سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeمقالېدرید مذاکراتو تکتیکونه او ګټونکی څنګه معلومېږي؟

د مذاکراتو تکتیکونه او ګټونکی څنګه معلومېږي؟

نسیم الله دانش 

د دوو یا ډېرو طرفونو تر منځ هغو خبرو اترو ته مذاکرات وايي چې پرېکړې ته د رسېدو لپاره کېږي. مذاکراتو کې گټونکی واضح معلوم نه وي، بلکې دواړه خواوې د خپلې گټې په نظر کې نیولو سره د خبرو له لارې تفاهم ته رسېږي او دا خبرې هغه وخت کېږي چې ښکېلې خواوې شخړه کې تاوان ویني يا هغه وخت کېږي چې طرفونه د شخړو او دعوو پر لپاره کافي اسناد ونه لري. مذاکرات کله د جانیبیونو تر منځ مستقیم وي او کله بيا د یو یا ډېرو منځگړو په حضور کې کېږي. مذاکرات فرق لري، یو ډول يې داسې دي چې درېیمگړی د لوريو ترمنځ یوازې د مذاکراتو زمینه برابروي او یو ډول داسې دي چې منځگړی یو طرف او بل طرف په مختلفو تکتیکونو سره پرېکړې ته د رسېدو لپاره رضا کوي. د منځگړي له رول او تکتیکونو تېرېږو مستقیم د مذاکراتو پر تکتیکونو او گټونکي لنډ بحث کوو. البته د لیکنې انگيزه اوس کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات دي.

دغو روانو خبرو کې دواړه خواوې د ډېرې گټې لپاره له مختلفو تکتیکونو کار اخلي. زموږ ډېری هېوادوال چې له بېلابېلو ادرسونو د طالبانو، امریکا او افغان دولت خبرې واوري نو وارخطا شي، په ټولنیزو رسنیو کې مایوسه او یا هم په قهر وي. د روان حالت د ښه تحليل لپاره کېدی شي چې دا لنډه ليکنه ستاسې مرسته وکړي.

د مذاکراتو تکتیکونه:

لومړی دا چې تر مذاکراتو مخکې جانبین د شخړې د هواري لپاره هر اړخیزه مطالعه کوي او سره کرښه له ځان سره پټه ټاکي. د دې تر څنګ د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې پر غوره بدیل او بدترین بدیل فکر کوي چې په انګلیسي کې ورته

Best Alternative to a Negotiated Agreement

Worst Alternative to a Negotiated Agreement

وايي، مانا دا چې د مذاکراتو د ناکامیدو په صورت کې به غوره بدیل او بد بدیل کوم وي. بدیلونه سره پرتله کوي، که د غوره بدیل تله درنه وي نو ډېر نرمښت نه ښیي، هڅه کوي چې تر خپل غوره بدیل ډېر څه لاسته راوړي. که غوره بدیل یې کمزوری وي او بد بدیل ته د تگ امکان ډېر وي نو بیا ډېر نرمښت ښیي.

دويم دواړه جانبین د مذاکراتو پيل کې د افراط تر کچې د یو او بل مخې ته وړاندیزونه او غوښتنې ږدي. د مثال په ډول د پیسو معامله راوړو: که د یو جانب سره کرښه د مذاکراتو له لارې پنځوس ميليونه افغانۍ ترلاسه کول وي نو د پنځه سوه ميليونه افغانيو غوښتنه کوي، همدا شان دويم جانب، غواړي چې مخالف لوري ته تر سل ميليونه افغانيو پورې ورکړي او همدا یې سره کرښه وي نو د شل ميليونه افغانيو وړانديز کوي. دا ډول چانيز تکتیکونه امریکا کې ډېر استعمالېږي، افغانستان کې بيا تر دې کچې نه دي.

که د طالبانو او امریکا اوسنیو مذاکراتو ته وکتل شي نو همدغه تکتیک په کې روان ښکاري. طالبان لوړ غږېږي، امریکا يې جگه تړي او افغان دولت يې ټيټه نۀ وايي. معمول دا دی چې طرفونه تر لومړنيو وړاندیزونو او غوښتنو وروسته بیا د قوي دلايلو په وړاندې کولو او کوم لوري سره د څه اسنادو د لرلو په وجه یو او بل ته ټیټېږي او یو تفاهم ته رسېږي. شاید پاسنۍ معامله د پنځوس ميليونه او یا هم اويا ميليونه افغانيو په ورکړې سره ختمه شي. دې صورت کې دواړه خواوې فکر کوي چې دوی په گټه کې شول، ځکه یو طرف فکر کوي چې ټاکلی هدف پنځوس ميليونه يې تر لاسه کړ او د اويا ميليونه افغانيو په ترلاسوي وايي چې شل ميليونه يې زيات هم ترلاسه کړل. دويم جانب فکر کوي چې تر سل ميليونه افغانيو کم رقم يې وصول کړ نو گټه يې کړې. که د دواړو خواوو غوره بدیل له شويو وړاندیزونو او غوښتنو گټور وي نو بیا مذاکرات اوږدېږي او زیات وخت نیسي. که مذاکرات درېیمگړی لري نو دغه وخت له خپلو تکتیکونو کار اخلي، د مزاکراتو د ناکامېدو په صورت کې دواړو جانبو ته ناوړه پایلې او تاوانونه په گوته کوي، پرېکړې ته د رسېدو نوي اپشنونه ورته ښيي او دوی ته پر اپشنونو (اختیارونو) د فکر کولو وخت ورکوي. نورو ملګرو او ملاتړو سره یې غږېږي، د نه منلو په صورت کې منځگړی د کومې پرېکړې حق نۀ لري دا حق هم نۀ دی ورسره چې کوم لوري ته گرم يا ناگرم ووايي.

د مذاکراتو گټونکی:

ما پاس ذکر کړی چې د مذاکراتو گټونکی معلومول گران کار دی خو د جنگ مذاکراتو کې بیا گټنه په لاندې ډول اندازه کېږي:

د جنگ میدان د چا په کنټرول کې دی (طالبان پر ډېر افغانستان مسلط دي او که افغان دولت یا امریکا)، د ذخیرو او معدنونو استعمال د کوم لوري په لاس کې دی، څوک مالیه اخلي، خلک چا سره دي او څوک یې اداره کوي، د چا اردو یا جنگیالي له منځه تللي دي، د چا جنگیالي یا اردو منسجمه ده او سمه اداره لري، د چا تلفات ډېر دي، د چا مالي زیان ډېر کېږي،څوک ډېر ملاتړي هېوادونه لري او داسې نور…؟

اوس نو زما پر ځای خپله نتيجه‌گيري وکړئ، دومره به زه ووایم چې د طرفونو مرکو او ليکلو پسې ډېر مه گرځئ يا تشويش مه کوئ ځکه تبليغاتي ادرسونو نه د ډېرې گټې لپاره تکتيکي کار اخيستل کېږي. قطر کې د بندو دروازو تر شا د روانو خبرو پایلې څنگه راوځي د وارخطايۍ پر ځای حوصله‌من انتظار پکار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب