شنبه, اپریل 27, 2024
Home+استاد شپون او نېښ داره ژبه | همت عمرزوی

استاد شپون او نېښ داره ژبه | همت عمرزوی

د ٢٠١٧م کال وروستی میاشتې وي چې د پښتو د ادب  اوڅار نقاد، لوی ليکوال ارواښاد استاد سعدالدین شپون له دې فاني دنیاڅخه د ابدپه لور وکوچېدی، بي بي سي راډيو د استاد د یادوني او قدروني په پار یوه ماښامنی خپرونه ورته بېله او ځانګړې کړه او د پښتو د اوسني ادب دوه نوموتي ليکوالان ښاغلی استاد منلی او ښاغلی استاد غضنفر يې بحث ته پرې رابللي وه، دوی دواړو استادانو د ارواښاد شپون د شخصیتي او تخلیقي ژوند پر بېلابیلو برخو ژوره علمي رڼا واچول او باور يې دا وو چې استاد خپل منفرِد، بېل راز او انداز درلود، د لیکوالی اسلوب يې ځانګړی او طبیعي وو، ژبه او کلیمات يې خپل وو… د موضوع حق يې په ښه شان ادا کړ او د استاد شپون په باب يې ژور ټکي و چېړل، دا خو زمونږ یو عام دود دی چې اوس نو آن د یو عادي چاري او عادت تر کچي را رسېدلی دی، که کوم ادیب، یا د بلي برخي کوم نومیال شخص وفات کوي نو په لومړیو ورځو کې يې د یاد او قدروني مراسم په مختلفو طریقو ترسره کېږي او وروسته يې د زمان په تېرېدو یاد زړېږي او هېرېږي، اوس دلته زما تنقیدي بحث دادی چې ولي داسي کېږي؟ دا تره خلک د هېرېدو دي؟ هغوی خو خپله معنوي جاویدانه دنیا جوړه کړې ده خو پاته ژوندی ټولني ته دا اړینه ده چې پردې دنیا د خپل فکري رغاوي په موخه هرکله سفراو ګذر وکړي، د نوري نړی لوی هنرمندان، لیکوالان، منورین… ولي تل همداسي د تاریخ پرپاڼو او د خپلو ملتونو پرزړونو او ذهنونو لوی او یاد پاته دي؟ ولي د نړیوال سټېج پر تاریخي حافظې بیا بیا یادېږي او لمانځل کېږي؟ د دوی د تلپاته هنري عظمت او ولسي محبوبیت راز په څه کې دی؟ ټولني او ملتونه يې قدرشناس او قدردان دي اوکه دوی دیادي قدروني لپاره د خپل تاریخي بګرونډپر انځور د ابدیت مٌهر لګولی دی؟
زما دغه لیکنه هم د یو تکراري دود په روحیه ترسره سوې ده، زه د استاد د شخصیت او خلاقیت د ګوټونو او اړخونو په برخه کې نوي څه خپلو خلکو او د استاد مینوالو ته نه سم وړاندي کولای خو دومره هڅه به وکړم چې، ځیني آسانه او شوني ضمني وړاندیزونه به ددې یادوني په ترڅ کې ترخپلو درنو لوستونکو ورسوم.
ځان ښودنه اومبالغه دي نه وي، ما د ډېرو نوموتو شخصیتونو، ژوندلیکونه، ځان پېښي، اتوبیوګرافی، خاطرې اویاداښتونه… لوستي دي، هریو یې خپل خصوصیت اوخپل جذابیت لري، نوي خبري او جالب معلومات وړاندي کوي، خو د استاد شپون (وو نه وو، یوشپون وو) کتاب ځان ته یوبېل کشش، نوی طرز، ماورا جذابیت او کیفیتي خوږلت لري، استاد طبیعي لیکل کړي دي، خان آباد ته دي بیايې، د ورجو د کرکيلي تجربه په تا کوي، د کابل ښوونځي او د هغه وخت زده کړیزنظام ته دي ورولي، د کابل پوهنتون د هغه وخت فضا په تا حِسوي، د وخت سیاسي او اداري روال درباندي تجربه کوي، د پښتو ټولني د کړنو مشاهده درباندي کوي، د ملګروملتونو د اطلاعاتو د ادارې په اصولو دي پوهوي، ظاهرشاهي کلونه درسره شریکوي د داودخان جمهوریت ته دي ور وړي، د خلقي کودتاوو اړدوړ درښیې، د سیاسي ستړیاوو او فشارونو ترخه څکه درباندي کوي، د مهاجرت اوپېښور نندارې ته دې وربلي، د امریکا د ژوند، د راډیويي او ژورنالیستي خاطرو البوم درته پرانېزي او هلته روان حالت در باندي ویني، د اشخاصو په شخصي خوی او طبعي دي خبروي… او بلاخره یوعالَم نوري نوي کیسې درته بیانوي… د پاخه اولوی لیکوال دغه مزیت اوغوره خصوصیت دی چې د استاد پسرلي په خبره (غره ته ختلو کړم پر ډېرو منل شووشکمن)، چې خپل لوستونکي او مخاطبین پرډېرو منل شوو مواردو شکمن کړي، د تنقیدي فکر روحیه ورکړي، د پرتلیزي شنني او ارزوني ځواک پکښې وټوکوي او بلاخره لوستونکی نه منونکی نقاد کړي.
استاد شپون ځکه په ټولني کې خپل بېل محبوبیت او جلا مقبولیت لري چې هرڅه يې په ډانګ پیلي او د حقایقو پربنا ویلي دي آن د ځان نیمګړتیاوي او عیبونه يې هم په ډاګه کړي دي، د سیاست حق يې د سیاست د ارزښت په اندازه اداکړی دی، ادب ته يې د ژوند د حقیقي او معنوي ارزښت په توګه کتلي دي، مادي اومالي مسایل يې د ژوند د عادي چلاو د وسيلې په ډول ګڼلي دي، او تر هر څه مهم دا چې د ټولنیز او روان مروج بهیر څخه يې خپل نه رضایت په جهرپه ډاګه کړی دی، خبره یوازي تر نه ریاضت اونه جوړجاړي پوري نه ده محدوده بله يې لا داچې خپله قلمي ژبه يې داسي نېښ داره کارولي ده چې بل چا دغومره جرئت نه کړی اونه يې درلودلی دی، کیدای سي چې ټولني د ده دغه منتقدانه دريځ هغسي لکه ده چې په جدیت او قاطعیت کارولی دی نه وي درک کړی، ځکه د طنز پېرایه ورسره ملګرې ده اما استاد د خپل لوی زړه او پراخه فکر په آډانه کې ډېري ظریفي او باریکي نکتې یادې کړي او نقد کړي دي چې نورو خلکو یا نه دي یادې کړي او یا یې نه دي درک کړي.
د ریالیزم پر اغزنه لار مزل د استاد غوندي ماهرو او غیورو لیکوالو کار دی.
ما پورته د ضمني وړاندیز خبره وکړه، جوته ده، د استاد د جوړ کړي ادبي اسلوب څخه د نوي ځوان کهول د فکري او قلمي ګټي اخستني سپارښتنه مراد ده او بس، د لویانو قدر د هغوی د پيل کړي مزله د دوام تسسل دی، داسي تسلسل چې د وخت د غوښتنو او رمزونو سره په ويښتیا او اغیزمنتیا مخ پر وړاندي و خوځي.
پایله اولنډون:
د افغانستان د معاصرادب اوپه ځانګړي توګه پښتو ادب په روان بهیرکې د استاد شپون د کار، زیار او تخلیقي تولید ډول او طرز، خوند او رنګ نورازه او بې ساری دی، داچې خپل قلم يې د سينې د سوري کېدو تېز تېغ ته برابر نه سو دا یو چانس او بېل بخت دی، ځکه ده ډېر ناویلي موضوعات په خپل خاص انداز د خپلو خلکو سره د دوی د عمومي روح سره په همغاړیتوب مطرح کړي دي، لنډه دا چې استاد د افغان وطن د ادبي دنیا یو بې مثاله لوی ادیب او رښتینی لیکوال وو.
په روح يې د جنتي انوارو باران.
په پېرزوینه اودرناوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب