پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+د جلال اباد – تورخم په لویه لاره یو جسد وموندل شو

د جلال اباد – تورخم په لویه لاره یو جسد وموندل شو

تاند (پنجشنبه/د حمل ۲۱مه) — د ختیځ ولایت ننګرهار د مرکز جلال اباد او د تورخم د صفري نقطې تر منځ د لویې لارې په اوږدو کې یو جسد موندل شوی دی.

د وژل شوي شخص په بدن د شکنجې نښې لیدل کیږي.

د وژل شوي کس له جیب څخه د ترلاسه شویو اسنادو په اساس، د هغه نوم امتیاز محمود دی او ویل کیږي چې پخوا یې د دې لارې په اوږدو کۍ لارۍ موټر چلاوه خو نامعلومو وسله والو تښتولی و.

ویل کیږي چې په دې سیمه کې د وسله والو طالبانو په شمول ګڼ شمېر ډلې فعالې دي او له دې مخکې یې هم ډېر کسان د پیسو او شخصي دښمنیو له امله تښتولي ول چې ډېر یې وژلي دي.

د ارواښاد محمود یوه خپلوان امان الله په جلال اباد کې د تاند خبریال سره په خبرو کې وویل، چې وژل شوی کس د هغوی خپلوان دی او له څو کالونو راهیسې نادرک و.

امان الله وویل چې امتیاز محمود له چا سره شخصي دښمني نه لرله او دوی نه پوهېږي چې په څه ګناه تښتول شوی او وژل شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ختیځ کې امنیتي پېښې زیاتې شوي او ولسي خلک شکایت کوي چې حکومتي مقامات د سیمې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب