سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeمقالېدریامریکا د سولې په ځای د معاملې په تکل کې | افغان...

امریکا د سولې په ځای د معاملې په تکل کې | افغان ګل بې ګناه

یوازې د سولې مشورتي جرګه کولای شي د سولې په خبرو کې د معاملې مخه ونیسي.

د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومته غوښتي چې د سولې مشورتي جرګې له رابللو مخکې، له طالبانو سره د خبرو لپاره یو ګڼ اړخیز پلاوی وټاکي او له طالبانو سره خبرو ته کېني.

خليلزاد دغه خبره وروسته له هغې وکړه چې په اسلام اباد کې یې د طالبانو له استازو او سعودي او پاکستان له چارواکو سره وکتل. په داسې یوه وخت کې نوموړې غوښتنه پوښتنه پیدا کوي چې خلیلزاد ولې د مشورتي جرګې له جوړېدو مخکې د طالبانو او افغان دولت خبرې غواړي. شاید په دې سره خلیلزاد وغواړي د مشورتي جرګې د جوړېدو او یا هم اغېزناکتیا مخه ونیسي. ځکه، د سولې مشورتي جرګې اصلي هدف د سولې خبرو ته د دواړو متخاصمو لورو کېنول دي، د ماضي پرخلاف اوس که دواړه لوري دې ته چمتو وي چې خبرو ته سره کېني، نو بیا د مشورتي جرګې جوړېدو ته اړتیا نه پاتې کېږي.

له بل پلوه، اټکل دا دی چې د سولې مشورتي جرګه شاید په نظام کې د پراخو اصلاحاتو او بدلونونو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړي، ښکاره ده چې امریکا به په دې کار سره تر ډېرې اندازې په افغان حکومت کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي، خو امریکه له دې موضوع سره حساسه ده. امریکه په افغانستان کې د روسیې له نفوذه سخته وېرېږي او فکر کوي چې طالبان به د سولې خبرو پر مهال یوسره د روسیې تر نفوذ او اغېز لاندې راشي؛ نو امریکه هڅه کوي، چې له یوې خوا طالبان ترغیب، روسیې ته یې بې باوره او مجبوره کړي چې تر څو د امریکې لور ته وګروهېږي او له بلې خوا په طالبانو کې لکه د افغان حکومت غوندې یوشمېر مبتذلې څېرې په رشوت او بډو سره د خپل هېواد د ګټو خلاف د امریکې ګټو ته استخدام کړي، نو ځکه امریکه د کابل او طالبانو خبرې د سولې مشورتي جرګې تر جوړېدو مخکې غواړي.

ښکاره ده که له مشورتي جرګې مخکې د سولې خبرې پیلېږي، نو دغه خبرې به بې پلانه، بې لوري او ګډې وډې وي او په پایله کې به دغه خبرې په افغان حکومت کې د خپل نفوذ او جاسوسانو پرمټ د ناکامۍ لور ته یوسي. په دې صورت کې به بهرني هېوادونه په اسانه کولای شي د سولې له اړتیا او افغانانو له مجبورۍ ګټه پورته کړي او د خلکو واقعيي استازي یوې معاملې ته اړباسي.

دا په داسې حال کې ده، که چېرې سولې د خبرو پرمهال بهرني عمال او هېوادونه هڅه وکړي چې دغه خبرې تر خپل انحصار، اغېز او نفوذ لاندې راولي او کوم لاسپوڅی نظام او حکومت پر افغان ولس وتپي، دا به بله ستره تېروتنه وي، چې په هېواد کې به د یوې بلې جګړې د پیل او دوام سبب شي. ځکه هم د افغانستان زاړه ۵۰۰۰ کلن تاریخ او هم اوسني ۲۵۰ کلن تاریخ په ګوته کړې چې افغانستان د پردیو د مداخلې، نفوذ او اشغال هېواد نه دی او هرې امپراطورۍ چې دغه هڅه کړې دلته یې خپل سر خوړلی او ځکه نو افغانستان د امپراطوریو د هدیرې لقب ترلاسه کړی.

افغان ولس د افغانستان په مساله کې له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي، چې د شاه شجاع ګانو د جوړېدو هڅه دې نه کوي، ځکه نه دا چې هېڅ شاه شجاع د دوی ګټې نه شي تضمینولی، بلکې یوازې به د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي او که نه، دا یوازې یو خپلواک، ځواکمن او مقتدر افغانستان کولای شي د ټولو هېوادونو او نړیوالې ټولنې مشروعه ګټې تضمین او عدالت تامین کړي.

له راتلونکې مشورتي جرګې هم د افغان ولس هیله دا ده چې دا خبره د ټولو غوږ ته ورسوي چې د سولې د خبرو پرمهال باید یوازې د یوې واقعيي سولې لپاره کار وشي او د هېڅ یوې معاملې لپاره هڅه ونه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب