دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+مولانا الطاف حســـین حالي

مولانا الطاف حســـین حالي

نورمحمد سعید

مولانا الطاف حسين حالي په ۱۸۳۷ م ز كال د هندوستان په  پاني پت كې وزېږيد او له ۷۷ كاله ژوند وروسته په خپل پلرني ټاټوبي كې وفات شو. مولانا حالي د وخت مروج علوم زده كړي و او د هغه وخت په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو كې يي هم برخه اخېسته. مولانا حالي په ټولنه كې د ذهنې ودې لپاره ادب خورا مهم بولي او پخپله يي هم ټول عمر له قلم څخه د خپل ولس د خير ښېګړې لپاره كار واخېست.

حالي د اردو ژبي له هغو شاعرانو څخه يو دى، چې ويل كيږي د نوې شاعرۍ د بنسټ ډبره يي اېښې ده. د ده په باب دا هم ويل كيږي، چې اردو شاعري ته يي يوازې د داخلي كيفيت د اظهار د وسيلې په ځاى د ولسي فورم حيثيت وركړ او د ټولنيزې اصلاحي وسيلې په توګه يي وكاروله. د شعر و شاعرى نومي كتاب د يوې برخې پښتو ژباړه يي ستاسي درنو لوستونكيو په خدمت كې ده. ژباړن

افلاطون، چې د يوناني سلطنت لپاره يوه تصوراتي اډانه (جوړښت) چمتو كړى و، په هغه كې يي له شاعرانو پرته د ټولو هنرمندانو  او وستا كارو  رول  مهم بللى و. اوس هم ځينې خلك  شاعري ميجك لېنټرن ته ورته بولي. ميجك لېنټرن، چې په هر څومره تياره ځاى كې وي هغومره يي رڼا هم زياته وي. په ورته توګه شاعري هم په هغه چاپېريال كې ښه وده كوي، چې پريمانه جهالت پرې واكمن وي.

دغه او دې ته ورته ډېرې خبرې شته، چې د شعر او شاعرۍ په ضد كيږي او له منلو پرته يي بله  چاره هم نشته، خو دا هم د منلو خبره ده، چې په نړۍ كې  زرونه، بلكې لكونه خلك بس د همدې كار لپاره پيدا شوي دي او دغه استعداد يي د شخصيت  يوه برخه ګرځول شوي دى.

دا البته بيله خبره ده، چې له دغو خلكو نه اكثرو يي له خپلې دغې وړتيا څخه د طبيعت په ضد كار اخېستى. په دې سربېره هم دغه هنر ته له دې امله، چې ځينې خلك يي ناسم كاروي بد رد نشې ويل كيداى. عقل د الله تعاى ( ج) له غوره نعمتونو څخه دى، خو ځينې خلك له دې نعمت څخه د نورو د غولولو او شر،  فساد لپاره كار اخلي.

ايا د هوښيارو خلكو په  داسې ناوړه كړنو سره د عقل او زړورتوب په غوره والي او شرف كې څه توپير راتلاى شي؟(نه!) هيڅكله هم داسې نه شي كيداى،  همداسې د شعر او شاعرۍ وړتيا هم له دې امله، چې ځينې خلك ورڅخه ناوړه ګټه اخلي بد استعداد نه شې بلل كيداى.

دا هم يو منل شوى حقيقت دى، چې شاعري د هر چا د كولو كار هم  نه دى، بلكې يوازې هغه څوك شاعري كولاى شي، چې دا هنر له ازله ورته وركړل شوى وي. د شاعرۍ لومړۍ علامه د طبيعت سم انډول دى. داسې ډېر ځله  ليدل شوي دي، چې ځينې ستر عالمان او فاضلان به يو شعر سم نشې ويلاى، خو يو بې سواده سړى او يا كوچنى ماشوم به يي په ډېره اسانۍ سره سم ووايي.

له دې نه داسې ښكاري، چې شاعري داسې هنر نه دى، چې د نورو هنرونو او استعدادونو په څېر زده كړل شي، بلكې  ځينې خلكو ته دا هنر د شخصيت د يوې برخې په توګه له ازله  ډالۍ شوى وي. په همدې بنسټ ويل كيږي، چې كه د دغه  استعداد لرونكي خپل هنر په داسې توګه وكاروي، چې د فطرت غوښتنه ده، نو هيڅ امكان نشته، چې ټولنې ته دې ترې خير او ښيګڼه ونه رسيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب