شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د پاکستان پرضد او د علي وزیر په ملاتړ اعتراضيه ناسته...

ننګرهارکې د پاکستان پرضد او د علي وزیر په ملاتړ اعتراضيه ناسته ترسره شوه

تاند ( یک شنبه، د قوس ۳۰) دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه کسانو د علي وزیر په ملاتړ اعتراضیه ناسته ترسره کړه.

اعتراض کوونکو  دپاکستان د حکومت ضد شعارونه ورکول او د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

دوی وایي پاکستان تل هڅه کړې پښتانه تر فشار لاندې راولې خو نه دی بریالی شوی.

د دې اعتراض مشر ناصري: « موږ د علي وزیر خوشې کېدل غواړو، که پاکستانی ظالم حکومت دا خوشې نه کړي نوی موږ به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو.»

اعتراض کوونکي وايي دوی د منظور پښتین په لارښوونه د ویښ احساس له مخې راوتلي او د علي وزیر د خوشې کېدو غږ پورته کوي.

دوی په ټینګار سره د علي وزیر د خوشې کېدو شعارونه ورکول او ویلې :«علي وزیر د لر او بر پښتنو د ويښتيا غږ دی هغه خوشې کړئ.»

د علي وزیر په ملاتړ له تېرو څو ورځو راهیسې په ټول هېواد کې لاریونونه دوام لري.

دا اعتراضونه وروسته له هغه ترسره کېږي کله چې پاکستاني پولیسو په پېښور کې علي وزیر ونیوه او وروسته بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان حکومت پر ضد د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړ.

له دې سره سم تېره روځ د پښتونخوا او ځیني نورو ښارونو په ګډون د افغانستان لویو ښارونو کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا او کندهار کې هم د پي ټي ایم  په ملاتړ خلکو لاریونونو ترسره کړل.

علي وزیر د ډسېمبر په ۱۶مه  د پېښور پولیسو د سند د پولیسو په غوښتنه نیولی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب