یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبد جګړې او سولې د داستان ځانګړتياوې/ ډاکتر لطیف بهاند

د جګړې او سولې د داستان ځانګړتياوې/ ډاکتر لطیف بهاند

لیف تولستوی یوسلو پنځه اتیا کلن شو / دوهمه برخه

هغه اثر چې د کلونه ګوزراونه نه هغه زړولي شي،نه يې هېرولی شي بلکې د هرې ورځې په تېریدو سره د هغه د پرتم وياړ لاپسې زياتېږي.

په دې اثر کې د يوه ملت د روان ،دهغه ویاړنې او غرور او دهغو ستاینې او ويرنې ، داسې غوټه او سپړل شوي دي چې ،هغه يې په يو ستر نه تکراریدونکي او بې سارې اثر بدل کړی دی.

د خورا وړو غوټو سپړل ، هنري شننه او رواني ځانګړتياوو ته په پام سره   دتاریخی پېښو ، انځورونه ددې اثر غوره نښې دي.

ځینې نورې ځانګړتیاوې داسې يادولې شو:

۱-د ليف نيکولاوويچ تولستوی دا ليکنه ،هنر،فلسفه ،تاریخ او اخلاق سره رامروړي.

۲-د روسيې او نړۍ او تر غوره نه غوره رومان دی.

۳-دا یو شاعرانه رومان دی.نثر نه دی،شعر دی.ددې کتاب لپاره باید روسی ژبه زده کړل شی.

۴- هغه د رواني سپړنې یو بشپړ جونګ دی.

۵-هغه یو ستره،نه هېریدونکی حماسه ده.

۶-له فرانسويانو سره د روس دملت د دوو جګړو يوه د استرلیڅ( ۱۸۰۵-۱۸۰۶) او بله  د برادينو او مسکو د فرانسویانو له خوا د اور ورته کول ( ۱۸۱۲-۱۸۱۳) تاریخ او انځور دی.

۷-دا رومان دجګړې سره هممهاله د څلورو   روسې کورنيو د رستوف ، بالکونسکي   ، بيزاوخوف او کوراګین د ژوند بهير دی.

۸-تولستوی اصلا د څو کالونو په اوږدو کې ددې لپاره څېړنې وکړې او مواد يې راټول کړل چې د روسیې د يوه انقلابي غورځنګ ديکابريستانو په اړه يو کتاب وليکي،خو همدا مواد وروسته ددې کتاب د لیکنې اساسي سرچینې شوې.

(ديکابريستانو پر ۱۸۲۵ کال د پادشاه په وړاندې پاڅون وکړ.دغه پاڅون په کلکه وټکول شو او خپله انقلابيان سايبيريا ته و شړل شول.)

۹-دا کتاب لکه چې ومو ويل څوک يو شاعرانه،څوک يو تاريخ او څوک هغه يو فلسفي اثر ګڼي.

په دې اثر کې ویاړنه او رواني هڅې او لېوالتیاوې په یوه خورا هنري بڼه له عرفاني هغو سره مروړل شوي او د ښکلي هنري نثر او کولای شو ووایو په شاعرانه انداز پېیل شوي دي.

تولستوي، د تاريخی اضدادو سپړونکی دی.

هغه په دې رومان کې هرڅه داسې انځوروی چې هرڅوک يې په لوستلو داسې احساسوي چې دا پر ده تيرېږي.

۱۰-سره له هغه چې دا رومان دسترو نړیوالو سیالیو،د جګړې او روسیې د طبقاتي اخ او ډب انځور دی ،خو هغه تر هر څه لومړی د ځانګړو برخلیکو او په کورني ورځنی ژوند کې دځانګړو وګړو د مینې،ویر،غم،مینتوب،وفا،بې وفاییو په تیره بیا مېړه او ښځې،د ماشومانو او مور او پلار رواني او ورځنی بیان دی.

دغه کورنی تصویر د کتاب د دوو ښځو : ناتاشا رستوا او ماریا بالکونسکایا په څيرو کې تر ټولو نه په غوره بڼه  انځورېږي.

دغه دوه نجونې،لوڼې،ښځې او میندې، سره له هغه چې په داستان او ژوند کې خورا توپیر سره لری،خو بیا هم هر یوه په خپل ډول د کورني ژوند تر ټولو غوره او په زړه پورې بېلګې دي.

ناتاشا د داستان له پیله خوشاله او لا تنکۍ ځوانۍ نه د ټولو پام ځانته وراړوي او په بې ساري توګه مینه ناکه بریښي، خو ماریا سره له ټولې تقوا او پرهیزه دچا مینه او پام ور اړولی نه شی .ماریا تل غمجنه،آرامه،په خیالو کې ډوبه  او خدای ته په زاریو کې ده.ناتاشا دیوې شېبې لپاره هم یوازې نه پاتیږي،هغه له دې سره رږده شوې ده چې تل دټولو ورته پام وی،ټولو ته ګرانه وي،خو ماریا ځانته وایی:

زه تل باڅاره وم،زما خوښېږي چې یوازې و اوسم،زه نه بل ژوند غواړم،نه یې غوښتی شم او نه یې هیله لرم او ځکه چې زه بل هېڅ ډول ژوند نه پېژنم.

بلې خواته د ناتاشې مینه ناک والی برید نه پېژني. پر سردار کوراګین تر مینیدو پورې دهغې ژوند د خوښیو یو بې پایه سمندر دی،تر هغه پورې ددې په ژوند کې داسې شېبه نه شته چې په یو چا مینه نه وي،هغه تر ډېرو سختیو او ذهني سرګردانۍ وروسته خپلې رښتینې مینې ته رسېږي.ماریا تل د خدای دربار ته ګوري او په هرڅه کې دخدای مرستې ته سترګه په لاره وی،مینه په زغم کې لټوي.که ناتاشا دښکلا او ادا نښه ده،ماریا هم له ښکلا بې برخې ده او هم له ادا ،خو لیکوال کرار کرار هغه په داسې دوو میندو بدلوي چې په ټولنه کې يې ساری نه شته .که تولستوي په دې ټینګار کوي چې انساني رښتینې ښکلا نه په څېره بلکې د ننه په زړه کې ده . ناتاشا  د ژوند په پیل کې په کراره له یوه خیاله بل او له بله بل ته دانګي ، خو ماریا تر هرڅه لومړی هر څه تر خدایه بیا تر پلاره ،تر بې وزلو خلکو او د ژوند په پای کې تر خپلو ماشومانو ځار کړي دي.ماریا وایي:

که چا له ما پوښتلي وای چې په ژوند کې زه تر ټولو زیات دڅه شی هیله لرم،ما به ویلي وای چې هیله لرم تر ټولو بېوزلو ،بېوزله و واسم.

۱۱- د دې کتاب یوه بله ځانګړتیا او پرتم دهغه په ستر والي کې دی.لیکوال د خپل اثر له ټول ستر والي سره سره  موضوعات:هنري،فلسفي،خیر او شر،مرګ او ژوند.مینه او کرکه،تمدن او فرهنګ ،کلی او ښار هېواد پالنه او دوکماري په خورا ماهرت انځوروي او دا کار ديوه ښه انځورګر په توګه تصویروي.

۱۲- یو لیکوال وايي:

جګړه او سوله دټولې هستۍ یو داسې انځور دی چې  خلک په هغه کې هرڅه: نیکمرغي،پرتم،ماتم،غم خوښي ،خوشالي او حماسه موندای شي.

سامرست موام (۱۸۷۴ – ۱۶ ۱۹۶۵)انگریزي لیکوال دايي: زه په دې باور یم چې تر اوسه پورې  بالزاک د نړۍ تر تولو پېژندل شوی رومان لیکونکی دی ، خو دا هم وایم چې د تولستوی د جګړې او سولې،رومان د نړۍ تر ټولو ستر رومان دی.

زه فکر کوم داسې یو رومان چې د جګړې په اړه دومره هر اړخیز او دداسې یو کړکیچن دوران په اړه لیکل شوی وی،دومره بېشمېره اتلان ولري. پخوا تر دې لیکل شوی نه دی او ګمان کوم چې بیا به هېڅکله و نه لیکل شي.دا یې په رښتیا او پر ځای ویلي چې: «جګړه او سوله»یوه حماسه ده.

استراخوف،روسي کره کتونکی او د تولستوي دوست ،د کتاب په اړه دا څو کرښې لري:

جګړه او سوله،د بشري ژوند یو بشپړ تصویر دی.دهغې زمانې د روسیې یو بشپړ تصویر،دهغو ټولو څيزونو یو بشپړ تصویر چې په هغو کې خلک خپله نیکمرغي،پرتم،غم او خواري پیدا کولای شي.هوکې دا جګړه او سوله ده.

پر ۱۹۰۸ کال یې چې شهرت نړیوال شوی و ،خپله دځان په اړه په خپلو خاطراتو کې لیکلي دي:خلکو ته زه د اپلتو له امله ګران یم:جګړه او سوله او نورو داسې اپلتو له امله،هغوی ته دغه اپلتې خورا غوره ځه بريښي.

هغه د روسیې د بدو ورځو،هغو ورځو چې فرانسې ددې خاوره او سپېڅلې مېنه لاندې کړې ده،انځورګر دی ، خو  د تولستوي نیکمرغي په دې کې ده چې هغه بیا د خبل هېواد د ویاړ ورځې د فرانسې ماته ، د هغې د ویاړمن لښکر ماته،دهغې د هغه امپراتور تېښته چې ټولو اروپا یې لاندې کړې وه،هم ولیدل. او دده د کتاب تر ټولو نه غوره ویاړونه دادي، چې ده ته ګران انځورونه او دهغه ګټندوی اتلان هم دده په دې پاڼو کې انځور شوي دي.

د اتلانو ځانګړتياوې:

که څه هم په رومان کې د ۵۰۰ اتلانو خبرې کېږي خو که په دقیقه توګه هغه وشمېرل شي،هغه د ۵۸۰ تنه دي.د کره کتونکو د وینا له مخې ددغه شمېره،۴۰۰یې تخیلي او ۱۸۰ تنه رښتیني او تاریځي هغه دي.

بله ځانګړتیا یې داده چې هغه ټوله روسیه په يوه رومان کې انځور کړې ده:خدای،ټولواک،زوکړه او مرګ،خلک،ایمان،کرکه،خیر او شر، مینه، کشش، جګړه او سوله

د روایاتو له مخې د جګړې او سولې په رومان کې اصلي اتلان زیاتره هغه دهغو کسانو له مخې انځور کړي چې ده پېژندل:با تقوا او خدا پالونکي ماریا دمور له مخې،مشر او مېلمه پال رستوف د نیکه له مخې ،نیکولای رستوف د پلار،اندرې بالکونسکي او پيير د ځان له مخې.دې دواړه دده هېواد پالنه ،د مرګ او ژوند پوښتنې او دده روحي او  رواني حالت ته ورته دي.

۱- مشر بالکونسکي، د ايکاترينې د زمانې ستر سردار او پوځي مشر چې د روسې مينه يې اډونه سوځي او په ژوند کې سخت سختګير دی.

زما(بهاند)د خوښې اتل او کردار په خاوره مین،خورا بوډا،خو سخت ځیرک ،په ژوند او په کورکې دیکتاتور ،مستبد خو د یوه پياوړی نظم پلوي،هر څه ته په شک ګوري او غواړي هر څه په خپله لاس جوړ کړي،په تیره بیا روسیه،هغه پر خپله خاوره او هېواد دلېونتوب تر کچې مین دی.سره له دې خبرو په بې ساره توګه ټوکمار دی.

۲-دهغه زوی سردار آندرې.دا ځوان ،پياوړی،مستعد،په خاوره مين، لوړ ،دنګ،پر ټولو اشرافي ادابو پوه،زړور ،د مستبد پلار زوي،پر کار او واک مین .لږ لږ پر ځان مین،مغرور.

ښځه او آرام ژوند پرېږدي او جبهې ته ځي،دده جبهه ماتې خوري ،دی ورکېږي او پلار ته یې د مرګ خبر راځي.خو دی يوه ورځ راستنېږي ،د راسنيدو سره سم یې ښځه پر اولاد مري او دي هر څه پرېږدي.

هغه په لومړۍ،په استريليڅ نومې جګړه کې چې په ۱۸۰۵-۱۸۰۶وشوه  ټپی کېږي ،خو بيرته رغېږي او په دوهمه هغه کې چې په ۱۸۱۲ کال کې د مسکو د برادينو نومې په سيمه کې وشوه،داسې ټپی کېږي چې د رغېدو تمه يې نه شته.

 دوه واره مينېږی .د لومړې جګړې په بهير کې يې ښکلې ښځه مري او کله چې له جګړې راستنېږي،هغه د رستوف په لور ناتاشا چې د مينې او ښکلا غوره بېلګه او دپېغلتوب مسته نښه ده مينېږي.

دغه مينه ناکامېږی او خپله په دوهمه جګړه کې تر ټپي کېدو وروسته په دې پوهېږي چې  د ژوند اصلی موخه د خدای مينه ده.

۳-او شهزادګۍ ماريا ددغه مشر سردار(بالکونسکي) لور چې خپل ټول ژوند يې له پلاره چې له مسکو لرې په هپلو بې پایه جایدادونو کې ژوند کوي،ځار کړی دی،يوه مذهبي او با ايمانه ښځه ده چې له تقوا سره سره غواړي غوره کورنۍ ولري.

هغه په څېره بدرنګه خو کوډګرې ښکلې سترګې او سپېڅلی روح لري.شپه او ورځ د پلار په چوپړ او د خدای په لمانځنه لګیا وي.

۴-ناتاشا رستوا

د ددغه رومان د شعر او مينې ژبه او دليکوال د مينې ټول مينه ناک انځورونه دهغې د ښکلا د انځورلو او په کلماتو کې د هغو د مروړلو په چوپړ کې دي.

دهغې ښکلا کوډګره او په ليدو يې هرڅوک  له حيرته ګوته په غاښ وي.

هغه د ساده مينې او پاک زړوالي او پر نورو د باور هغه څېره ده چې ليکوال د خپل دغه ستر او اوږد رومان د ښکلا مالګه کړې ده.دناتاشا هر غلچک د کوډګره او ژوند بښونکې مینې سر چینې دي.

دهغه يو مين (پېير )خو بيا وايي چې :دهغه ځلېدونکی ضمير په هغې کې دعقل کار کوي.

دهغې ماشمتوب او تنکی پېغلتوب د روس او فرانس د جګړې له پيل سره هممهاله دی.

هغه لومړی پر سرداراندرې مينېږی،بيا د يوه دوکه مار،جوارګر خو ښکلي ځوان اناتول کوراګين دوکه خوري . دغه دوکه دا له ژونده بيزاره کوي او دومره له ځان او خلکو نه ځان ګوښه کوي چې له ژونده په مرګ خوشاله ده او له دې چې د سردار اندرې مينې ته يي سپکاوی کړی دی ،په هېڅ ډول ځان بښلی نه شي.دا نوغی او په جګړه کې د ځوان ورور پيتيا مرګ دا په بشپړه توګه د بدمرغۍ منګلو ته ور ارتېږي او ښکلايې هم دغه غم او ماتم ترې اخلي.

له دې ټولو سره هممهاله  د بډای پلار ديوالي کېدل او خوارۍ هغه بل ګوزار دی چې ددغې کورنۍ پر بدمرغيو ورزياتېږي.

د ورور (پيتیا)مرګ د هغې مور تر لېونتوبه رسوي ، خو همدا د مور پالنه هغه دې ته هڅوي چې مور ته او  د هغه له امله ژوند ته پام وکړي.

تر جګړې او دغه غمه وروسته پېیر پر دې (ناتاشا)ميينيږی او دا هم د هغه مينې ته په مینه ځواب وايي.  هغه ښکلا بښونکې،ژوند بښونکې او دانساني سرکشه مستۍ نښه ده چې غږيدا،خوځېدا،خندا،موسکا ،کتل او آن غم يې په هر چا کوډې کوی او بې ارادې پر هغې مينېږی.

۵-مشر ګراف،ايليا اندريوويچ ،د رستوف د کورنۍ پلار،یعني دناتاشا پلار دی.یو ډوډۍ مار،مېلمه پال او خورا بډای سړی دی چې ټول ژوند یې په خورا لویو بنډارونو،مېلمستياوو او جرګو مرکو او دخپلو جایدادونو په ساتنه او ښکار تېرېږي.

۶-پيير بیزاوخوف،د روسيې د يو ستر بډای نامشروع زوی،پلار یې د زده کړو لپاره بهر ته لېږي.دپلار شتمنۍ ته په زرګونو خلک تمه لري،خو هغه هر څه همدې نامشروع زوی ته پرېږدي.د میراث د تر لاسه کولو مخکې ټول هغه ته په سپکه ګوري خو کله چې ميراث تر لاسه کوي د روسيې ټول اشرافو په ستاینو لګیا وي او ددغه خلکو ټولې پېغلې له هغه سره د واده خوبونه ویني.

پېیر،خورا ساده،مهربان،سخي،سرښندونکی،تل له نورو سره مرستندوی او سره له هغه چې ژوند یې په فرانسه کې کړی،د ناپیلون د وژلو تکل کوي.

هغه د کوراګين د کورنۍ له ښکلی لور ایلين سره واده کوي،خو دا واده خورا بدمرغه وي.دی له خپلې دغې ښکلې ښځې نه چې ټوله روسیه په تېره بیا اشراف دهغې د لیدو هيله لري،کرکه لرله.د ژوند لاره ترې ورکه وي،نو هغه ده چې د فراماسون د ډلې غړی کېږي خو  دهغې ‌لې دغړو  تمه او دوکې هم دی حیرانوي …په آخره کې له ناتاشې سره واده کوي  او نیګمرغه جورنۍ جوړوي ….

۷-تولستوي دجګړې د انڅورولو بې ساری ماهر دي.هغه خپله جګړه لیدلي،ګډون یې په کې کړی او په ټولو لوړو ژورو يې ښه بلد دی.هغه د جګړې په ویر،درد ،سوز،د بایلوده ویر او د بري په خوښي بلد دی.

داسې بریښي چې د کتاب د لیکلو په وخت کې د هر ډز او چاودنې غږ خپله اوري او هر اتل او ډارن په سترګو ویني.په هغو اتلانو کې یو هم کوتوزوف دی.

هغه له دښمنه د خپلې خاورې ژغورونکی ،یعني کوتوزوف داسې انڅوروي،دهغه له ټولو ځانګړتیاوو سره،ښه او بدو،ګټونکو او بایلونکو،زړورتیاوو او بې پروايي سره،چې ساری یې په تاریخ کې نه شته.

هغه دپوڅ لوړو پوړو ته رسوي،له هغه ځايه راپرزوي،قوماندان پردی قوماندان ته سپاري خو بیا یې د ولس په مرسته او د امپراتور له خوښې پرته دټولو پوځ قوماندان وي.تولستوي دلته دا په ډاګه کوي چې يوازې دخپلې خاورې بچیان خپله خاړره ژغولای شي.

تولستوي کوتوزوف د آزادۍ سردار ګڼي.کږتوزوف که څه هم ناپیلون ته مسکو تسلیموي او ځان د خلکو غندنو سپاري ،خو دی نرۍ موسکا پر شونډو وايي: دمسکو اشغال د فرانسویانو د بري پای دی او همداسې هم کېږي.

د فرانسویانو دتېښتې په وخت کې بیا هم نه پرېږدي چې څوک پر هغو برید وکړي او وايي:هغوی هسې هم تښتي،نو زموږ ستړي پوځ ولې په داسې یرغل کې مرګ ژوبله وکړي :په هر یرغل مرګ ژوبله لري.

هغه خپل هېواد  او خلکو ته بری راوړي او  د خپلې ملي دندې د سرته رسېدو وروسته په کراره مري.

آناتول کوراگين ،دولوخوف،سردار واسيلي شهزادګۍآنا ميخاييلونا ،ساده سرتیري کراتایف او نور ….

 

تولستوی زندان د انساني شخصيت د سپکاوي،تباهۍ او پرزیدو ځای ګڼي او غواړي چې هرڅه اخلاقي بڼه ولري.

تولستوی د خپلې ټولنې د هغې زمانې د تضادونو سپړونکی دی.

تولستوي،خپله د ځان په اړه لیکي:

« ښه پوهېدم چې ښکلی نه یم،ځېره مې درنګه ده،ډېر ځله ناهیلی کېدم.داسې مې انګېرله چې په نړۍ دهغو کسانو لپاره چې داسې غټې ،بدراګي شونډې او داسې خړې برندې سترګې ولري،هېڅ ډول نیکمرغي نه شته.تل مې خدای ته زارۍ کولې چې کومه معجزه تر سره او زه ښکلی شم.زه دې ته چمتو ټول هغه څه چې لرم او يا به په راتلونکې کې ولرم،هغه ورکړم او ښکلی شم».

خو هغه لا په دې نه پوهېده چې تر دې ناښکلې څېرې او غټې پوزې لاندې څه ستر معنویت او په دې خړ سترګو کې چې زړه راښکوونکي جذابیت ویده دی.

خو هغه لا په دې نه پوهېده چې تر دې ناښکلې څېرې او غټې پوزې لاندې څه ستر معنویت او په دې خړ سترګو کې چې زړه راښکوونکي جذابیت ویده دی.

ټول روایت په يوه خوله وايي او انځورنه هم دا ځرګندوي چې تولستوي، له روغتیا نه برخمن ،پیاوړي او خورا حساس و.په بې پایه کشش او جذبې کې ډوب او په نه تمامېدونکې ډول يې دزده کړې او ويلو لپاره يو څه لرل.داسې څه چې نه زړیدونکي او نه تکراريدونکي و.

پر مخ،څېره د ګڼو ویښتو خاوند او خدای اوږدې څنې او په بې ساره توګه خورا اوږده ږېره ورکړې وه.او داسې ویل کېږي چې کيدای شي د ګڼو ورځو،جګو بنو،اودو بریتو او وريښمنې اودې ږېرې لاندې به یې د خپلې څېره کومه نیمګړتیا پټوله.

خوږ ژپي او د کوډګرې وینا خاوند و.ښه اروا پوه ،پياوړي او ماهر ښکاري،زیارمن بزګر ،لوګری،آس زغلونکی،

تولستوي د خپلې دغې نیمګړتیا د پټولو لپاره خورا ښکلي او قیمتي جامې اغوستې.هغه چې لا د معنویت ژوند نه پیل کړي او شپه او ورځ يې ښکلو پسې ورکه وه سخت په خپل ټولنیز اشرافي دريځ نازیده.نو له همدې کړو وړو نه و چې ځېنو هغه ځانغوښتونکي ګاڼه او بد یې ترې راتلل.

هغه وروسته د کلیوالو په څېر کالي اغوستل او له پرتمین ژونده یې کرکه پیدا شوه.

ټوکمار ، ژور ، ځيرک ، د زیاتې مطالعې خاوند،په هر حال هغه له يو څيز نه ډېر ډاريده او هغه مرګ و.

 

د جگړې او سولې رومان يو پرتم دى، يوه څوكه ده، يو هسك دى او يو ژور سمندر چې هره څپه يې يو زيرى لري، يوه خوښي لري، يا زيرى يا وير يا كوم غم ، خو خبره په دې كې ده چې ددې كتاب ترلوستلو نه وروسته دا پوښتنه پيدا كېږي چې تولستوى د دې كتاب له ليكنې نه څه موخه درلوده؟ آيا ده  غوښتل یوازې د روسې د ۱۸۰۵ – ۱۸۱۳ كلنو د پېښو، د جگړو، د ماتو او بريو تاريخي انځور وباسي او يا هسې خپل نا آرام روح آرامه كړي؟ هغه كه له يوې خوا خپل كتاب ته د جگړې او سولې نوم خوښوي، په هغه كې پر روسې د ناپليون د پوځ يرغل انځوروي، د مسكو ماتې تصويروي او بيا د ناپليون د دغې نه ماتيدونكې لښكر رسوا ماتې ښكاره كوي. له بلې خوا د اخلاقو او ایمان درس ورکوي.دا ټول د څه لپاره دي؟

ځيني منتقدين د جگړې او سولې داستان د روسې د اشرافو تاريخ گڼي. هر لوستونكى په هغه كې ويني او لولي چې په دې رومان كې د روسې د دغو بډايانو لوړ ژوند، خواړه او خوب، كورنۍ اړيكې، مېلمستيا او نڅاوې، ناندرۍ او پټې مينې او په خپل مينځ كې د دغو څو كورنيو سيالۍ ښيي. دغه كورنۍ پخپله د روسې د ټولواك، بالكونسكي، رستوف او بيزاوخوف كورنۍ دي. كه سړى لږ پام وكړي د روسې د نولسمې پېړۍ د پيل تاريخ د همدغو څو كورنيو تاريخ دى. تولستوي هڅه كوي په خورا حماسي – ادبي بڼه د دغو كورنيو د ژوند روح بيان كړي. هغه روح چې ايمان يې بايللى يا يې هېر كړى او پر روسيې د رارسېدونكي او كېدونكي بهرني يرغل له وېرې د عيش او نوش، د نڅآوو بنډارونو، د شرابو او مينو تر پردې لاندې خپل ژوند تېروي.

بله ډله بیا وايي چې جگړه او سوله ، د روسې د ملت د ناسيوناليستي روح بيان دى. هېواد پالنه ده. د روس د ساده پوځ وياړ دى او د روسي پوځ د قوماندانانو كوتوزوف او اندرې بالكونسكي او د دوى د ټولواك هغه پرتمين احساس دى چې ټوله اروپا بايد د هغه سپېڅلوالي ته گونډه ووهي. د همدې ناسيوناليستي روح ځانګړتيا ده چې د روسې ټولواك الكساندر د خپل ملت لپاره د خداى سیورى، د عدالت استازى اود ملت پلار ګڼل کېږي. هلته وينو چې ټولواك الكساندر ته د روسيې پوځ، د روسيې بډايان، د هغو بزگر د يوه ستر آسماني الهام په توگه گوري او دښمن  ناپليون د يو دوكه مار، ډارن، ځان غوښتونكي او شيطان په بڼه انځوروي. د روسيي يو ناقد په دې اړه ليكي:

داسې بریښی چې لیکوال په دې اثر کې د روسی ملت روح لکه د انګور د یوه وږي په توګه نښتیځلی او دخپل ملت د غرور په جام كې يې څاڅكې څاڅكې  څڅولى دى.

کله ناکله د کتاب د ځینو کرښو له لوستلو وروسته(دغه شان کرښې کمې هم نه دي)داسې بریښی چې تولستوي ، د روس د ملت د پرتم او هېوادپالنې هسکې څوکې ایلوي او ددغه ملت ناسیونالستي روح آسمان ته هسکوي.

په هغه کې د کوتوزف نه ماتیدونکی روح او دهغه پرتمین پرتم،په هغه کې د روس د ټولواک،د لومړي الکساندر خواخوږي ،مهربانی او د اروپا د ژغورنې ویاړ،د روس د بزګرو کلیوالو، اشرافو،اعیانو او هسې ټولو وګړو نه ماتیدونکی غرور،په هغه کې د هر فرانسوي تالانګره څېره او دوکه مار ناپلیون د بېلابېلو دوکو او ناځوانیو انځورونه ،په هغه کې د روس د اشرافي ژوند او پر هغو د  ویاړ ښکارونه ،ټول هغه څه دي چې هر یو ، دهېواد پالنې،له خدای سره د مینې، دانساني اخلاقو او بشري ښيګڼو غوره بېلګې جوړوي.

د کتاب دهرې کرښې په لیکنه کې د تولستوی،ټوله عارفانه پوهه،د هغه اشرافي دريځ،دهغه ناسیونالیستی احساس چې د مشر سردار بالکونسکی په ژړاوو او د کوتوزف په زغم او له هېواد ، شاه او خدای سره د هر روس کلیوال به مینه کې نغښتل شوی او دده د روح په حماسی ګاڼه ګاڼل شوی دی،څنګ په څنګ درومي او دکتاب د حماسه والي سندرې غږوي.

خو د کتاب تر لوستنی او پلتنې نه وروسته داسې څرګندیږی چې لیکوال نه یوازې د روسي ملت هېواد پالنې،دروسي اشرافیت،دروسي نهلیزم،د روسي کلیوال ژوند بلکې دخیر او شر ،دمرګ او ژوند موضوع هم د خپلو اتلانو په چارو کي لټوي او دې پوښتنو ته ځواب پیدا کوي:

ژوند څه شی دی؟مینه څه ده؟

مرګ څه شی دی؟

ولی له ژوند سره مینه او له مرګه ویره لرو؟

ګناه څه شی دی؟او ګناه څه ده؟

له څه شی سره باید مینه ولرو او له څه شی نه کرکه؟

موږ د څه لپاره ژوند کوو؟

زه څوک یم؟

هغه څوک یا څه شی دی چې نړۍ او فلک یې په فرمان چلېږي؟

او لنډه دا چې هغه موږ ته مینه را زده کوي.مینه له ټولو سره،له هغو سره چې له موږ سره مینه لري او له هغو سره چې له موږ سره کرکه کوي،مینه له دوستانو سره او مینه له دښمنانو سره،هغه څه چې خدای موږ ته راښیي.

جګړه د تولستوي لپاره جګړیزه پیاوړتیا یا د سرتیرو لږوالی یا زیاتوالی نه دی،جګړه دهغه لپاره يوازې ماتې او بري نه دي بلکې جګړه او په هغه کې د پراخو پرګنو روحي پیاوړتیا او د هغوی د ارادې یووالی دی.

هغه په دې اثر کې رښتیاني او خیالي اتلان دواړه لري.هغه نه یوازې ددغو اتلانو ورځنی ژوند انځوروي،بلکې هغه له هغو سره دانسان،تاریخ،ژوند،شر او خیر،عدالت او انساني برخلیک په اړه عرفاني او فلسفي خبرې کوي.

د جګړې څو اړخونه:

– د جګړې ویر،دجګړې ماتم،دجګړې غم،دجګړې ورانی او تالان،دجګړې اور او ایره کول،دجګړې کرکه،دجګړې غیر انساني څېره،دجګړې دماتې ویر،دجګړې وینې او دجګړې تر تولو چور بل اړخ:دجګړې دګتلو ویاړ او غرور.

 د ۲۰۱۰کال  په يوې ښکلې باراني ورځې وچې نړیوالو آژانسونو خبر ورکړ:‍‍‍

“د روسيې د ستر ليکوال لف تولستوي ستر شهکار جګړه او سوله د نيوزیک مجلې د نړۍ د ټولو ملتونو او دټولو زمانو تر ټولو ستر اثر غوره کړ.

ددې ليکنې له مخې دغه اثر د سلو آثارو په منځ کې لومړی ځای ګټلی دی. “

ددې خبرې لامل د تاریخ په اوږدو کې پر نړیوال فرهنګ ددې اثر اغیزه او د لوستونکو زیاته لېوالتیا.

د کتاب څلور غوره کورنۍ:

لومړۍ کورنۍ:،د رستوا

۱ګراف الیا اندریوویچ،د کورنۍ پلار.

۲ګرافينه نتالیا رستوا،د اليا ښځه.دکورنۍ مور.

۳ګراف نیکولای ایلیچ رستوف،د کورنۍ مشر زوی.

۴ویره الينيچنیا رستوا،د کورنۍ مشره لور.

۵ګراف پيتر ایلیچ رستوف،پيتيا،د کورنۍ کمکی زوی.

۶نتالیا رستوا،د کورنۍ کمکۍ لور،د اندرې مينه او د پېير دوهمه ښځه.

۷سونيا،د ګرافينې خورځه،په دې کورنۍ کې لويه شوې.

۸اندريوشه رستوف،د نيکولای زوی.

 دوهمه :د بالکونسکي کورنۍ:

۱سردار نیکولای اندريوويچ بالکونسکي،مشر سردار،د روسيې د سترې ټولواکې اياترينې زمانې جنرال. د کورنۍ پلار.

تولستوی،په هغه کې د مور له خوا خپل نيکه تصوير باسي.

لومړۍ برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب