جمعه, مې 17, 2024
Home+د پښتنو دوديز ودونه/ ميرويس باور

د پښتنو دوديز ودونه/ ميرويس باور

په تیرو کلونو کې به ډیری پښتانه ځوانان د خپلو کوژدو څخه نه خبرېدل، انجونې خو به په ډیرې کمې اندازې خبرېدلې او که به دوی خبر هم وو، د دوی اجازې ته به نه کتل کیدل. په اوس وخت کې که له ځوانانو تر ډیره اجازه غوښتل کیږي؛ خو پیغلې بیا په ډیری ځایونو کې بې اجازې نورو ته کوژدنېږي. دا شی دوه علته لري؛ یو یې زموږ ټولنه سنتي ده او بل علت یې دا ده چې زموږ مشران په دې فکر دي، چې موږ له خپلو اولادونو ښه پوهیږو او بل زموږ نیکونو او پلرونو خپله همداسې ودونه کړي، فکر کوي چې همدایې بهتره لار ده.

وای په سترګه کې چې څه شی ولویږي، سترګې یې نه شي لیدلی؛ که یې بل څوک ور په نښه نه کړي. همداسې دا عیب چې اوس پښتونو کې پروت دی؛ پښتنو ته عیب نه ښګاري.

په داسې حال کې چې یوه ورځ حضرت عایشې (رض) ته یوه پیغله راغله ورته ویې ویل، چې ما مې تره، زما د تره زوی ته په زور او جبر په نکاح کوي، خو زما هغه سړی خوښ نه دی.

عایشې(رض) ورته وویل چې د محمد (ص) تر راتګ پورې صبر شه، چې هغه راشي هر څه به جوړ شي. کله چې حضرت محمد(ص) راغی. هغه ته یې ټوله کیسه وکړه. محمد (ص) ورته وویل، چې هیڅوک دا حق نه لري، چې ستا له اجازې پرته دې بل چا ته په زور یا اختیار ورکړي. بیا هغې پیغلې ورته وویل، چې زما خپل د تره زوی خوښ دی؛ خو یوازې مې غوښتل چې راتلونکي نسل ته دا خبره پاتې شي، چې د انجونو په زوره ودول ناروا کار دی.

زموږ په پښتني ټولنه کې د لوڼو څخه جازه اخیستل خو لا څه چې خبروي یې هم نه. چې په هر چا یې غیرت سره وکړ هغه ته یې ورکوي. پښتنو ته پکار ده چې له دې بې ځایه غیرت څخه راووځي.

د دې شي یو بل علت دا هم دی چې پښتانه له تحول څخه ویره لري، له دې ویریږي چې د خلکو په منځ کی به بدنام شو، خلک به خبرې راپسې وتړي، په همدې توګه همدا لاره ښه ورته ښګاري. زموږ په ټولنه کې اوس دا اصل له ډیره وخته پروت دی، چې پښتانه د دې لپاره چې نور خلک خبرې پسې ونه کړي او یا چاته کم رانه شي. د ځان په تاوان ډیرو ناروا کارونو ته لاس اچوي.
په یوه سپینږیري باندی وای ډاکټرانو وچه غوښه بنده کړې وه، ده ویل چې لاندی مې د دې لپاره وکړ، چې خلکو ته ټیټ رانه شم. ناوې که هر څومره خوشاله وي، بیا هم د واده په شپه د خلکو له شرمه ژاړي. ځوانان مو په دوبی، پاکستان، ایران او… کی خوارۍ کاږي خو په افغانستان کې یې داسې بادوي لکه باد چې راوړې وې. د شپې او ورځې به نه وي ورسره په ودونو کې بې یې د نورو له شرمه ښې ډیرې مصرفوي.

په افغانستان کې ډیرې همداسې بدبختۍ شته؛ خو د خلکو ورپام نه دی، که ور پام یې هم وي د خپل غیرت له وجې یی بیا هم کوي او یا هم ځینې پلرونه خپلې لوڼې د دې لپاره په بن ورکوي، چې له مقابل جانب سره همدردي وښيي او یا یې د ډیرو پیسو په مقابل کې په بن ورکوي؛ خو له دې خبر نه دي، چې د خپلو لوڼو په حق کې یې ډیر ظلم کړی دی.

له همدغو جهاتونو څخه د دغو خلکو رایستل اړین دي. د زور له لاري له پښتانو سره زور نه وهل کیږي، ښه داده چې په خوږو خبرو يې دې ناوړه حالاتو ته متوجع کړو. او یو روغ او سالم فکر ورکړو. یوه لاره په کتابونو کې د دغه فکر انتقال دی. په دې وروستیو کلونو کې د ودونو موضوع په ډیری ناولونو کې را پورته شوې ده. نصیر احمد احمدي څو ناولونه په دې عرصه کې لیکلي، همداسې ډیری نورو پښتنو لیکوالو هم دغه سنتي انځور د لوستونکو سترګو ته درولی دی. ښه دا ده چې ځوانان تر ډیره د مشرانو خبرې ونه منې؛ ځکه اوسنۍ نړۍ تر هغې نړۍ چې زموږ مشران پکې اوسېدل متفاوته ده. هغه کارونه چې په اوس وخت کې کیږي، پخوا نه کیدل. بل که موږ ټول عمر په پخواني(زاړه) فرهنګ تکیه وکړو، موږ به پرمختګ نه وي کړی. استاد ښکلی وایي، “هغه ټولنې چې تحول نه کوي، داسې دي، لکه د ډنډ ولاړې او خوصا اوبه” زموږ فرهنګ به هم همداسې خوصا شي، د ګټې پر ځای به په تاوان بدل شي.

په دې لاندې محلي سندره کې د یوې پیغلې فریادي انځور پروت دی، چې که څه هم د نورو پیغلو په منځ کې حساب پرې کیده، د نورو میره وه؛ خو بیا هم بې وسه وه، رنګ یې ژېړ و، شونډې یې وچې وې، وارخطا زیارت ته ولاړه، تقدیر یې بدلاوه.

ګرځیده به رنګ تغیره
تللې وه زیارت ته ورسره د نجونو میره
رنګ زیړ شونډې یې وچې
وه خفه د نجونو میره
رنګ زېړ شونډې یې وچې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب