جمعه, مې 17, 2024
Homeداسې هم شتهاسترالیا کې یوه مېږه له ۳۵ کیلوګرامه وړۍ ازاده شوه

استرالیا کې یوه مېږه له ۳۵ کیلوګرامه وړۍ ازاده شوه

تاند ( دوشنبه، د کب ۱۱ ) راپورونه وایي، د استرالیا په ځنګلونو کې یوه مېږه چې نژدې ۳۵ کیلوګرامه وړۍ یې په بدن پورې نښتې وې د ریسکو ادراې کارمندانو له لوري دغه وزن نه خلاصه شوه

د ریسکو ژغورنې ادراې په دې اړه د خبرپاڼې په خپرولو سه ویلي چې دغه مېږه نژدې ۵ کاله همداسې پاتې شوې وه او د بدن وړۍ یې تر دغې اندازې رسیدلې وې.

خبرپاڼه وایي، دې مېږې ته نور ګرځیدل هم مشکل و خو کله چې د حیواناتو دغه ژغوروونکې ډلې دا میږه لیدلې نو ژر یې نژدې د حیواناتو یو مرکز ته وړې ده.

خبرپاڼه کې د دې ژغوروونکې ډلې له قوله ویل شوي، کله یې چې میږه راوسته نو په ډیر تکلیف وه ځکه نه یې شول کولای چې نور د دغو وړیو وزن یوسي او ښایې په نژدې راتلونکې یې د دې ژوند ته هم خطر پېښ کړی و .

دې ډلې د مېږې له وجود څخه ۳۵ کیلوګرامه وړۍ لرې او بیرته د خپل اوسیدو ځای ته لېږدولې ده.

له یادې مېږې څخه ۳۵ کیلو ګرامه وړۍ لرې کول په نړیواله کچه یو نوی رکاډ جوړ شو چې تر دا مهاله نه وو جوړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب