پنجشنبه, دسمبر 11, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد د بین الافغاني خبرو په درشل کې قطر ته رسېدلی

خلیلزاد د بین الافغاني خبرو په درشل کې قطر ته رسېدلی

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۶) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر د پلازمېنې دوحې په لور روان شوی دی.

د خلیلزاد دفتر تېره شپه وویل چې نوموړی د سپټمبر په څلورمه له واشنګټن څخه د دوحې خوا ته روان شو.

د خلیلزاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړی استازی سیمې ته د دې لپاره تللی چې د سولې د خبرو له ژر پیلېدو سره مرسته وکړي.

پرون (شنبه) طالبانو اعلان وکړ چې د سولې نوی پلاوی او نوی مشر یې ټاکلي او بین الافغاني خبرو ته چمتو دي.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو د پلاوي د نه اعلانېدو په خاطر قطر ته سفر ځنډولی و.

تمه ده چې نن به د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی او د مصالحې د ملي شورا مشر عبدالله عبدالله قطر ته روان شی.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته د کښېناستو په پیل کې به یې لومړۍ غوښتنه دا وي چې دا ډله او حکومت دې اوربند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...