پنجشنبه, اپریل 24, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په ۲ ګاونډیو کې تر ۱۱ زره ډېر افغانان بندیان...

د افغانستان په ۲ ګاونډیو کې تر ۱۱ زره ډېر افغانان بندیان دي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۲۶ مه) د طالبانو حکومت وايي چې شاوخوا ۱۱ زره افغانان په پاکستان او ايران کې بنديان دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د شنبې په ورځ (د کب ۲۵، د مارچ ۱۵مه) له شمشاد ټلويزيون سره په مرکه کې وويل چې تر اوسه پورې شاوخوا شپږ زره بنديان د دغو هېوادونو له زندانونو څخه خوشې او بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د مولوي راشد په وينا، دا مهال شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان په پاکستان او شاوخوا اته زره په ايران کې بنديان دي.

دا په داسي حال کې ده چې ښايي زرګونه نور افغانان د خلیج په عربي هیوادونو کې هم بندیان وي.

مولوي راشد وویل، چې د ایران او پاکستان له چارواکو سره خبرې شوې او هغوی ژمنه کړې چې ۱۵۰۰ بنديان به افغان لوري ته وسپاري. خو هغه دا څرګنده نه کړه چې له کوم هېواد څخه به څومره بنديان خوشې شي.

سربېره پر دې، په وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته لېږلو بهير زيات شوی دی. د چارواکو په وينا، له تېر ميلادي کال راهيسې تر اوسه پورې، شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان او تر يو ميليون زيات افغانان له ايران څخه افغانستان ته ستنول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د حضرت شعیب علیه‌السلام له مبارکې مقبرې چې راووتم، د زړه په کُنج کې یو پټ غږ راپورته شو. دا غږ نه د باد...