دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهڅېړنې ښيي، بریتانیايي کورونا ۶۴ ٪ وژونکې ده

څېړنې ښيي، بریتانیايي کورونا ۶۴ ٪ وژونکې ده

تاند(پنچشنبه، د حوت۲۱) د وروستیو څېړنو له مخې، چې پایلې یې پرون (چهارشنبه) خپرې شوې، په بریتانیا کې د کورونا متحرک وایرس د کورونا تر مخکینیو ډولونو په سلو کې ۶۴ وژونکی دی.

د کورونا دا ډول اوس د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې خپور شوی او له دې وایرس سره مبارزه یې سخته کړې ده.

د بریتانیا حکومت هم په جنورۍ کې د یوې جلا طبي څېړنې پر اساس ویلي و چې د پخوانیو ډولونو په پرتله پر دغه متحرک ډول کورونا وایرس، د مړینې خطر لږترلږه په سلو کې ۴۰ ډېر دی.

د بریتانیا د اکستر پوهنتون له لوري د وروستۍ څېړنې پایلې د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا په طبي ژورنال یا بي ایم جي کې خپرې شوې.

څېړونکو له اکتوبر څخه تر جنورۍ پورې په کورونا د کابو ۵۵ زره اخته کسانو حالت څارلی دی.

ویل شوي چې دې کسانو، چې ۲۸ ورځې څارل شوي، په بېلابېلو عمرونو او توکمونو او قومونو پورې تړاو درلود.

د څېړنې له مخې، په دې ډول کورونا وایرس په هرو زرو کسانو کې څلور اعشاریه یو مري. دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایرس په مخکیني وایرس په هرو زرو کې ۲ اعشاریه ۵ مړه کېدل.

د بریتانیا د ریډینګ پوهنتون د حجروي مایکروب پېژندنې استاد سایمن کلارک وايي«د کورونا وایرس د دې متحرک ‌ډول د مړینې لوړ خطر او ژر خپرېدو ته په کتو له هغه سره مقابله د نړۍ د حکومتونو ستره ننګونه ده خو په عین حال کې دا ضرورت په ډاګه کوي چې دولتونه باید واکسیناسیون ته پام زیات کړي او تر څو چې یې وس رسېږي د واکسین ورکولو بهیر چټک کړي.

حاضردمه له اسراییل وروسته د نفوس تناسب ته په پام په بریتانیا کې تر ټولو ډېر کسان د کورونا پر ضد واکسین شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه د واکسین په برخه کې درېم ځای لري تر پرون ناوخته پورې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ورځې ۲ اعشاریه ۱۷ ملیون ډوزه واکسین ورکول کېږي او تراوسه په دغه هیواد کې ۹۵ اعشاریه ۷ ملیون ډوزه واکسین پیچکاري شوی دی. هر تن ته دوه ډوزه واکسین پکار دي.

د چهارشنبې تر ورځې (مارچ۱۰) پورې د افغانستان په شمول د نړۍ په ۱۱۸ هیوادونو کې څه باندې ۳۲۱ ملیون ډوزه واکسین ورکړل شوي او د ورځې ۸ اعشاریه ۳۱ ملیونه ډوزه واکسین تزریقېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب