پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاوچا وايي، د افغانستان ۶۷٪ سیمې د اوبو د کموالي ستونزه لري

اوچا وايي، د افغانستان ۶۷٪ سیمې د اوبو د کموالي ستونزه لري

تاند(دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ټولو ولایتونو له درو څخه په کابو دوه برخې یعنې ۶۷٪، کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت ستونزه شته.

اوچا ویلي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیون خلک پاکو اوبو ته اړتیا لري او له همدې کبله د ۱۶۳ میلیونه ډالرو بودیجې غوښتنه کوي.

اوچا وايي، د څښاک د پاکو اوبو، روغتیا او حفظ الصحې اړتیا خپل هیواد ته د میلیونونو افغان کډوالو د ستنېدو، وچکالۍ، د ناروغیو د خپرېدو، مکررو سېلونو او زلزلې له امله زیاته شوې ده.

د افغانستان د ټولو سیمو پر بنسټ ارزونې ښيي چې شاوخوا ۸۵٪ کورنیو لږ تر لږه یو چاپېریالي خطر تجربه کړی دی، او د پاکو اوبو او حفظ الصحې اړتیا لرونکو کورنیو شمېر د ۲۰۲۴ کال له ۲۶٪ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۳۷٪ ته لوړ شوی دی.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره همداراز د ښارونو او کلیو په منځ کې پاکو اوبو ته د لاسرسي د زیاتېدونکي توپیر یادونه کړې، او ویلي یې دي چې که څه هم په ښارونو کې بنسټونه ښه کېږي، خو کلیوالي کورنۍ د لوړو لګښتونو او د اوبو له سرچینو د لرې والي له ستونزو سره مخامخ دي.

سربېره پر دې، په کلیو کې د اوبو سرچینې د زیاتېدونکي وچکالۍ له امله وچېږي. دې ستونزې د هغو کورنیو عاید، چې په کرنې پورې تړلی دی، شاوخوا ۱۳٪ کم کړی او د دوی پورونه یې شاوخوا ۳۰٪ زیات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...