یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاسرائیلیان وایي لومړی وزیر نتنیاهو دې له دندې استعفا وکړي

اسرائیلیان وایي لومړی وزیر نتنیاهو دې له دندې استعفا وکړي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۱۶) په دې وروستیو کې په اسرائیلو کې د کورونا وبا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.

یاد هېواد کې د کورونا د پېښو په لوړېدو سره لاريونوالو له لومړي وزير بنيامين نتنياهوغوښتي، چې له خپلې دندې استعفاء وکړي.

دغه لاريون کوونکي وايي، لومړی وزير نتنياهو کورونا وبا سره مبارزه کې پاتې راغلی او دې سره بې کاري خورا زیاته شوې ده.

لاریونوال وایي، که نوموړی استعفا ونه کړي نو دوی به یې پر وړاندې مدني حرکت همداسې دوامداره وساتي، څو دنده پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې په یاد هېواد کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه د کورونا ويروس له امله مړه شوي او کابو ۲۶ زره نور پرې اخته شوي دي.

د یادونې ده، چې پر کورونا وبا ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان اخته دي او زرګونه تنه یې بیکاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب