Homeخبرونهملګري ملتونه: یمن او درې نور هېوادونه له سختې وچکالۍ سره مخ...

ملګري ملتونه: یمن او درې نور هېوادونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۶) د اسوشیټډپرېس خبري اژانس په وینا، دا اندېښنې په هغه یادښت کې لیکل شوې چې د یاد سازمان مشر انتونیوګوتریش د دغه سازمان غړو ته د جمعې په ورځ استولی دی.

نوموړي ویلي، کنګو جمهوریت، یمن، د نیجریا شمال ختیځه برخه او سوډان هغه هېوادونه دي چې اوسمهال له سختې وچکالۍ سره مخ او اوسېدونکي یې د لوږې پر بستر ژوند کوي.

د ده په خبره، ذکر شوي هېوادونه دامهال د خوړو د نشت له نړیوال بحران سره لاس او ګېروان دي.

ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې له یادو هېوادونو سره ژر تر ژره مالي مرستې وکړي او د هغوی د ژوند په ژغورلو کې خپل مسولیت ادا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...