شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهچيري وې؟ (لنډه کیسه) لیکوال: پاکیزه ارزو

چيري وې؟ (لنډه کیسه) لیکوال: پاکیزه ارزو

ملکه په موټړ کې ناسته وه سړک ته یې وکتل، دواړه لاسونه یې په مخ کېښوده سر یې وښوراوه اوف یې له خولې ووت له ځان سره وویل:

ــ د شپې چې مې خوب ولیده، زه پوهېدم چې نن ما ته څه پېښږی … دغه لعنتي سړکونه ولې بند دي؟

موټر چولونکي ځواب ورکړ

ــــ خورې فکر کوم چې چېرته کومه غونډه ده، لوړ پوړې چارواکي به راغلې وي یا به تېرږي .

ملکې د موبایل تڼۍ کېکاږله د ماښام پنځه بجې کېدلې

ـــ لمر په ولېدو دی څو چې کورته رسېږم ماښام به شي….اف زما خدایه دا څه را پېښ شول

موټرونو به یو ځل حرکت وکړ بیا به ودریدل، د ملکې موبایل ته بار بار له کوره زنګونه راتلل او دا پوښتنه یې کوله چیرې یې؟ موټرونو ډېر اهسته حرکت کول ، ملکې ته بیا زنګ راغی

ــ بلې، سلام

مرګ   سلام … مرګ دې پرده شه … خدای ج کورته ژوندۍ مه راوله په شرمونو دې وشرمولم

— پلاره! قسم پخدای لارې بندې دي اوس ښار ته نژدې کېږم لږ لاره پاتې ده درسېږم

ـــ بس ته یو وار کورته راشه

ـــ پلاره! ……… پلاره!

د موبایل له هغې خوا غږ بند شو

موټر وان ملکې ته وویل

ــ خورې ستا کورنۍ لکه چې ډېره په غو سه ده

ملکې په لړزېدلې اواز ځواب ورکړ

ـــ هو، پریشانه دي ډېر ناوخته شو.

شېبه تېره شوه چې د ملکې موبایل بیا وشرنګېده، لاسونو یې پرک اخیستی و په ژرغوني غږ یې ځواب ورکړ

ــ بلې، ناصره

ــ چېرته یې؟

ــ په خدای قسم چې لارې بندې دي زه پخپل وخت له دفتره راووتم ، اوس هم د فتر په موټړ کې یم بل چېرته نه یم تللې

ـــ دا خو ته وایي چې په لاره یم خدای خبر په کوم مخفل کې یې یا به په چکر تلې یې

ـــ په خدای ج باور وکړه چې په لاره یم نه پوهېږم چې سرکونه ولې بند دي؟ بلې…. بلې … ناصره اورې!

د تیلفون له هغې لخوا جواب نه ورکېده، موټړوان ملکې ته وویل

ــ خورې زه ډېر کوښښ کوم چې ژر دې ورسوم په دې وطن کې غونډې نه خلاصېږي او بیا دغه تایمني خو د خارجیانو د موسیسو مرکز دی ټولې لارې یې بندې کړي یي .

ملکې د اوبلنو سترګو اوښکې په سترګو کې تم نه شوې مړې مړې اوښکي یې په مخ را ماتې شوې رنګ ژېړ تښتېدلې و، موټر وان ته یې ځواب ورنه کړ. د تایمني په سرکونو د موټرونو اوږده اوږده کتارونه لګېدلي و. د لمر رڼا وار په وار تته کېده او ځای ځای د سړک د سر ګروپونه روښانه شوي ول د ترافیکو تر څنګ پولسان هم په سړکونو ولاړ ول او موټړرونو به د دوی په اشارو حرکت کاوه. د مني لنډې ورځی وې د مازدیکر او ماښام ترمنځ وخت ژر تېرېده . د ملکې رنګ ژېړ اوښتی و شونډې یې وار په وار شنې کېدې ساه یې بنده کېده ، له دستکوله یې د ساه بندۍ   د دوا بوتل راویسته کش یې کړه سریې په چوکۍ تکه کړ

ـــ اوف….. نفس مې بند دی ساه نه خېژي

موټر وان هم زړه په تنګ شو هغه هم اوف وکړ، رادیو یې چالانه کړه د د پنځه بجو خبرونو کې د هغه خبر تفصیل ورکېده کوم چې ملکې سهار اورېدلی و

ــ د غزني په ښار کې د وژل شویو مور او لور د قتل څرنګوالي نه دی معلوم شوی، د غزني د امنیي قومندان وویل چې داسې معلومېږي چې دا پېښه د کورنۍ شخړې له امله را منځ ته شوې.

موټر وان سر وښوراوه چيک چيک وکړ

ــ ظالم خلک دي په مازې خبرو وژنې کوي ، خدایزده چې دا غریبي به څوک وي څه ګناه به یې وه او که نه؟

له نیم ساعت انتظاره د ښار او تایمني تر منځ سرک خلاص شو. موټرونو حرکت وکړ موټر وان وویل

ــ خورې په پنځلس دقیقو کې به دې کور ته ورسوم خو دعا کوه چې په سرکونو بیرو بار نه وي.

د ماښام د ازانونه غږونه له لېرې راتله، ملکه له موټره کښته شوه چې موبایل یې ولړزېده

ــ بلې، ناصره دا دی په کوڅه کې یم

ــ راځه … راځه دا به دې د ژوند اخري ماښام وي سبا دا وخت به د ګور په تیارو کې بنده یې.

د ملکې لاسونو او پښو پرک اخیستی و، په   چټکو ګامونو د کور خوا ته تله، د کور دروازه خلاصه وه، له دروازې څو ګامه وړاندې د چوترې په سر درې تنه ولاړ ول هغې چوترې ته وکتل د ګروپ تتې رنا ته د یوازې سیوري ښکارېده ، د چوترې په سر ولاړ د پلار او ورور څېرې قهرېدلې وې ورور یې غږ پرې وکړ

ـــ راغلې محترمې… دلې ودرېږه مخ ته مه راځه!

ــ ناصره … پخدای لارې بندې وې زه په خپل وخت له دفتره راووتم

ــ دا یو یونیم ساعت ته موټر کې وې؟

ــ هو نو چېرې به تلمه … پلاره!

ـــ بس بس بې حیا … ناصره!

ناصر د ملکې په خوا رهي شو

ملکې عذورونه کول

ــــ ناصره قسم چې لارې بندې وې په خدای باور لرې!

ناصر د ملکې په ستونی لاس کېښود

ــ ډېر دې د وظیفې شوق درلود ه، تر اوسه چېري وې؟

ـــ په لاره وم قسم په خدای ج

ـــ رښتیا ووایه؟

ناصره په خدای باور لرې زه په خدای درته قسم خورم چې لارې بندې وې

د ملکې پلار غږ وکړ

ــ داسې یې نه مني ستونی یې ور بند کړه   ورته وښیه چې دا وخت کورته دې راتلو نه ده

د ملکې مور ناصر ته وویل

ــ درته وایې خو چې لارې بندې وې، هغه په تا مشره ده ستوني یې پرېږده څه به پرې وشي ساه بندي لري.

د ملکې پلار په غضب ورته وویل

ــ چوپه شه ته یې د وظیفې ارمانجنه وې دا وخت کورته د راتلو ده ، که خبر وای شل کاله مخکې به مې وژلې وای نجوني هسې هم پلرونو ته مصیبتونه وي .

ناصر د ملکې ستونی ټینګ نیولی و

ــ اخري ځل درته وایم چیري وې؟

ـــ په خدای ج قسم چې لارې بندې وې …. قسم چې لارې بندې … لارې بندې… بندې

د ملکې له لاسه دستکول ولوېده ، سترګې یې خلاصې بندې کیدې په مځکه کېښناسته، پلار یې ورخطا شو

ــ ناصره دا څه پرې وشو لکه چې دې ساه بندۍ حمله پرې راغله ، ستونی پرېږده

د ملکې ستوني غریو نیولی و ساه ساه بنده کېده، مورې له چوترې ورمنډه کړه

‎ــ ملکې …. ملکې!

ناصر وویل

ــ پرېږده چې مړه شي د ژوند ۍ پاتې کېدو کومه فایده یې نشته

پلار یې غږ پرې وکړ

ــــ نه ناصره خلکو ته به څه وایو، هله ژر موټر پیدا کړه

ملکې تر نیمو شپو په روغتون کې ورو ورو شونډې ښورولې همدا یوه خبره یې تکرار وله

ـــ قسم چې لارې بندې وې …. قسم چې لارې بندې وې …. لارې … بندې …. بندې وې …

شېبه وروسته یې د شونډو ښورېدا بنده شوه ، داکټر په مایوسي له اتاقه راووت

‎‎‎‎‎ـــ د ساه بندې سخته حمله وه، ما ونشوای کولای چې وې ژوغورم، خدای ج دې تاسې ته صبر درکړي

د ملکې پلار ناصر ته وکتل په ورخطایۍ وویل

ــ ما خو هسې ډاره وله ، دا خو … که دا مرض یې نه وای ، دا خو قتل و

ناصر په شونډو ګوته کېښوده پلار ته اشاره وکړه

ـــ چوپ نور څه ونه وا یې …

پاکیزه ارزو

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب