جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپولیسو د الله ګل مجاهد زوی او ساتونکی نیولي

پولیسو د الله ګل مجاهد زوی او ساتونکی نیولي

تاند (یکشنبه د قوس ۳۰) پولیسو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي الله ګل مجاهد زوی او ساتونکی یې له یو بې پلېټه زرهې موټر او یو میل بې جوازه کلاشینکوف سره نیولی دی.

د کابل ښار د دوولسمې حوزې امر اجمل احمدزي رسنیو ته ویلي، یاد کسان تېره ورځ هغه مهال د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوي چې د تلاشۍ پر مهال یې غوښتل په پولیسو ډزې وکړي.

د نوموړي په خبره پولیسو له نیول شویو کسانو د اسنادو پوښتنه کړې وه او ترې غوښتې یې و چې د موټر تورې ښيښې یې سپینې کړي.

هغه وايي، دې کسانو د پولیسو له پوښتنې او د تورو ښيښو د سپینولو له خبرې سم کلاشینکوف ته مرمۍ تېره کړې وه چې وروسته پولیسو ونیول.

اجمل احمدزی زیاتوي په موټر کې درې کسان و چې یو یې په تېښته بریالی شوی او دوه نور یې د کابل امنیې قومندانۍ ته د څېړنو په موخه سپارل شوي دي.

تر اوسه پخپله علی ګل مجاهد ددې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د شپږنیمو بجو په امنیتي ناسته کې ویلي و چې د الله ګل مجاهد اړوند یوه کس له کوره پولیسو وسلې نیولي دي.

2 COMMENTS

  1. چیرته چه غله لوټماران او دقانون نه سرغړونکی دی دمجاهدینو اولاده ده.ځکه چه په حرامو پیسو رالوی شوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب