Home+د اسټراليا او افغانستان ترمنځ ځنډېدلې ټېسټ لوبه ۲۰۲۱ کې ترسره کېږي

د اسټراليا او افغانستان ترمنځ ځنډېدلې ټېسټ لوبه ۲۰۲۱ کې ترسره کېږي

تاند ( یک شنبه، د قوس ۳۰) د افغانستان اوآستراليا ترمنځ د کويډ ۱۹ یا کورونا ویروس له امله ځنډېدلې ټېسټ لوبه راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول ویاي دا لوبه به د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې تر سره شي.

هوتک وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ له هوکړې وروسته دا پريکړه وشوه چې ځنډول شوې یواځینۍ ټیسټ لوبه به په نومبر میاشت کې د اسټراليا په کوربتوب ترسره شي.

د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه څلور نړیوالې ټېسټ لوبې ترسره کړي دي.

په یادو لوبو کې یې هند او ویسټ انډیز ته بایللې او بنګله دیش او ایرلينډ لوبډلو ته يې ماتې ورکړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...