شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+هدیره/اجمل پسرلی

هدیره/اجمل پسرلی

د پراګ اولشنسکې هدیرې ته چې ورننوتم، زړه مې دربیده. د هدیرې په بر سر کې له څو قبرونو سره بخونه پټۍ راګرځیدلې وه. تر پټۍ ورواوښتم. واړه واړه څلور کونجه قبرونه وو. د یوه قبر سر ته لوی اوسپنیز شمه دان زنګ وهلی و، د بل ګور شناخته ماته شوې وه، تر ټوټو لاندې یې د عکس چوکاټ ته باران تر شیشې لاندې ورننوتی و د تور سپین تصویر رنګ یې سره وړی و. اړخ ته یو ګور لږ اوږد و، د مسلمان راته ښکاره شو، له شناختې مې په لاس دوړې وڅنډلې، پرې لیکلي یې و فاطمه بنت الحاج الاسدي.

خپله مور مې ترسترګو شوه، اووه کاله مخکې یې چې کله زړه ودریده  زړه مې کیده چې په دې هدیره کې یې خاورو ته وسپارم، د دې هدیرې دنګې وني په مني کې تر ټولو شاوخوا ونو وروسته پاڼې رژوي او د پسرلي په درشل کې د ښار تر نورو سیمو دلته زرغونه لمبه مخکې خپریږي.

شکر مې وایست چې مور مې دلته خاورو ته نه وه سپارلې. د ښاروالي مامور هیرمان سهار خبر کړم چې په دې هدیره کې یوشمیر قبرونه ړنګوي. ده راته ویل چې دلته ښاروالي هر لس کاله وروسته دا کار کوي او بیا نور مړي هلته خاورو ته سپاري. هیرمان دا هم ویل که څوک ښاروالي ته پیسې ورکړي په دې هدیره کې تر څلویښت کالونو هدیره ایجاره کولی شي.

 سره پټۍ مې پرېیښوده. د هدیرې د وره خواته چټک شوم. دا هدیره لکه وچ خوړ راته ایسیده. د زړو دنګو ونو تور سیوری یې بیا لکه د جګړه ځپلي کلي شپه. د خپلو ګړندیو ګامونو غږ بد رالګیده، خو هڅه مې کوله چې تر لمر لویدو مخکې د مور هدیرې ته چې د ښار په لویدیځ کې ده ورشم، دعا ورته وکړم.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب