چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهامریکايي قوماندان د کابل هوايي ډګر د حملې له ټپیانو سره د...

امریکايي قوماندان د کابل هوايي ډګر د حملې له ټپیانو سره د مرکو امر وکړ

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۵مه) د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د انتحاري برید په اړه له ۱۲ ټپي شویو امریکايي پوځیانو سره د مرکو امر کړی دی.

له کابله د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهال په یوه انتحاري برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول. وروسته د برید مسوولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندان حنرال ایریک کوریلا امر کړی چې د حملې په مهال له ژوندي پاتې شویو قوماندانانو سره دې خبرې وشي.

جنرال کوریلا دا امر د دې لپاره کړی چې د دې برید په ترڅ کې یوه ټپي امریکايي سرتیري ویلي چې له ده څخه هیڅکله د برید په اړه چا پوښتنه نه ده کړې.

تحقیقاتي ادارې فکر کوي چې که له ټولو هغو سرتیرو سره خبرې وشي چې د حملې په ځای کې موجود وو، ممکن نوي معلومات ترلاسه شي.

خو د امریکا دفاع وزارت وايي چې د نویو مرکو مطلب به دا نه وي چې د دې پېښې په اړه له سره څېړنې پیلیږي.

په کانګریس ګې جمهوریپال غړي بیا د نورو تحقیقاتو غوښتونکي دي او هڅه کوي دا څرګنده کړي چې د ولسمشر بایډن د حکومت له لوري له افغانستانه د ځواک ایستلو او په مجموع کې د تخلیې پروسه له نیمګړتیاوو ډکه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب