یکشنبه, مې 12, 2024
Homeداسې هم شتهساینسایل جي په امریکا کې اتومات موټر جوړوي

ایل جي په امریکا کې اتومات موټر جوړوي

تاند- د ایل جي (LG) نوم به مو ډېر اورېدلی وي او په دې خاطر به یې پېژنئ چئ موبایل ټېلفونونه، کمپیوترونه او تلویزیونونه جوړوي.

دا کوریايي شرکت اوس غواړي چې د امریکا په دیترویټ کې په ۲۳ زره مترمربع مځکه کې د اتومات یا بې چلوونکي موټرو د پُرزو فابریکه جوړه کړي.

ایل جي به پر دې فابریکه ۲۰۹ ملیون ډالره ولګوي. په دې فابریکه کې به لږترلږه ۲۹۲ تنه کارګر او انجنیران په کار بوخت شي.

دا کمپنۍ وايي چې لا یې په نیت کې نشته چې اتومات موټر جوړ کړي خو د جنرال الیکتریک په شمول یې د ډېرو الیکترونیک موټرو لپاره پُرزې جوړې کړي دي.

بېټرۍ، الیکترونیک یا برقي انجنونه، چارجرونه او نورې پُرزې دې کمپنۍ جوړې کړي دي.

ایل جي شرکت د روان ۲۰۱۷ م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د یو نیم ملیارد ډالرو په ارزښت راز راز پُرزې جوړې کړې چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۴۳ زیاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب