Homeخبرونهټي ټي پي خپلو والیانو ته ویلي چې په خپلو لیکو کې...

ټي ټي پي خپلو والیانو ته ویلي چې په خپلو لیکو کې د افغانستان اتباع شامل نه کړي

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۵مه) پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) خپلو والیانو او قوماندانانو ته ویلي چې د افغانستان د اتباعو له جذوبولو ډډه وکړي.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، د ټي ټي پي مرستیال دفاع وزیر مفتي مزاحم په یوه اعلامیه کې، چې کاپي یې دغو رسنیو ترلاسه کړې، ویلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک په لیکو کې د افغانستان د اتباعو شمولیت منع دی.

مفتي مزاحم په دې امر کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د شمالي او جنوبي حوزو پوځي کمیسیون ته ویلي چې د افغانستان د اتباعو له جلب و جذبه ډډه وکړي.

د دې فرمان پر اساس، که چا سرغړونه وکړه، سزا به ورکړل شي.

تراوسه پورې کومې خپلواکې سرچینې د پاکستاني طالبانو په منځ کې د افغانستان د اتباعو ګډون تایید کړی نه دی خو د پاکستان حکومت د دې لپاره چې په پاکستان کې د ټي ټي پي نفوذ کم وښيي په ځلونو ادعاوې کړي چې د ټي ټي پي له لوري بریدونه د افغانستان اتباع کوي.

پاکستان د لارو د بندولو په شمول له بیلابیلو طریقو هڅه کوي چې د افغانستان طالبان تر فشار لاندې راولي څو له خپل نفوذه په استفادې پاکستاني طالبان له جګړې لاس اخیستلو او د وسلو تسلیمولو ته اړ باسي.

افغان طالبانو څو ځلې د پاکستان د پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د پخلاینې لپاره د منځګړتوب هڅه وکړه خو د دوی خبرې بریالۍ نه شوې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...