شنبه, اپریل 27, 2024
Home+شپیته/ اجمل پسرلی

شپیته/ اجمل پسرلی

په چوکۍ کې کړوپ ناست وم، سترګې مې پټې نیولې وې، فکر مې کاوه چې دا ډول ناستی د نس درد کموي. سترګې مې پرانیستې. د روغتون د انتظار په خونه کې د یو تن په پښو کې جوړه تور بوټونه داسې راته ښکاره شول چې نومره به یې لږ تر لږه دیارلس وي. د بوټونو بله جوړه ښځینه وه چې جګې پوندې یې لرلې، لمن پرې پرته وه. په بله پښه کې یو بوټ ښکاریده سر مې پورته کړ، ځوان و پښه یې پر بلې اړولې وه.

د اوږدو بوټونو څښتن ډاکټر وروغوښت. ما ملا پر پلاستیکي زیړې چوکۍ وسولوله، له ولیو تر نامه پورې مې درد څړیکې وکړې. بیرته مې سر ټیټ کړ پر نس مې غبرګ لاسونه کیښودل. درد لکه موج ته راته.

د ډاکټر د کوټې ور خلاص شو. نرسې بستر راوایست، چې زموږ مخې ته یې تیراوه هغه د اوږدو بوټو سړي سر جګ کړ زموږ خواته یې وکتل بیرته یې سر کیښود.

 د همدې دهلیز په اخره کې تیاره وه، هلته یو سور څراغ ښکاریده. ما له درده سترګې سره وروستې، غږ شو:

« ستا نوبت دی»

چې سر مې پورته کړ، په نوبت کې ناستې میرمنې د لاس ساعت ته وکتل بیا یې ماته وکتل، ځوان غځونې وکړې.

ما ډاکټر ته عکس او د تلویزیوني معایناتو پاڼې کیښودې. داسې احساس مې وکړ چې نس مې لکه کالی چا ونښتیځه. ډاکټر عکس پورته ونیو، لږ یې نور جګ کړ د عکس له لاندې یې ماته وکتل، معایناتو ته یې سترګې ښکته واچولې… ماته ځیر شو.

د درد څپه راغله، پښې مې راټولې کړې. وخت  داسې و لکه په شا چې ځي، بیا بیا درد راګرځوي، خو مخامخ پر زیړ دیوال د سپین ساعت ستن په ښي لور تاویده. ما سترګې په دې نیت پټې کړې چې زمان ودریږي. زمان نه دریده، خو نرسي له پیچکاري وروسته وویل:

« ډير وخت تیر نه شو؟»

ډاکټرانو زه غږولم ورو ورو د دوی غږونه کمیدل، ماتیدل، ورکیدل…

 کله چې له عملیاته وروسته په هوش راغلم دردونه مې په خپل لاس شوي وو، که به خوځیدم د ټپونو درد به مې حس کاوه که به نه خوځیدم درد نه و. د کټ پښو ته مې پورته د ساعت ستن همهغسې ورو ورو ګرځیده لکه تر عملیات مخکې چې د روغتون په هاغه بله خونه کې تیریده:

« کاشکي وخت ژر ژر تیر شي چې بیرته کار ته ولاړ شم»

« خو هلته به دې هم ویل چې کاشکي ژر ورځ تیره شي»

خندا راغله د ساعت له ستنې سره مې حساب شروع کړ، زه له شپيتو واوښتم د دې لا شپيته ثانیې نه وې پوره شوې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب