دوشنبه, مې 6, 2024
Home+سپین ببر د هند له بازاري فلمونو سره متفاوت فلم

سپین ببر د هند له بازاري فلمونو سره متفاوت فلم

عصمت څاروان

د هند سینما یا بالیووډ د تفریحي یا بازاري فلمونو ترڅنګ چې یوه لویه برخه یې نڅاوو او سندرو ته بېله وي، ځینې هنري فلمونه هم جوړوي.

په داسې فلمونو کې یو هم سپین ببر یا (The White Tiger) دی چې په وروستیو کې جوړ شوی او نیټ فلیکس خپور کړی دی.

د دې فلم اتل یا اصلي لوبغاړی نه شاهرخان دی او نه کومه بله وتلې څېره خو طبیعي او حقیقي ژوند ته نژدې کار یې د سینما د هنر پر هر مینه وال اغېز کوي.

دا لومړنی فلم دی چې ادارش ګوراو (Adarsh Gourav) پکې مرکزي رول لوبوي.

دا فلم د (The White Tiger) په نوم د اراویند ادیګا (Aravind Adiga) د ناول پر اساس، چې په ۲۰۰۸ کې چاپ شوی، جوړ شوی دی.

که څه هم د فلم کیسه ښايي په یو نه یو ډول په ګڼو فلمونو کې تکرار شوې وي خو پیغام یې راښکونکی دی. هغه ځای چې وايي؛ که غواړې چې په دې هیواد کې شتمن شې باید یا سیاست وکړې او یا جنایت.

دا فلم یا سپین ببر چې، ایراني الاصله امریکايي رامین بَحراني جوړ کړی، د یوه بېوزله ځوان کیسه ده چې له یوې شتمنې کورنۍ سره موټروان کېږي خو د هغوی له لوري ورسره د مريي په شان چلند کېږي او دا چلند د دې سبب کېږي چې یو مظلوم او تابع انسان جنایتکار شي.

اصلي کیسه هغه وخت پیلېږي چې د بادار زوی یو سړی په موټر وهي او پړه یې پر بېوزله چلوونکي اچول کېږي، پر ده لیک لاسلیکوي چې موټر یې چلاوه او یو څوک یې وواهه او بیا ورته وهم نه درېده.

ډایرکتر د فلم په پیل کې دا پېښه راښيي خو نه مو پرې پوهوي او فلم شا ته بیايي، د بېوزله هلک کوچینوالي ته.

د دې لپاره چې د شتمنې کورنۍ لپاره د بېوزله نوکر قرباني کېدا په کیسو او فلمونو کې څه نوې خبره نه ده، ډایرکتر غوښتي چې کیسه وروسته وړاندې کړي او له فلم سره نابلده لیدونکی یو څه حیران کړي.

د دې فلم بله ځانګړتیا دا ده چې ډېر ځلې د فلم کرکترونه کمرې ته د مستند فلم په شان مخامخ ګوري.

دا فلم سره له دې چې طبقاتي اختلاف او سیاسي فساد ښيي دا هم نه پټوي چې د سوسیالیست ګوند مشهوره ولسي استازې هم په فساد کې غرقه ده.

سپین ببر فلم پر دې سربېره دا ښيي چې له بېوزلو او عامو خلکو څرنګه په زوره پیسې شکول کېږي او سیاستوالو ته رشوت ورکول کېږي.

د هند په ټولنه کې د مرییتوب او په مرییتوب عادت هم د فلم یوه اصلي موضوع ده.

د فلم اتل په خپله جنایت کوي او ښايي ډایرکټر نه غواړي چې پر کیسې اخلاقي قضاوت وشي بلکې غواړي په دې تاکید وکړي چې په یوه فاسده ټولنه کې یو ساده زړی انسان څنګه فساد ته بیول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب