پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+روغاني؛ ساده مزاجه خو د ژور فکر شاعر

روغاني؛ ساده مزاجه خو د ژور فکر شاعر

د انسان په خیالاتو کې ډير څه ګرځي؛ له حاکمو فکرونو او باورونوسره ټکر، د هغوی خلاف دریدل، نقدول او… خو په افراطي ټولنو کې د دغه شان خیالاتو اظهار له خپل سر، سره خطرناکه لوبه ده. داسې لوبه چې ډیر هوښیاران هم پکې بایلوونکي شي.

آن سقراط غوندې عالم سړي هم په دغه لوبه کې وبایلله او د خپلو نظریاتو د څرګندولو په ټس کې یې ډک جام زهر په سر واړول.

د منصور حلاج سر تر داره ورسیده.

رحمان بابا غوندې صوفي او تارک الدنیا انسان هم دې ته مجبور و چې د خپل فکر د اظهار قیضه په موټو کې ټینګه وساتي او برای احتیاط ووايي:

ګوره د منصور په شان په دار نشې رحمانه! 

مکړه، دا د عشق خبرې ډیرې مستانه 

دا پر ټولنه د حاکم فکر جبر و چې مشهور ایټالوي عالم ګالیله یې په محکمه کې له خپلې هغې نظریې توبه ګار کړ چې د ډيرو کړاونو او کشفیاتو ثمره یې وه.

هغه په بوډاوالي کې اړ شو چې محکمه کې ووايي:

(( د خپل ژوند په اویا کلنۍ کې د تاسو د دین او دنیا اربابانو په مقابل کې په ګونډو شوم او په داسې حال کې چې مقدس کتاب مې په غیږ کې نیولی، اعلان کوم چې د لمر په شاوخوا د ځمکې څرخیدو ادعا مې له مستۍ وه او سراسر دروغ او اشتباه ده!)) 

خو ځینې داسې ځانګړي کسان هم شته چې هم د زړه خبره کوي او هم خپل سر سلامت ساتي. دا نو د ګوتو په شمیر کسان دي. دوی خپلې خبرې په داسې انداز کې کوي چې که ترخې هم وي، نو خوږې لګیږي.

یو له دغو کسانو څخه عبدالرحیم روغاني بابا و چې د هغه له نوم سره هم د ارواښاد وروستاړی یو ځای شو او دغه له چل او نیرنګه ډکه نړۍ یې د حقیقي دنیا په نیت پریښوده.

مرحوم روغاني ساده شاعري کوله؛ خو کله کله یې په دې ساده شاعرۍ کې داسې خبرې کولې چې وروسته وروسته یې پر زړونو اثر خوریده او دا اثر به بیا دومره خور شو چې د دفع کولو لپاره یې وسیله نه پیدا کیده.

تاسو دې بیت ته ځير شئ، په دې ساده خبرو کې به یو عالم رنګیني پیدا کړئ. ترخه حقیقتونه به ووینئ. داسې لکه څوک چې له یوه کوچني سوري پراخو لوړو ژورو ته ګوري:

خپله دینداري لکه دانه په دام کې کېږدي

وخوري هندوستان د سومنات په بهانه

روغاني، خو کله دومره مخکې لاړ شي چې سړی هک پک شي. هغه د عاد د زوی شداد عجیبه ذکر کوي. هغه شداد چې د خدایۍ دعوه یې کړې وه. د الهي جنتونو په مقابل کې یې د عدن په صحرا کې بې نظیره جنت جوړ کړ. خو مخکې له دې چې له خدایه منکر شداد ورته خپل دربار نقل کړي، نو د اصلي جنتونو د څښتن په امر یې روح قبض شو. روغاني د همدې شداد ذکر په یوه بل او عجیبه انداز کې کوي: 

چې دوزخ له لته ورکړي وطن ټول جنت جنت کړي

د شداد غوندې باذوقه مشران له خدایه غواړم 

روغاني اصلا غواړي مشران، په ځانګړې توګه د جګړې مشران، چلنج کړي چې بابا، له تاسو خو شداد هم ښه و. هغه په دې دنیا جنت جوړ کړ او تاسو د خدای ج دا ښایسته طبعیت، د الهي د قدرتونو دا مظهر سره لمبه کړ. 

ارواښاد روغاني، یوازې په تلمیحاتو ګوزاره نکوي. له تیرو اساطیرو تیریږي او د خپلې زمانې کیسې هم کوي. د خپلې زمانې واقعیتونه هم په ماهرانه انداز بیانوي. په داسې مهارت چې مخاطب د الفاظو په رنګینیو کې ورک کړي او چې کله یې ژورو ته پام شي نو بیا یې خبره داسې زړه کې ناسته وي چې تقابل خو لا څه چې انکار ترې هم نشي کولای:

څنګ روغانی ترې مسلمان پاتې شو

جوړ په دې کلي کې مفتي نشته

د روغاني د شاعرۍ یوه مهمه ځانګړنه داده چې پر الفاظو بوج نه راولي، داسې ساده یې کاروي چې مکوه پوښتنه. خو مهارت یې دادی چې همدا ساده خبرې یې شعاري رنګ نه لري، بلکې شعري خواږه لري:

څومره چي يې غوښې روغانيه خوري

دومره ورته قام خپل قائدين وايي

روغاني، د خپلې ټولنې له ځینو منل شویو خو ناوړه دودونو هم سرکشي کوي، خو په خوندور انداز. وګورئ، بدل اخیستل زموږ د ټولنې یو منل شوی اصل دی او حتی بدل اخیستلو ته خلک هڅول کیږي، بدل اخیستونکي غیرتي او نارینه ګڼل کیږي؛ خو روغاني بابا پر دې دود پښه ږدي او وايي:

 

نور به د بد جواب په ښه كوومه

زما نه هره ورځ نرتوب نه كېږي

او په اخره کې د مرحوم روغاني بابا، هغه بیت د حسن اختتام لپاره رانقلوم چې زموږ د نیمې پیړۍ غمیزه پکې راټوله ده. هغه غمیزه چې همداسې روانه ده او هیڅ د پای ته رسیدو اټکل یې نه کیږي:

تۀ چې پوهېږې ناپوهۍ به دې کانې کړې وي

د ورور د وينو څښو نه وروستو کۀ هوښيار شې نو څۀ

بس، په دې دعا چې دغه شان خلک مخکې له دې چې د ورور وینه وڅښي، هوښیار شي.

د سوات د دې خوش الحانه بلبل ګور دې له نوره ډک اوسي.

نعمان دوست 

۱۳۹۹/۱۱/۱۰ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب