دوشنبه, مې 20, 2024
Home+پوځیان دې خپل واقعي غرور خوندي وساتي| دولت وزیري

پوځیان دې خپل واقعي غرور خوندي وساتي| دولت وزیري

د ټولو انسانانو خوښیږي چې د نورو په حضور کې د لوړ منزلت او عزت خاوندان وي. خلک یې درناوی وکړي او په درنه سترګه ورته وګوري.

 لوړ منزلت، عزت او زړورتيا خپل غرور بولي. خدای تعالی هم انسانانو ته د پر ځای غرور حق ورکړی دی. انساني غرور د هر چا حق دی. خو بېځایه غرور د دې پر ځای چې د انسان پرستیژ او حیثیت ته ګټه ورسوي برعکس د سړي د بې عزتۍ لامل ګرځي. انسان باید هغه وخت د عزت احساس وکړي، چې نور کسان یې د زړه له تله درناوی وکړي او دوی هم نورو خلکو ته درناوي وکړي.

نظامیان د ټولنې هغه قشر دی، چې له بل هر چا څخه زیات خپله دنده چې د هیواد د ملي ګټو ساتل او خپلو خلکو ته خدمت کول دي خپل غرور بولي.

  داسې کوم نظامي به څوک په ګوته نه کړي، چی په خپله ترسره کړې دنده ویاړ او غرور ونه کړي، خو نظامي یونیفورم يې په ځان کړی وي، نظامي تمرينات يې په زیار تر سره کړي وي او نطامي دسپلين ته يې غاړه ایښې وي. داسې کسان پخواني وختونه په ویاړ سره یادوي او ځان ورته غټ او له بل هر چا څخه مستحق ښکارېږي.

 ټولنه هم په جنګ کې د فرد په رول او هغه اثر چې په جګړه کې په فرد پاته کیږي تل بحث کوي او په ډیرو حالاتو کې دوی او د دوی رول او دندې ته په درنه سترګه ګوري.

د خلکو له خوا نظامیانو ته په درنه سترګه کتل ځانګړې لاملونه لري، یو دا چې د دوی په اند دوی د دې په خاطر په جګړه کې ګډون کوي چې هېواد له بهرني یرغل څخه وژغوري.

 بل دا چې هغه دښمن چې د دوی پر ملت او هېواد رحم نه کوي او د پسونو په څېر يې د وینې تویولو ته لیواله وي، له منځه وړي، هيواد له ويجاړۍ ژغوري او د راتلونکي له پاره د پر مختګ لاره پرانيزي.

که موږ دقت وکړو، نن سبا زموږ د ملي ګټو دښمنې کړۍ لومړی ګوزار زموږ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو کوي، دوی ته سپکې سپورې وايي، د دوی د بدنامولو هڅه کوي او غواړي نورو ته وښيي چې افغان پوځيان د خپلې دندې د پرمخ بېولو وړتیا نه لري.

زموږ د نظامیانو د سرښندنې له امله ټولنه د عزت او ژوند خاونده کیږي. واقعي افراد د دوی د تورو برېښنا بې ځایه نه ګڼي او دوی په دې باور وي چې نظامیان خپلې تورې بېځايه نه پړ کوي.

همدغه لاملونه دي چې ټولنه خپلو وژل شویو اتلانو ته د شهيد په سترګه ګوري او په ډیر ښه نوم يې يادوي. حتی په ځینو ټولنو کې له ډېر عادي نظامي هم اتل جوړوي او په دې ډول هڅه کېږي چې خلک پر ګډو ګټو متحد کړي.

 په ځینو هيوادونو کې يې په ځانګړو هدیرو کې ښخوي او قدر يې کوي. په دې عمل سره د شهیدانو کونډو او یتیمانو ته یوه ستره ډاډينه او د خپلو خواخوږیو اظهار کوي.

دا سمه ده چې د هیواد سرتیري د خپل مهال اتلان او وطنپال کسان وي ځکه دوی د خپل هيواد له پاره مبارزې کوي او سر ورکوي، نو ځکه هر فرد يې قدر کوي او د درناوي سر ورته ټیټوي. خو د ټولنې له خوا دا ټول درناوی، احترام او خواخوږي تر ډیره په خپله سرتېرو پورې هم اړه لري، ځکه سره له دې چې دوی د خپل هیواد او خلکو له پاره د خپل سر په بيه مبارزه کوي، یو څه نور قوانين هم شته، چې دوی د درناوي وړ ګرځوي او هغه په جګړو کې د منل شویو پوځې قوانينو مراعاتول، له ظلم او له ناوړه عملونو کار نه اخیستل دي.

ډير به مو اوریدلي وي چې په جګړو کې ځینې نظامیان پر ښځو د جنسي تیرې تر څنګ نور ناروا کارونه هم تر سره کوي، کوچنيان او سپينږيري ځوروي او وژني، مدنيت ته زیان رسوي او داسې عملونه تر سره کوي چې د جګړې له نړیوالو قوانينو سره هيڅ سر نه لګوي.

همغه دي چې داسې نظامیان هېڅکله د درناوي وړ نه وي، خلک او ټولنه له دوی کرکه کوي او تل يې په بد نامه یادوي او غندي يې. په کلي کې هم خلک د دغسې کسانو کورنۍ ته پیغور ورکوي او هغه پخوانی درناوی یې نه کوي.

 یو خو پر خپل ذات کې جګړه ستر افت او یو بشري ناورين رامنځته کوي او تر څنګ يې که هغه منل شوي نريوال قوانین په جګړه کې مراعات نه شي، نور ډیر ناوړه پيښې رامنځته کیدای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د رعايت سازمان له خوا د جګړې لپاره ځینې قوانین وضع شوي دي چې له مخې يې د ښځو ځورول او ورباندې جنسي تیري، د کوچنيانو او سپینږيرو زورول او وژل، په زوره او جبر د چا د مال اخیستل، پر اسیرانو او ټپيانو رحم نه کول او له ملکي خلکو سره د وحشي ځناورو په څیر عمل کول دا هغه څه دي چې په جنګي قوانینو کې ورته مجاز نه شته.

د دې له پاره چې نظامیان له کرغیړنو کړنو را وګرځول شي، دوی باید ښه وروزل شي او د سولې پر وخت ورته د انساني ژوند ټول اصول یو په یو وښول شي. ځکه سرتیری هغه وخت کرغیړنه او وحشي څېره خپلوي چې ښه ونه روزل شي، د ادابو او انسانیت درس ور نه کړل شي، د خدای له احکامو بې خبره وي، له نړیوالو وضع شویو قوانینو اګاه نه وي. بیا همغه ده چې داسې او دې ته ورته پوځيانو ته وحشي او له انسانيت څخه لیرې پوځیان وايي.

زیات وخت د یوه پوځي کس ناوړه کار هم د یوې لویې ډلې د بدنامۍ سبب کېږي.

وايي: یو وخت  په بریتانیا کې د خلکو له سرتیرو دومره بد راتلل چې د فيلد مارشال ويلییم رابرت سن مور خپل زوی ته وویل:

«غواړم په ګور کې دې ښخ ووینم، نه په سره کورتۍ کې.»

 زوي يې غوښتل چې سرتیری شي او بیا همدغه سرتیری فيلد مارشال شو.

ځینې کسان د لوړ مقام د تر لاسه کولو له پاره ناوړه چلند ښه وسیله ګڼي. کمزوري وژني، ظلم کوي،د دې له پاره چې په خلکو کې وحشت خپور کړي.

که وګورو د انسانانو په طبیعت کې دا هم شته چې په کمزورو يې زړه بدېږي، او د زور زیاتي پر وخت د دوی وجدان نا ارامه کیږي. په جنګ کې هم باید عزت ولټول شي او له بې عزتۍ، ظلم او نورو کرغیړنو عملونو ډډه وشي.

بریالي او د درناوي وړ نظامیان هغه دي چې هم جګړه وګټي او هم د جګړې تر څنګ د خپل پوځ، خپلو خلکو او خپل هیواد ته ښه نوم او عزت وګټي.

د پاکستان او هند تر منځ په جګړه کې پاکستاني پوځیانو چې کوم عمل له بنګلدیشیانو سره وکړ، هغه انساني عمل نه و. دوی پر ښځو د جنسې تیرې او زورولو له امله د ابد له پاره د پاکستان او د پاکستان د پوځ له پاره د بې عزتۍ نوم وګټلو.

د هر هیواد په تاریخ او ادبیاتو کې هغه سرتیري په شعرونو، کیسو او کتابونو کې ستایل کیږي چې په جګړه کې د سرښندنې تر څنګ يې د خپل هیواد او خپلو خلکو عزت، غرور او نیک نوم ساتلی وي. ځینې وحشي صفته د خپلو سرتیرو په روزلو کې له وحشت او ځوریدلو کار اخلي، د دې له پاره چې دوی هم د جګړې په ډګر کې پر چا رحم ونه کړي او هر ډول ناروا روا وبولي.

ځینې وختونه اوږدې جګړې هم د دې لامل کیږي چې سرتېري ستړي شي، عصباني شي، احساسات يې را وپارېږي، له کنترول څخه ووځي. په داسې حالاتو کې بیا وحشت او ځناورتوب ته لاس غځوي.

د دې له پاره بايد تل سرتېري تر کنترول او ښوونې لاندې ونیول شي او کوښښ وشي چې له اوږدې جګړې څخه پرهیز وشي او په جګړه کې ژر تر ژره پایله تر لاسه شي او تر څنګ يې د خلکو د ملاتړ له پاره دوامدار کار وشي.

 سرتیرو او په ټوله کې نظامیانو ته د  عزت او درناوي ژوند هغه وخت تر لاسه کیږي چې دوی لکه مخکې چې وویل شول د هیواد له پاره د سرښندنو تر څنګ تل د ځان، خپلو خلکو او خپل هیواد له پاره د عزت او انساني غرور سره ژوند وکړي.

له دې سره به دوی تل د درناوي وړ وي او بيا دوی هم حق لري چې ځانونه د درناوي وړ وګڼي او پر خپله تر سره شوي دنده غرور وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب