Homeادبلنډه کیسهنوی مدافع وکیل | لیکوال: فرانتس کافکا

نوی مدافع وکیل | لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند ||

موږ ته يې نوی مدافع وکیل رالېږلی، بوکفالوس (د مقدوني سکندر د آس نوم). د هغه څېره لیدونکو ته هغه وخت چې یو وخت دی د مقدوني سکندر جنګي آس و، سم نه شي وریادولی؛ خو که څوک له دغه کيسې نه لږ هم خبر وي، د څه معلوماتو پته لګولی شي. څو ورځې وړاندې مې د محاکمې په دروازه کې پام شو، چې یو ساده خدمتګار د آسځغلونې د آس دایمي پېرېدونکي په توګه ښاغلي وکیل ته په ځير ګوري او په حيرانونکي انداز د هغه اوچت او لوی ګامونو ته متوجه دی.

هو، د وکیلانو مشرتابه پلاوی محکمې ته د ښاغلي بوکفالوس له راتګ سره مخالف نه دي. هر یو په حیرانونکي انداز له ځان سره وايي، چې بوکفالوس د اوسني ټولنیز نظام په ستونزمن حالت کې ولاړ دی؛ نو پر دې اساس او په تاریخ کې د هغه د غوره کړنو له امله د مرستې وړ دی. نن – څوک له دې سترګې نه شي پټوی – مقدوني سکندر نشته. پرېمانه خلک د انسانوژنې ماهرین دي او دا چې د مېلمستیا پر مېز یو ملګری ښکار وګرځول شي، دا کار هم لږ نه تر سترګو کېږي او پر ځینو خو د مقدونيې ځمکه دومره تنګه شوې، چې فيلېپ – د لوی سکندر پلار – کنځي؛ خو له دې سره سره بیا هم هېڅوک او هېڅوک هند ته لار نه شي موندی. هغه مهال هم د هند دروازو ته رسېدا ناشوني و؛ خو د باچا تورې لار وروښووله. نن يې دروازې لرې او لوړو سیمو ته وړې دي. څوک لار نه ښيي. ډېر کسان توره په لاس ولاړ دي، یوازې د دې لپاره چې تورې پر خپل سر وګډوي او که څوک ورته پرلپسې وګوري، سترګې به يې تورې شي.

نو څومره ښه به وي، چې د بوکفالوس په څېر په حقوقي کتابونو کې ډوب شو. هغه ازاد، ډډې یې له سپرو خالي، د څراغ په رڼا کې او د سکندر له شخړو لرې زموږ د پخوانیو او زاړو کتابونو پاڼې اړوي او لولي يې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...