Homeخبرونهکابل کې د ولسي جرګې د یوه غړي په موټرو چاودنه؛ نهه...

کابل کې د ولسي جرګې د یوه غړي په موټرو چاودنه؛ نهه کسان وژل شوي

تاند (یکشنبه د قوس ۳۰) په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي خان محمد وردک په موټرو چاودنه شوې ده.

نن یکشنبه سهار شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې اړوند په خوشال خان سیمه کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردک په موټرو چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وزارت وايي چې په دې چاودنه کې اته تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردک په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

ددې وزارت د ویاند طارق ارین په خبره، په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان هم شامل دي.

د نوموړي په خبره د پېښې په نژدې سیمه کې کورونو او ودانیو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

تر دې وړاندې ځيني امنیتي سرچینو رسنیو ته په خبرو کې ویلي و چې په دې چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسؤلیت نه منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...