دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله سبا دوشنبه دوشنبې ته سفر کوي

عبدالله عبدالله سبا دوشنبه دوشنبې ته سفر کوي

تاند (یکشنبه د قوس ۳۰) د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ سبا دوشنبه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته سفر کوي.

ددې شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه پر خپل ټوټېر تاجکستان ته د ښاغلي عبدالله د سفر خبر ورکړی دی.

د نوموړي په خبره ددې سفر اصلي موخه د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي.

هغه زیاتوي، چې عبدالله به د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر، ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو تاجک چارواکو سره لیده کاته وکړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شوران مشر د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو په موخه د پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

عبدالله عبدالله په تېرو نژدې دوو میاشتو کې لومړی پاکستان، ایران، هند او بیا ترکیې ته سفرونه کړي او هلته یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې او دوه اړخیزو همکاریو په هکله خبرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب