جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهنشه/ اجمل پسرلی

نشه/ اجمل پسرلی

سر یې د زنګانه له سره ورو راپورته کړ. د پلې لار د څراغ رڼا ته یې سترګې وبریښیدې. له بیکه  یې د شرابو جګ بوتل راواخیست، پر سریې واړاوه. لکه پر ستوني چې یې درد وي، غوړپ یې په سخته تیر کړ. شونډې یې سره ټینګې کړې.

د یوې نجلۍ کړس کړس خندا شوه. ده بوتل کلک پرمځکه کیښود. ټانګ شو د بوتل بیخ ټوکر ټوکر شو. نجلۍ د یوه ځوان لاس کش کړ او تیزه شوه.

سړی راپاڅيده د بوتل پورته وړه برخه یې لا په لاس کې وه. سره شراب پر شیوه مځکه لاندې بهیدل. ده رغوی ورته ونیو. شراب لږ ایسار شول، لاس یې پورته کړ له لاسه یې سره څاڅکې وڅڅیدل. یوې پلې لاروۍ چیغې کړې، د ده لاس ته یې ګوته ونیوله:

-وینه، وینه …

نجلۍ د سړک پورې غاړې ته منډه کړه. سړي د بوتل سر پسې وار کړ، پر شرابو ککړ لاس یې وڅټه او له څراغه پناه په تیاره کوڅه کې پر ځوړ روان شو.

پراګ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب