جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهبخت/ اجمل پسرلی

بخت/ اجمل پسرلی

د ډيران د ګردي صندوق پر سر یې شاوخوا لکه دم ګری سر وګرځاوه. شونډې یې هم وخوځیدې. سپږمې یې غوړ بوی ته وتخنیدې. د صندوق له بیخه یې یوه کڅوړه راوایسته. پکې ساندویچ و، نیم خوړل شوی و، نیم پاتې و. په تور مخ کې یې زیړ غاښونه سپین ښکاره شول. ساندویچ یې پوزې ته نژدې کړ. د خرابې غوښی بوی ته یې پریړې شونډې بوڅې شوې. په راایستلې کڅوړه یې د صندوق بیخ وویشت، پوزه یې پر ګوتو ټینګه کړه:

« ولې دې بوی کوله»

بیک یې پر اوږه سم کړ. د یولسم سړک لاندې سر ته د «پوتامک» سیند په لور روان شو، ګوتې یې بویولې، بویولې…

تر نوکانو لاندې ورۍ یې په غاښ کړې. په شا کړی بیک یې د یوه تړلي دوکان مخې ته پرمځکه واچاوه. د خپل پوټکي په څیر توره کمپله یې  ترې راوایسته، غبرګه یې ورلاندې کړه.

 اشاره شنه شوه، موټر تیز تیز روان شول:

« له پلاره به ورپاتې وي»

« په باسکټبال کې به میلیونر شوی وي»

« ژوند چانس دی….ماته ولې نه دی برابر شوی؟!»

بیک یې تر سر لاندې سم کړ. د بیک پنځه سره خانې یې سترګو ته ودریدې. د مینځ په خانو کې یې د ژمي لپاره یو جاکټ او یو جمپر ایښي دي. په یوې بهرنۍ خانه کې یې چې کمپله پکې ږدي د زنګانه یوه سپورتي سترګۍ پرته ده، تیره اونۍ یې له ډيرانه موندلې وه ویل یې پکاریږي، په بله خانه کې چاقو دی چې لاستی یې مات دی، دی وایي، که مې د خوراکي موادو سلامت ډبی پیدا کړ په دې به یې خلاصوم، یو جوړ بوټونه یې هم په بیک کې شته چې دی وایي، په ژمي به تاوده وي.

لکه میږی چې یې پر څټ تیرشي، لاس یې وروړ، میږی نه و، خولې وې. خپلې خولې یې بوی کړې.

سر یې خارښ وکړ. کلک کلک یې وګیراوه، نوک ته یې وکتل. د سپږې ګومان یې وکړ چې په نوک کې یې نښتې ده، سپږه نه وه د سر د پوست خروکی یې اوښتی و:

« اخر به مې بخت راویښ شي»

ستونې ستغ څملاست، پورته یې د شیشه اي ودانۍ منزلونه وګڼل:

« یو،درې، پنځه، اووه…دیارلس»

« په دې دومره کوټو به څه کوي، څومره به یې تشې وي، دا نه وایي چې زه دلته غځیدلی یم شپه به راشي، راځه یوه تشه کوټه یې له ده جار… په دنیا کې انصاف چیرته دی؟»

د خپلې ږیرې ګړګوتي ویښته یې په موټ کې ونیول، بیرته یې پریښودل، ویښته لکه فنر پر ژنه ورغونډ شول:

« زما بخت به هم راویښ شي»

ګوتې یې پوزې ته ورنژدې کړې، د ساندویچ هاغه غوړ بوی یې لږ حس کړ، پوزه یې کش کړه، کش کړه…دغه احساس ورک شو، سترګې یې پټې کړې سندره یې په لوړ غږ پيل کړه:

Sittin’ in the morning sun

I’ll be sittin’ when the evenin’ come

I’ve had nothing to live for

And look like nothin’s gonna come my way

Sittin’ here resting my bones

And this loneliness won’t leave me alone

واشنګتن، د اګست شلمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب