پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+شعرستان؛ د شعرپوهنې پېښه

شعرستان؛ د شعرپوهنې پېښه

| نعمت الله صديقي

د نړۍ په ادبیاتو کې معمولا ادبي پېښه هغه وي، چې په یوه ادبي برخه کې یو څوک داسې یو شهکار رامنځته کړي، چې د تېر او راروان تاریخ او روایت په اوږدو کې د خپل نوعیت له مخې انفرادیت ثابت کړي، شعرستان د همداسې ادبي فنونو د تیورۍ یو اثر یا پېښه ده، چې په پښتو شعرپوهنه کې هم په تېر روایت کې منفرد ځای لري او هم به په رارونه شعرپوهنه کې د معلومو ځانګړنو په اساس منفرد مقام ولري.

په تېر روایت کې د شعرستان ځای معلوم دی، زموږ په ادبي بحثونو کې د تیورۍ دا بحث د پوهنتونونو او کاډمیو د نصاب او تحقیق څانګوالو د خپلو تیزسونو له سل و زر مجبوریتونو سره لیکلی دی او یا په داسې ازاد ډول لیکل شوی، چې نه لیکل یې د تامل تر حده ښه وو. یعنې دا تیوري د منظم او سستماتیک کار پر ځای په غیر منظم هجوم اوړېدلې تیوري ده او د دې کار یو ډېربد اثر په تخلیقي خواوو هم پرېوتی. شعرستان زموږ د دې ګډې وډې او پاشل شوې تیورۍ په منځ کې یو منظم او سستماتیکه هڅه ده، خو یوازې منظموالی او سستماتیک کار یې د پېښې ترحده ځانګړنه نه ده؛ بلکې نوره ګڼې داسې ښیګړې هم لري، چې زموږ د ادعا تایید کوي، البته وروسته به پرې خبرې وکړو.

په راروان کې یې انفرادیت د ډاکتر صاحب درمل د نثر او د علم د ارایې میتود او سبک دی، چې په خورا لوړ عالي نثر یې لکه څنګه چې لازم وو دې بحثونو ته وده او هویت ورکړی دی. روان، سلیس او فصیح نثر د ډاکتر صاحب هغه ځانګړنه ده، چې د ده ارایه کړیو علومو ته یې ځانګړې او اسانه ژبه ورکړې ده. ډېر پېچلي او بغرنجه مسایل پکې په خورا نرم او مدلله بڼه حل شوي دي، د محاورې یا روزمرې ترحده بحثونه او اصطلاحات اسانول د کمو بهترینو لیکلوالو هنر دی، بېشکه چې ډاکتر صاحب په دې برخه کې ډېر عالي او خپل ځانګړی طرز لری.

استدلال او تخیل د ډاکتر صاحب درمل د نثر بل هغه کمال دی، چې د ده د طرز د ایجاد په برخه کې یې سړی زړور یادولی شي، که څه هم علمي ژبه د جملو او کلمو کارونې دقیقه محاسبه او دقت غواړي، مګر د ډاکتر صاحب د نثر هنر دا دی، چې له دې ډول دقت سره سره په همدې تخیلي اساس ‍‍‍ډېر کله خپل نثر د کلیشيي جملو پر ځای نوې جملې جوړوي او همدا علت دی، چې د ده نثر بېخي نوی او منفرد نثر وي.

علمي قضاوتونه او استدلال کول یې د ده د نثر د طرز یو بل تمایل دی، زموږ د علمي مقالو یو غټ عیب دا دی، چې هر څوک د خپل استدلال له مخې علمي فرضیې داسې راوړي یا جوړوي، چې  نورو ته پکې د ګنجایش ځای لږ وي یا بېخي نه وي، مګر د شعرستان په نثر کې داسې نه دي شوي، بلکې د تاملاتو له مخې یې علمي فرضیو سره علمي او تحولي چلن کړی دی، خبره د تپنې تر حده نه کوي، استدلال کوي او یا نورو خبرو او فرضیو ته ځای او ګنجایش پرېږدي.

شعرستان د محتوا له پلوه هم د پېښې وړ او د یادولو وړ کار او زیار لري. زموږ پښتو شعريوهنه تراوسه لا هم د یو ډول تکراري شعرپوهنې له بڼې نه ده راوتلې، همغه زاړه فنون او بدیعي او بیاني  تحلیلونه دي، چې له کلاسیک شعري دیوانونو سره یو ځای په یو ډول راروان دي، حال دا چې د بدیع او بیان علوم د زړښت او د تکرار وړ بېخي نه دي، موږ داسې فکر کوو، چې همدا تشبیهات او استعارې د ټولو شعري ځانګړنو لپاره یو ډول فورمول دی او په یو ځل تحلیل او تطبیق به خبره خلاصه شي؛ خو د شعرستان عملي خوا راته وايي، چې دا علوم همدومره پراخ دي لکه څومره چې د شعر ماناوې او امکانات پراخ او متنوع دي.

موږ د فنونو د تیورۍ به برخه کې تراوسه دومره جامع اثر نه درلود او ځکه ممکن زموږ د بدیعي او بیاني دې علومو زموږ د نقد برخه هم کم رنګه او محدوده کړې وه. په شعرستان کې تر ټولو اساسي برخه د همدې علومو د بیا احیا فکري او فني تحلیل او تطبیق دی یعنې له نویو بېلګو سره نه یوازې دا  فنون له سره په نوي بڼه معرفي شوي دي؛ بلکې نوې خبرې او برداشتونه په نوې بڼه داسې وړاندې شوي، چې عادي او بېخي مبتدي لوستونکي هم پرې پوهېدلای شي. مبتدي لوستونکي ځکه، چې زموږ دا علوم تراوسه په خورا پېچلي ډول له موږ سره موجود وو او د مبتدي لوستونکو لپاره دا له چیلنج کم نه وو.

په دې برخه کې د شعرستان بله ځانګړنه دا ده، چې دا تیوري یا شعرپوهنه یې له تخلیقي هغه اړخ سره وړاندې کړې ده، زموږ په هیڅ بدیع او بیان کتابونو کې به ونه ګورئ، چې مثلا یو څوک نقاد او لیکوال دې د تشبېه، استعارې او یا د صنعتونو په تخلیقي شالید، نقش او د کارونې په هنر دې یې دومره ژور غږېدلي وي؛ مګر د شعرستان په اکثریت بحثونو کې د همدې برخو تخليقي او تطبیقي نقش لولو.

د تشبېه او استعارې ارکانو او قرینو داسې وړاندې کول، چې د ماناوو نوي امکانات یې پکې موندلي دي، دوه خبرې روښانه کوي، یو دا چې دا علوم هم د معاصرو نورو علومو په څېر ناتمامه نړۍ لید او پراخ امکانات لري، چې د شعرپوهنې اوزار یا تلې یې ورسره  هر وخت نوې خبرې او ماناوې راایستلی شي. دویم دا چې دا فني اوزار یا تلې هم د ادبي جوهر یا ادبییت په روښانه کولو کې پراخ او متنوع نقش لري، چې په اساس یې ادبیات له نا ادبیاتو بېلولی شو. چې له شعرستان سره دا ډول تصور بېخي د نوي نوعیت کار او هڅه ده.

د بیان او د بدیع د برخو له بحث پېژندنې وروسته یې دا هره برخه تبصرې لري. دا تبصرې که له یوې خوا د لیکوال او نقاد د همدې علومو فني او تخلیقي بصیرت ښکاره کوي؛ نو بل خوا د دې بحثونو اهمیت او خورا ډېره بریکه فني پرتلنه هم وړاندې کوي، چې د دې علومو دومره غنامنده برخه خو زموږ څه چې د ګاونډیو ادبي نقد هم نه لري او یا زه چې ترې خبر یم اردو ادبي نقد یې نه لري. (البته د نصابونو او پوهنتونونو استثنا ځکه نه یادوم، چې دغه استثنا هر چېرته عموما په یادولو نه ارزي.)

د شعرستان بل کمال دا دی، چې د همدې علومو او مضامینو یوه ډېره متوازنه کټګوري لري، په بله وینا د موضوعاتو د اهمیت او نه اهمیت خورا جالبه فیصلې دي، مثلا په سلګونه ادبي صنعتونه دي؛ خو شعرستان هغه څه بحث کوي، چې د شعر او ادبیاتو له ادبي ماهیت او جوهر سره سروکار لري، هغه څه پکې نشته، چې په دې برخه کې د دا ډول ادبیاتو د ګټې وړ نه دي، یا ښه ده، ووایو ناادبي صنعتونه پکې نشته.
د فنونو له دې بحثونو سره یو شمیر نوره نوي بحثونه هم راوړل شوي دي، مثلا د اساطیرو یا سېمبولونو بحث یې یادولی شو، موږ تراوسه دنورو ژبو په پرتله د اساطیرو بحث له شعر و شاعرۍ او تخلیقي نقش سره نه لرو، حال دا چې دا بحثونه د نوې یا معاصرې شعرپوهنې په برخه کې له خورا نویو او مهمو بحثونو ګڼلی شو.

د شعري اوزانو او د هندسي جوړښت په اړه زموږ د کتابونو دا بحث هم لکه د نورو بحثونو غوندې په نشته حساب دی؛ مګر شعرستان نه یوازې د شعر د دې شکل (هیئت) په اړه جامع او پوره خبرې لري؛ بلکې د شعر یا د تخلیق داخلي شکل (ادبي ماهیت) په اړه هم داسې خبرې لري، چې حد اقل زموږ په بحثونو کې یې ځای نه درولود. په شعرستان کې دا بحثونه یوازې تحلیلي بڼه نه لري او نه هم یوازې په علمي ډول له خپلو یوازې اصولوسره وړاندې شوي دي؛ بلکې اکثر بحثونه یې ضمني او حاشیوي خبرې هم لري، چې د نورو اړوندو فني پرتلنو ترڅنګ عمومي او ضمني بحثونه ورسره غوټه دي.

زه د یوه څانګوال په توګه ویلی شم چې د شعرستان دا او دېته ورته ځينې نور نثري او علمي چلندونه، ځانګړنې او ښېګړې دي، چې د پښتو د شعرپوهنې په تېر او راروان دواړو دورونو کې به د خورا ډېر لوړ ادبي مقام لرونکی اثر وي او یا حد اقل د یوه ډېر معقول کار او زیار د بنسټ په توګه به یې مقام ثابت وي؛ نو په همدې اساس یې د خپلې پښتو شعرپوهنې یوه ډېره زوروره او زبردسته ادبي پېښه هم بولم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب