پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبشعر د سولي زېری | عبدالباري جهاني

 د سولي زېری | عبدالباري جهاني

یو ګیدړ سهار وختي پر آذانونو

ورغلی وو د کلي تر کورونو

تر یو څو تنګو کوڅو کورونو وړاندي

سو په ستر ګه یې یو چرګ له وني لاندي

کُلنګي چرګ لوړي وني ته ختلی

ایله اوس یې خپل وزر وو رپولی

چي اوږده یې کړه آدان ته خپله غاړه

ګیدړ هم له لاندي وکړله رمباړه

د آذان ږغ یې کړ وچ د چرګ په خوله کي

د مرګي داړي یې  تیري سوې په زړه کي

چي یې وکتل له پاسه څخه لاندي

ګیدړ ویړه خوله ولاړ دی ورته خاندي

ویل چرګه داسي زېری مي راوړی

له خوښۍ ژوندی کوي د کلو مړی

هغه داچي تېره شپه لویه جرګه وه

د زمري پاچا په کور کي مرکه وه

راټول سوي پکښي خره او چغالان وه

هم اوزګړي هم لېوان وه هم غوایان وه

پکښي زرکي وې بازان او شاهینان وه

کیشپ، زاڼي وي هوسۍ وې ګیدړان وه

له هر قوم څخه استازي وه راغلي

چا دوه درې چا لويي ډلي رالېږلي

زمري خان پاچا صادر لومړی فرمان کړ

ځناورو کي یې جنګ ختم اعلان کړ

چاچي کړي دي تر اوسه یرغلونه

د کمزورو یې څیرلي دي نسونه

ختموي به خپل تر منځ عداوتونه

یو پر بل باندي به نه کوي ظلمونه

نور معاف دي پخواني جنایتونه

تر دي وروسته به څوک نه کوي جنګونه

زمري خان ویل زه امن ټینګومه

د لېوانو اوږدې داړي لنډومه

او کاږه منګول څوک نه سي پرېښودلای

باز به نه سي په منګول زرکي څیرلای

شرمښان او ګیدړان به ټول واښه خوري

له چرګانو سره یو ځای به دانه خوري

سره وروڼه دي که خره دي که زمریان دي

نور په سوله کي کوتري او بازان دي

که ځنګلونه دي که غرونه که دښتونه

د نړۍ د ځناورو دي کورونه

بنیادم دی ګډ دښمن د ځناورو

چي چړې راپسي ګرځوي ملګرو

جرګه  ختمه سوه په تاخته یم راغلی

ستا تر غوږه مي دا زېری رسولی

پر موږ تولو دي دا زېری مبارک وي

هسي نه وي چي د چا په زړه کي شک وي

چي هوښیار ګیدړ د ښکار په ننداره سو

له قلا څخه یو سپی پر را ښکاره سو

یو خړ سپی وو په ځان غټ لکه زمری وو

تر ګیدړو چغالانو ګړندی وو

مخامخ چي د ګیدړ پر خوا روان سو

ګیدړ سمدستي اخته په غم د ځان سو

چي ځغستا ته یې ځان جوړ کړ چرګ کړل ناري

ګیدړ خانه ولي ووتې له لاري

څه خوږې دي لګېدې پستې خبري

پر غوږونو پرېوتې لکه شکري

یو څه تم سه چي خړ سپی را ورسیږي

زه یقین لرم چي دی هم خوشالیږي

په تلوار چي له میدانه اخلې منډه

ډېره ژر دي کړه د سولي کیسه لنډه

ګیدړ وویله چرګه زه اوس ځمه

تر ځنګله ځان رسوم بیرته راځمه

سپی مي خواته ډېر په تاخته را روان دی

هر ګړی مي پاتېدل ځان ته تاوان دی

زه چي ګورم سپی په قار را معلومیږي

قهرېدلي سپیني داړي یې ښکاریږي

هسي نه چي وي له سولي ناخبره

په یوه حمله مي مړ کړي ناببره

زما په خوله به هسي ګټه سي سکروټه

نه درمل نه به پوښتنه کوي ګټه

زه به مړ یم چي په سوله سپی پوهېږي

جنګ او سوله خو له ژوند سره جوړیږي.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ لسمه  ویرجینیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب