د ۱۳۹۲ کال چاپ په آریانا دایرة المعارف کې د ( علم کلام) تر عنوان لاندې لولو:« عبارت له هغه علم څخه دی چې…» که لیکل شوي وای چې:« هغه علم دی…» نو جمله به لا لنډه او معیاري وه.
« عبارت دی له…» یا« له … څخه عبارت دی…» په ګړنۍ پښتو کې نشته،په کلاسیک ادب کې یې نه مومو،د کرښې د بلې غاړې په نثرونو کې یې نه لولو او د نثر د استادانو په لیکنو کې نه تر سترګو کیږي. دغه شی د افغانستان په ترجمه ځبلو نثرونو کې په شلمه پیړۍ کې عام شو او نن سبا په کمېدو دی، ځکه د معارف په کتابونو کې یو څه کم شوی دی او په مطبوعاتو کې یې هم تر پخوا لږ وینو.
د دایرة المعارف په ذکر شوي کتاب کې د ( قیام) تر عنوان لاندې راغلي دي:« قیام په لغت کې د درېدلو په معنا دی خو په اصطلاح کې په لمانځه کې له درېدلو څخه عبارت دی.» دلته مو هم لیکلی شوای چې:« په لمانځه کې درېدلو ته وایي.»
خوشحال په دستارنامه کې د ( علم) تعریف داسې کوي:« علم په لغت کې زده کولو ته وایي، هر[څه] چې وي. اوس په اصطلاح کې تحصیل د علم عربي، فارسي وغیره وته چې شهرت د څورلس علوم لري، علم وایي.»
په آریانا دایرة العمارف کې د ګڼو نورو علمي اصطلاحاتو په تعریف کې د (عبارت دی) یا ( له… څخه عبارت دی) کلمې شاملې دي چې جملې ورسره بدرنګې شوې او بې ضرورته اوږدې شوې دي. د فزیولوژي په تعریف کې لولو:« له هغه علم څخه عبارت دی چې…» او د کوارتز په تعریف کې راغلي دي چې:« … له کلک کرستالي منرال څخه عبارت ده.»
بې ضرورته او اضافي کلمې چې د جملې د بې ځایه اوږدېدا او بدرنګۍ سبب کیږي، د معنا په رسولو کې هم مشکل پیښولای شي. زه چې زده کوونکی وم، تر اخره به مې ګومان کاوه چې دا ( عبارت دی)په تعریفونو کې خامخا یوه ګټوره معنا لري خو زه ورباندې سم نه پوهیږم.
په جمله کې هره بې ځایه کلمه او هر ابهام نه یوازې زده کړه سختوي، بلکې زده کوونکی او ان ښوونکی په ځان بې باوره کوي او دا ځوروونکی احساس ورپیدا کوي چې په خبره نه پوهیږي او ذهن یې پڅ دی.
د عقرب څلرویشتمه،۱۳۹۶