پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د طالبانو پر غونډو برید؛ ۷۴ وسله وال وژل شوي

کندهار کې د طالبانو پر غونډو برید؛ ۷۴ وسله وال وژل شوي

تاند (یکشبه د قوس ۳۰) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندهار په څو ولسوالیو کې د طالبانو پر غونډو بریدونه کړي چې له امله یې ۸۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبان د کندهار په ژېړۍ، ډنډ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې راټول شوي و او د افغان امنیتي سرتېرو پر پوستو یې د بریدونو پلان درلود.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، امنیتي سرتېرو د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر دغه غونډو بریدونه وکړل چې ددې بریدونو په پایله کې ۷۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی، چې له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

ددې جګړو له امله هره ورځ د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي او بې ځایه شوې کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ولسمشر غني تېره ورځ د کندهار د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه په یوه ویډیوي کنفرانس کې ددغه ولایت چارواکو ته د امنیت د ټینګښت او د طالبانو د بریدونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې کولو سپارښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب