Home+د پښتني ټولنې ناوړه رواجونه|آصف‌الله صاحبي

د پښتني ټولنې ناوړه رواجونه|آصف‌الله صاحبي

سریزه
پښتني ټولنه ګڼ ښه دودونه هم لري؛ لکه: جرګه او مرکه، مېلمه‌پالنه، کورني ارزښتونه، غښتلی عزت او غیرت، وطن‌پالنه او سرښندنه.
ناوړه رواجونه هغه دودونه او عنعنات دي چې د خلکو ژوند ستونزمنوي، اقتصادي زیانونه رامنځته کوي او د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي. په ځانګړي ډول زموږ په افغاني ټولنه کې ځینې داسې رواجونه شته چې باید د اسلام، عقل او ټولنیز عدالت له مخې اصلاح شي.
د ناوړه رواجونو مهم ډولونه
۱. په ودونو کې بې‌ځایه لګښتونه:
ځینې کورنۍ په ودونو کې د خلکو د سیالۍ او د ټولنې د خبرو له امله ډېرې پیسې مصرفوي. دا کار ځینې وختونه کورنۍ پورونو ته اړ باسي. غوره ده چې ودونه ساده، د اسلامي اصولو مطابق او له بې‌ځایه لګښتونو پرته ترسره شي.
۲. بدل اخیستل:
کله چې یو څوک په ناخبره توګه کوم کس ووژني، نو د مقتول کورنۍ د دې پر ځای چې بښنه ورته وکړي، غچ اخلي او قاتل وژني. دا ډول پېښې د لویو دښمنیو سبب کېږي چې تر کلونو او نسلونو پورې دوام کوي.
۳. په بدو کې د نجونو ورکول:
په ځینو سیمو کې د شخړو د حل لپاره نجونې په بدو کې ورکول کېږي. دا دود د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي او د کورنیو ترمنځ نوې ستونزې رامنځته کولای شي. ښه به دا وي چې شخړې د خبرو، عدالت او قانون له لارې حل شي، نه د نجونو د حقونو په قرباني کولو.
۴. له حج او عمرې څخه په راستنېدو بې‌ځایه لګښتونه:
ځینې کورنۍ د حاجي یا عمرې کوونکي د هرکلي لپاره لویې مېلمستیاوې جوړوي او ډېرې پیسې مصرفوي. د حاجي هرکلی باید په ساده ډول ترسره شي او له اسراف څخه ډډه وشي.
اسراف د اسلام له نظره
اسلام د اسراف او بې‌ځایه لګښتونو مخنیوی کوي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
«وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ»
ژباړه: اسراف مه کوئ، بېشکه الله اسراف کوونکي نه خوښوي.
سرچینه: د انعام سورت، ۱۴۱ آیت.
له دې آیت څخه څرګندېږي چې مسلمان باید له اسراف څخه ډډه وکړي او خپلې پیسې په ګټورو او روا چارو کې ولګوي.
۵. د جنازې او فاتحې درانه لګښتونه:
ځینې کورنۍ د خپلوانو د مړینې پر مهال د خلکو د مېلمستیا لپاره ډېر لګښتونه کوي، په داسې حال کې چې کورنۍ له غم او اقتصادي ستونزو سره مخ وي. نو له غمجنې کورنۍ سره باید مرسته وشي، نه دا چې پر هغې نور مالي بار هم واچول شي.
۶. د خلکو د خبرو او سیالۍ له امله لګښتونه:
ځینې خلک د دې لپاره چې نور یې شتمن وګڼي، پور اخلي او ګران شیان اخلي یا لویې مېلمستیاوې جوړوي. خلک باید د خپل اقتصادي توان مطابق ژوند وکړي او د نورو د خبرو پر ځای د خپلې کورنۍ اړتیاوو ته پام وکړي.
۷. په ودونو کې د نجلۍ او هلک د خوښې له پامه غورځول:
کله ناکله د ځوانانو له خوښې او رضایت پرته د واده پرېکړې کېږي. ښه خبره دا ده چې د واده په پرېکړه کې د دواړو لورو مشروع رضایت، حقونه او د هغوی راتلونکی په پام کې ونیول شي.
۸. په ټولنه کې د ښځو محدود رول:
ښځې له زده‌کړو، سیاسي، ټولنیزو او داسې نورو برخو څخه یا خو بې‌برخې دي او یا محدود رول لري. که چېرې یوه نجلۍ تعلیم وکړي، نو ورسره سم ټول کور تعلیم‌یافته کېږي.
ښځې په ټولنه کې مهم رول لري، ځکه د دوی ځوانه طبقه د ټولنې تېر حیثیت لري. او یا دا چې:
«د مور غېږه لومړنی ښوونځی دی.»
د ناوړه رواجونو زیانونه
ناوړه رواجونه د افرادو، کورنیو او ټولنې پر اقتصادي، ټولنیز او اخلاقي ژوند منفي اغېزې لري. مهم زیانونه یې په لاندې ډول دي:
۱. د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتوي:
بې‌ځایه لګښتونه د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری کوي او د کورنیو عاید د اړتیاوو پر ځای په غیرضروري چارو مصرفېږي.
۲. ځوانان د واده له ستونزو سره مخ کوي:
د ودونو درانه لګښتونه، لوړې غوښتنې او ناسالم دودونه د ځوانانو د واده پر وړاندې خنډونه جوړوي او د هغوی د واده عمر ځنډوي.
۳. کورنۍ پورونو اخیستلو ته اړ باسي:
ځینې کورنۍ د خلکو د سیالۍ او خبرو له امله له نورو پورونه اخلي، څو د دودونو مطابق مراسم ترسره کړي؛ چې وروسته د پورونو بېرته ورکول ورته ستونزمنېږي.
۴. د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي:
په بدو کې د نجونو ورکول، په زور ودونه او له زده‌کړو څخه د ښځو او ماشومانو محرومول د هغوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.
۵. د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي:
ناوړه رواجونه د علم، پوهاوي، اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ مخه نیسي او خلک له مثبتو بدلونونو څخه لرې ساتي.
۶. د کورنیو ترمنځ شخړې او اختلافات زیاتوي:
د غچ اخیستنې، د واده د لګښتونو او نورو ناسمو دودونو له امله د کورنیو ترمنځ دښمنۍ او اختلافات رامنځته کېږي چې ځینې وختونه نسلونو ته دوام ورکوي.
۷. د بې‌وزلو خلکو پر اوږو دروند بار اچوي:
بې‌وزله کورنۍ د شتمنو خلکو د سیالۍ او ټولنیزو تمو له امله له اقتصادي فشار سره مخ کېږي او کله ناکله د خپلو لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو هم پاتې کېږي.
د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو لارې
د ناوړه رواجونو د اصلاح او له منځه وړلو لپاره د خلکو پوهاوی، ګډه همکاري او عملي اقدامات اړین دي. مهمې لارې یې په لاندې ډول دي:
۱. د دیني عالمانو له لارې د خلکو پوهاوی زیاتول:
دیني عالمان باید د جوماتونو، خطبو او دیني غونډو له لارې خلکو ته د ناوړه رواجونو زیانونه او د اسلام لارښوونې بیان کړي، څو خلک له ناسمو دودونو څخه ډډه وکړي.
۲. په ښوونځیو او انستیتیوتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړول:
په ښوونیزو بنسټونو کې باید د سیمینارونو، غونډو او ښوونیزو پروګرامونو له لارې زده‌کوونکو ته د ناوړه رواجونو په اړه معلومات ورکړل شي، څو ځوان نسل د دې دودونو د اصلاح لپاره پوهاوی ترلاسه کړي.
۳. د ودونو او مېلمستیاوو لګښتونه کمول:
کورنۍ باید ودونه او مېلمستیاوې د خپل اقتصادي توان مطابق په ساده ډول ترسره کړي او له بې‌ځایه سیالیو، پورونو او اسراف څخه ډډه وکړي.
۴. د ښځو او نارینه‌وو د حقونو درناوی کول:
په ټولنه کې باید د ښځو او نارینه‌وو مشروع حقونو ته درناوی وشي، د واده په پرېکړو کې د دواړو لورو رضایت په پام کې ونیول شي او د زده‌کړو او پرمختګ مساوي فرصتونه ورته برابر شي.
۵. د ټولنیزو رسنیو له لارې د ناوړه رواجونو زیانونه بیانول:
د ټولنیزو رسنیو له لارې د لیکنو، ویډیوګانو او معلوماتي پروګرامونو په خپرولو سره کولای شو خلک د ناوړه رواجونو له زیانونو خبر کړو او د هغوی د اصلاح لپاره عامه پوهاوی زیات کړو.
۶. د ښو او ګټورو دودونو ملاتړ کول:
هغه دودونه چې له دین، اخلاقو او ټولنیز عدالت سره سمون لري، باید وساتل شي او پیاوړي شي؛ لکه مېلمه‌پالنه، جرګه، خواخوږي، مرسته او د یو بل درناوی.
۷. د ځوانانو او مشرانو ترمنځ د پوهاوي او همکارۍ پیاوړتیا:
ځوانان او مشران باید د ټولنې د اصلاح لپاره په ګډه کار وکړي. مشران باید د مثبتو بدلونونو ملاتړ وکړي او ځوانان باید د مشرانو تجربو ته درناوی ولري، څو د ګډ تفاهم له لارې ناوړه رواجونه اصلاح شي.
پایله
ناوړه رواجونه د ټولنې د اقتصادي، اخلاقي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي. د دې رواجونو د اصلاح لپاره د هر وګړي، کورنۍ، دیني عالم، ښوونکي او ځوان ګډه همکاري اړینه ده.
موږ باید هغه دودونه وساتو چې له دین، اخلاقو او ټولنیز عدالت سره سمون لري او هغه رواجونه اصلاح یا پرېږدو چې خلکو ته زیان رسوي.
«وَمِنَ اللَّهِ التَّوْفِيقُ»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...