Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچارواکي: داسې طرحه جوړوو چې ټول تولیدات به د افغانستان په نوم...

چارواکي: داسې طرحه جوړوو چې ټول تولیدات به د افغانستان په نوم بهر صادر شي

تاند (شنبه د جوزا ۱) د افغانستان د صنعت اوسوداګرۍ وزارت وایي پر داسې یوې طرحې کارکوي چې تر راتلونکو شپږو مياشتو به د هېواد ټول محصولات د افغانستان په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر شي.

د دې وزارت ویاند فواد احمدي ویلي چې دې وزارت هند او فرانسې ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو لپاره د بااعتباره سرټيفکيت د ترلاسه کولو پر پروګرام کار پیل کړی دی.

د نوموړي په خبره چې د دې سند په اخيستلو سره به د نورو هېوادونو په نوم بهر ته د افغانستان د صادراتي مالونو د صادرولو مخه ونيول شي.

له دې مخکې د افغانستان محصولات د نورو هېوادونو په مارک بهر ته صادریدل چې سوداګرو ته یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...