یکشنبه, اپریل 27, 2025
Home+د پوهاند دودیال د لنډو کیسو د نوي کتاب په هکله

د پوهاند دودیال د لنډو کیسو د نوي کتاب په هکله

احسان الله ارینزی
د لیکلو کال : ۲۰۲۲ – دوبی
زما ګران او خواږه ملګري، د ځواني د وختونو د فرهنګي هڅو او سفرونو یار؛ د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی استاد، پوهاند محمد بشیر دودیال، له ما غوښتي چې د ده د لنډو کیسو په نوي کتاب یو څه ولیکم. هغه غوښتنه چی زه یی د ځان له پاره ویاړ بولم.
ادبیات یوه رنګینه او ښکلې نړۍ ده. له ادبیاتو سره مینه او له ادبیاتو سره اخته کیدل، یو داسې فطری ذوق دی چې باید روزل او پالل شوی وي. په تیره بیا لنډه کیسه په ټولو ادبی ژانرونو کی یو ښکلی او ډیر عاطفی ژانر دی. ښه کیسه لیکل خورا زیار او پوره تجربه غواړي. عجیبه ده چې موږ ګڼ شمیر داسی لیکوال پیژنو چې ادبیات یی مسلکی څانګه نه ده؛ خو د ادب په نړۍ کې ښه پیژندل شوي دي. موږ د طب ډاکتر، انجنیر، د زراعت متخصص او نورو څانګو  کې داسې کسان پیژنو چې شعر، طنز او لنډی کیسې لیکی، او یوشمیر یې بریالی او نوموتي هم دي. دا یواځې افغانستان کې نه؛ بلکه نوره نړۍ کې هم  داسې بیلګی شته لکه چخوف او نور.
موږ په افغانستان کې د ادبیاتو تر څنګ مسلکی ژور او هر اړخیز کار ته ضرورت لرو چې ډیر وخت باید ورته ورکړل شي. په تیره بیا داقتصاد برخه کې ډېر لږ علمی آثار لرو، دریغی چې ما او پوهاند دودیال چی د اقتصاد مسلکی خلک یاستو، لنډې کیسې نه لیکلای، بلکې د دې پر ځای مو ټوله پاملرنه خپلو مسلکی چاروت ه اړولې  وای او څانګیزې څیړنې مو کړی وای. په نوره نړۍ کې د هرې څانګې خلک په خپلو ځانګړو رشتو کې کار کوي او په هره څانګه کې کافی آثار لري او د کمښت احساس نه کیږي. زموږ یو شمیر د نورو څانګو مسلکي کارپوهان که د فرهنګ او هنر د پیاوړتیا لپاره په (اماتور) ډول دې قربانی ته چمتو شوی چې خپل یو څه وخت، نه د تفریح او تنوع له پاره؛ بلکه د تعهد له مخې د هنر، ادب او کلتور د ویړ بڼ  لا زرغونتیا ته وقف کړي، دا به د دوی فداکاري وي؛ خو په دې شرط چې د کار پایله یې عالی وي. موږ د موسیقی، ښکلی خط، انځورګری او شعر برخو کې داسې وتلې څیری لرو چې دې څانګو کې حرفویان ندي؛ خو له دې هنرونو سره د علاقې له مخې یې ډیر عالی آثار رامنځ ته او کار یې کړی دی.
نوره نړۍ کې څانګیز ماهرین هریو په خپل مسلک کې د کار څخه خپل ژوند په بشپړ ډول تامینوي، له همدې امله فزیکپوه د فزیک په ډګر کې، کیمیا پوه په کیمیا کې او ستوری پیژندونکی فضا(تشیال) ته د تګ په لارو چارو او فرمولونو کار کوي، همداسې هم د هنر، ادب او فرهنګ د ډګر څیرې د ادب په ډګر کې د کیسی، شعر، ناول، یونلیک؛ په سینما کی په سناریو لیکنه او فلم جوړونه، د موسیقی برخه کې د کمپوز، تصنیف او سندرو ویلو او موسیقی غږولو برخو کې کار کوي او لخپل ژوتد مخ ته وړي؛ خو نیمګړتیا او زموږ بد شامت دا دی چې دلته افغانستان کې هیڅ مسلکی لیکوال یا د بلې هنری برخې متخصص یا مینه وال له خپل کار څخه خپلې ورځنۍ اړتیاوې او د ژوند وسایل نشي پوره کولای او اړ دي چې د خپلې مينې،توړتیا او استعداد سره سم یو بل مشروع کار هم وکړي. یو شمیر د خپلې هنري تندې د ماتولو او د عواطفو د تلطیف او د خپلو ظریفو احساساتو د بیان او یا د خلکو د تنویر او په ټولنه کې د فرهنګي ودې په موخه ځان ته یو هنری- ادبی کار او تخلیقی بوختیا هم غوره کړي.
تاسو څه فکر کوئ چې زموږ یو شمیر اماتور هنرمندان چې مسلک یې یوه هنری څانګه نده؛ بلکه ضمنی یی په هغه ډګر کې کار کړی دی، څومره ټولنه کې محبوبیت لري او کار یې ستایل کیږي. لکه څو تنه د ښکلی خط او میناتور نامتو څیرې یا یو شمیر هغه شاعران چې نورې څانګې یې لوستی دي.
فکر کوم د دې عواملو په یادولو سره پورتنۍ غوټه خلاصیږي:
مخکې مې وویل چی دریغی که ښاغلي دودیال خپله ټوله پاملرنه مسلکی لیکنو او پوهنتون کې علمی مقالو ته وقف کړی وای. زه چې د دودیال ګټور او هیواد پاله ژوند ته ګورم، د افغانستان د اقتصاد د پوهنځیو ګرانو محصلانو ته یې هم کتابونه لیکلی دي او هم یې فرهنګی چارو کی ملی مسئولیت ندی هیر کړی. دلته به یی د یو شمیر علمی اثارو او درسي کتابونو لنډه یادونه وکړم:
دودیال د اووه نیم سوه شاوخوا مقالی او ۸۱  کتابونه لري؛ خو د اقتصاد دمسلک کتابونه یې چې د ریفرنس حیثیت لری او پوهنتونونو کې تدریس کیږي دا دي:
لومړی) تالیفات:
احصائیه، د اقتصادی پرمختیا تیوری، د طبیعی منابعو اقتصاد، د مالی خطراتو مدیریت، منطقوی اقتصاد،  د اقتصادی پروژو تحلیل او مدیریت، صنعتی اقتصاد، د اقتصاد تشریحی قاموس، پولی پالیسی (د څانګې دوو نورو اسیستانتانو سره په ګډه)، تمویل، دیموګرافی او د نفوسو تحلیل،  اقتصادی پلان جوړونه، د کرنې او صنعت متوازنه وده، اداره او آسانه محاسبه.
دویم) ژباړې:
د پروژې مدیریت په عمل کې، د مدیریت علم، د عامه مالی چارو بنسټونه،  کوچنی او تطبیقی اقتصاد، عامه اقتصاد او کوچنی اقتصاد. (درې وروستی کتابونه یی دوو نورو استادانو سره په ګډه ژباړلي دي).
د عامه ادارې او پالیسی د پوهنځیو د پاره یې لاندې درسی کتابونه  تالیف کړی دی:
د سازمانی اړیکو مدیریت، د سازمانی شخړو مدیریت، د چاپیریال ساتنی پالیسی او د ادارې او مدیریت تشریحی قاموس.
د ادبیاتو په برخه کې یې لاندی آثار راته معلوم دي:
تانده غوټۍ (د لنډوکیسو مجموعه-۱۳۶۵)، د خریداری هیاًت (د طنزونو مجموعه-۱۳۸۶)، دمینې ډالۍ (ناول-۱۳۶۷)، شاهین (دلنډو کیسو دویمه مجموعه ۱۳۶۸) او موږ بیرته خپل کلی ته ځو (ناول-۱۳۹۷).
نو د کندهاریانو خبره؛ د مورشیدې دې سي چې د اقتصاد مسلک کې د څیړنو، لیکنو او پنډو پنډو کتابونو سربیره، لنډې کیسې هم لیکي.
اوس را ځو لنډې کیسې ته: لنډه کیسه یوه هنری ښکارنده(پدیده) او د ادبیاتو په نړۍ کې یو خوږ ژانر دی چې نن ورځ ډېر مینه وال لري. لنډه کیسه هغه ادبی لیکنه ده  چې لیکوال یې د شاوخوا نړۍ او چاپیریال عینی واقعیتونه بیرته غبرګ(منعکس) کړي. د غبرګون په دې عملیه کې بهرنی عیني واقعیت د لیکوال له ذهني شتمنۍ، توکیو (عناصرو)، فکر، خیال او عواطفو سره ګډیږي او یو له بل سره راکړه- ورکړه کوي. له دې راکړې- ورکړې وروسته واقعیت بیا زیږي؛ خو دا هغه پخوانی تش واقعیت نه، بلکې بیا هستول شوی واقعیت دی.
کیسه وروسته له تخلیقه یوه هنری پدیده، د عینی واقعیت د انعکاس یوه بله ژبه، یو انځور، یوه سندره او یو شعر دی. یوه ننداره ده، یوه مجسمه ده، یوه نڅا ده او د مثال په توګه یوه کیسه ده.
چې خبره ځانګړی کړو؛ لنډه کیسه (او رومان – ناول) هم یوه هنری ښکارنده او هم هر یو یې ادبی ډولونه(ژانرونه) دي. په دې توګه وینو چې لنډې کیسې په ادبیاتو ورګډیږي.
د لنډې کیسې جوړوونکي توکي (عناصر) دا دي: وخت(زمان)، ځای (مکان)، خلک (دکیسې اتلان)، پېښه، خبرې (ډیالوګ)، ستاینه (توصیف) او روایت. پورتنی هرتوکی د کیسې د جوړیدو اصلي برخه ده او پرته له دې توکو څخه کیسه نیمګړې او بیخونده بلل کیږي.
ښه کیسه لیکوال، لکه پوهاند دودیال؛ هڅه کوي چې د دې توکو تر منځ دیالکتیکی اړیکې وساتي، کیسه ښه پیل کړي، ښه یې پرمخ بوځي او غوټه او د اوج ټکی ورکړی او مناسب ځای کې یې پای ته ورسوي.
ځینی پاخه لیکوال او کره کتونکي وایی: لنډه کیسه هغه ده چې د یو پیاله کافی(قهوې) د څښلو په موده کې ولوستل شي. زما په نظر همدومره لنډه کیسه ښایي چې د لیکوال په ذهن کې، په میاشتو او کلونو پوخوالي ته ورسي او بیا  ولیکل شي.
په بله وینا: یوه خبره، یوه پېښه، د فلم کومه صحنه، د طبیعت ننداره، د کتاب کومه پاڼه  یا داسې بل څه، د لنډې کیسې د لیکوال په ذهن کې یوه ډیوه لګوي، بیا د لیکوال د ذهن شتمنی او په راتلونکو ورځو، اونیو، میاتشو او حتی کلونو کې  نورې لیدنې- کتنې، پېښې او تجربې چې د هغه لومړنی ډیوې له ځلولو، شتمن کولو او پراخولو سره دیالکتیکی رابطه وموندلای شی، ورو -ورو د  کیسې د بشپړتیا په لور مزل کوي او بیا داسې وخت راورسی چې لیکوال نور ګوښه لټوي چې کیني، قلم او کاغذ واخلي او کیسه ولیکي!
ما د محترم استاد  دودیال دا لنډې کیسې ولوستې او ارمان راغی چې دریغی پوهاند اقتصادپوه نه وای او ټول ژوند یې موږ ته لنډې کیسې لیکلی وای !
خو شکر چې دودیال هم خپل مسلک کې بوخت دی او هم د پښتو ادب ویړ بڼ ته خدمت کوي او دا بڼ په راز راز ګلانو ښایسته کوي. هم زموږ د ځوانو اقتصادپوهانو ته علمی آثار لیکي او هم زموږ د ادبي ذوق  د تلطیف له پاره  لنډې کیسې لیکي. کله چې  د لنډو کیسو دا کتاب خپور شو او خلکو ولوست، بیا به کره کتونکي قلمونه راواخلی او دا کیسې به وارزوي او د استاد په لاره کې به نور مشعلونه کیږدي.
د دې ټولګې (مجموعې) کیسې ځینی نوی او ځینی آن د څلویښتو کالو مخکې دي. پخوا لیکل شویو کیسو کې تاریخی حوادث شته. مشهور خبره ده چې وایی: کیسی په تاریخ کې او تاریخ په کیسو کی دی. نو د کیسو په لوستلو شاید تر ډیره په تاریخی حوادثو خبر شو. په دې کیسو کې ځینی یی دینی او د مبارک سیرت په هکله، ځینی د افغانانو د آزادی غوښتونکو تاریخی مبارزو او اتلولیو په هکله، یو شمیر زموږ د رنځیدلی ولس د خواریو او زحمتونو انعکاس او یو شمیر پکې د مینې او یو څو پکی د افغانی عالی سجایاوو او عنعناتو بیانوونکې دي. د کیسو راز راز والی ددې ټولکی یوه ځانګړتیا ده. ممکن د دې کیسو تنوع به د وخت اوږد واټن وي چې په دې ترڅ کې لیکوال د بیلابیلو پېښو لیدونکی او شاهد پاتی شوی دی. شایدپه هغو کې ځوان کهول د هیواد د تاریخ ځینی شیبې وګوري.
دودیال ته اوږد  او له برکاتو ډک ژوندغواړم.
په مینه.
آرینزی
متحده آمارت،دوبۍ
۲۰۲۲، د فبروری ۱۶مه

2 COMMENTS

  1. السلام
    دپوهاند صاحب لیکنه عالی ، سوچه، دافغانستان په فرهنګ براابر او متوازن اصطلاحات دویاړ وړدی موږ یې تل ستاینه کوو الله ج نور توان هم ورکړی.

  2. منلی او ښاغلی ع. شریف زاد صاحب السلام علیکم.
    ستاسو لورېینه او مهربانی نشم هیرولای. مننه کوم. زه دخپلو درنو خلکو د پښو خاوری او د ځوانانو یو خدمتګار یم. دا چې کله کله څه لیکم او قلم چلوم، دا ستاسو په شان د مهربانه او مخلصو دوستانو هڅونه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...