نه کلکه مننه وکړه؛ خو دا ځل مننه دې راته لږ بل ډول ښکاره شوه نه پوهیږم څه ډول خو زړه لکه بزرګ داسې دی.

د بنده لیک تاسو ته د بې احترامۍ له امله ندي؛ خو څه وکړم د ملت یو فرد زه هم یم.
جنرال صیب دې خدای لرې ورته ووایه چې د وزلوبې آسونه نور تسمه کړه، دا خلک کله کله بل خیال کوي البته په ټینګار سره وایم چې یوازې خلک پرې وډار کړه خدای مه کړه کومه بله بلا ترې پورته نشي.

ښاغلی ډاکتر زلمی رسول!

تاسو په خپل دریم مقام سره خلکو ته وښودله چې رایې د ولس دي، خو ګوره لومړی مرستیال دې ماشالله تجربه کاره سړی دی، چې هغه بلې خواته دې کش نه کړې.
د بریالیتوب چانس دې لا هم زیات دی، خو د یو څه ارمان ډير راځي ستاسو کابېنه ماشالله بیخې زیاته وه هر چاته دنده رسېده که چا قصدي ستا رایې کمې کړې وي نو هغه ته د خدای انصاف ورکړي.

ښاغلی استاد عبدالرب رسول سیاف:

جناب استاد! تاسو د دې وړ یاست چې د مجاهد ولس رهبري پر غاړه واخلئ، تاسو زموږ لویه هستي یاست؛ خو  خلکو ته سړی حیران شي.

هغه نوماندان چې له ټاکنو ورسته ستاسو په لیدو مشرف شوي پرې باوري نه یم، خیر خدای د خیر پېښوي که ددرغلۍ رایې باطلې شوې باوري یم چې بدلون راتلونکی دی.

ښاغلی انجینر قطب الدین هلال!

ټاکنې به یا ښې وې یا خرابې؛ خو د ملګرو ځواني دې درته معلومه شوه او هغه خبره ریښتیا شوه چې د بدې ورځې یاران نشته.

اندیښنه نده پکار د وردګو د چک ولسوالۍ، د خوست، کنړ او یو شمېر نورو ځایونو رایې لا ندي شمېرل شوې درجه به دې یا نوره هم ښکته شي یا به دې ډيرې رایې باطلې شي چې احساساتي پریکړه درنه ونشي یعنې غره ته نشي.

ستاسو هره مناظره مې په غور کتلې خورا ښه اقتصادي او سیاسي پلانونه مو لرل، په اقتصادي پلان کې مې دې د بلخ د نساجي فابریکې فعالول خوښ وو چې ۲۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابریده.

ښاغلی محمد شفیق ګل اغا شیرزی!

وايي د لندو به څه لانده شي، اوس خو پرې ور ګډ یې خو د ستایلو یې چې تر اخره چاته تیر نه شوې، کاشکې مې یو ځل ستا کابېنه لیدلې وای خیر یار زنده صحبت باقی ۲۰۱۹ کال چې بیا ټاکنې کیږي تاته خورا مهم دی اوس دې تجري ولسمشریزه شوه نو هلته تیارۍ پکار دی.

ښاغلی داوود سلطانزوی!

خبرې مې دې ډیرې خوښې دي؛ خو ګوره یو میلون چې د دې ضمانت په ډول ایښې د هغه د بیرته لاسته راوړل به درته لویه بریا وي، اندیښمن یم هغه په دوه سلنه رایو بیرته ورکوي چې پوره به شي کنه؟
خیر که پوره نشي هم دوه میاشتې دې داسې په مفتو لنډکروزونو کې چکرې وهلې چې دوه میلونه ارزیدل ښه وې چې چاته تیر نه شوې کنه ځکه هغه د وزارتونو ژمنې دروغ وختې.

ښاغلی هدایت امین ارسلا!

قلم د هغه صفت نه عاجز دی چې تاسو یې ولیکي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب